ښه طبي پاملرنه د ښو اړیکو پورې اړه لري. ډاکټران، نرسان، او نور طبي مسلکي خلک باید د دې وړتیا ولري چي د ناروغ د مرض نښې نښانې او اندیښنې درک کړي. ناروغان هم باید په دې پوه شي چي دوی ته د طبي خدماتو وړاندی کوونکي څه وایي. که تاسې په انګلیسي ژبه روانې خبرې نه کوئ نو باید تل د ژباړونکي غوښتنه وکړئ.

 

په متحده ایالاتو کې قانون وایي هیڅوک نشي کولای چي هغه چاته چي په انګلیسي ژبه خبرې نشي کولای د طبي خدماتو وړاندی کولو څخه ډډه وکړي. همدارنګه هر هغه طبي مسلکي اداره چي د فدرالي حکومت څخه پیسې تر لاسه کوي لکه میډیکیډ یا میډیکیر باید په وړیا ډول هغو خلکو ته چي اړتیا ورته لري د ژباړې خدمات وړاندی کړي. دلته د طبي پاملرنی او ژباړی په اړه ځینی پوښتنی او ځوابونه یې ذکر کوو .

 

زه څنګه د ژباړن غوښتنه وکړم؟

ځینې داسې لارې شته چي تاسې یې له مخې ژباړن تر لاسه کولای شئ. تاسې کولای شئ چي ووایې چی

(.No English. I speak Pashto) که تاسې په اپواینټمینټ کي یاست، تاسې کولای شئ چي د (I speak) کارډ د طبي خدماتو وړاندی کوونکي ته وښایاست. تاسې کولای شئ چي دا کارت چاپ کړئ او په خپله بټوه کي یې وساتئ او یا هم یې خپل تیلیفون کي ډاونلوډ کړئ. تاسې کولای شئ چي د (I speak Pashto) یا (زه په پښتو خبرې کوم) کارت د ډونلوډ لپاره زموږ د مقالط په اخر کي لینک ته ورشئ.

 

زه څنګه ډاډ تر لاسه کړم چي دوی زما د طبي ملاقاتونو پر مهال ما لپاره د ژباړی خدمات لري؟

کله چي تاسط صحي مرکز ته د ملاقات لپاره ورشئ نو دمرکز غړو ته ووایاست چي تاسې ژباړونکي ته اړتیا لرئ او خپله ژبه هم ورته ووایاست. کله چي تاسې د ملاقات لپاره زنګ وهئ نو خپلې خبرې داسېپیل کړئ (.No English. I speak Pashto). تاسې باید دا جمله څو ځلې تکرار کړئ او صحي مرکز باید تاسې ته ژباړن د تیلیفون په لیکه حاضر کړي. کله چي ژباړن په تیلیفون حاضر شي ډاډ تر لاسره کړئ چي ژباړن خبر کړئ تر څو راتلونکي اپواینټمڼتونه هم درته واخلي. په همدې توګه ورته ووایاست چي تاسې ته راتلونکو ملاقاتونو لپاره هم ژباړن درکړي.

 

زما ماشوم په انګلیسي ژبه روانی خبری کولای شي آیا دوی کولای شي چی زما ژباړه وکړي؟

هیڅکله مو ماشوم باندې ژباړه مه کوئ که څه هم ستاسې ماشوم په انګلیسي ژبه روانې خبرې کوي ځکه چې دا ستاسې ماشوم په خورا ستونځمن حالت کي اچوي او دوی شاید غلط هم شي. طبي خدماتو وړاندی کوونکي اکثرأ په چټکۍ خبرې کوي او داسې کلمې کاروي چي مغشوشوونکي وي. که څوک حتی د یوې کلمې غلط تعبیر وکړي نو کیدای شي چي ستاسې روغتیا په خطر کي واچوي. طبي متخصصین هیڅکله باید ماشوم څخه د ژباړې غوښتنه ونه کړي. تاسې هم تل د مسلکي ژباړن غوښتنه وکړئ.

 

زما د کورنۍ غړی لوی دي او په انګلیسي ژبه هم روانې خبرې کوي. آیا زه یې د ژباړن په توګه کارولای شم؟

ستاسې د کورنۍ غړې باید ستاسې لپاره ژباړه ونه کړي. دوی شاید د انګلیسي ژبې په طبي اصطلاحاتو خبر نه وي او ستاسې د طبي اړتیاو ژباړه کول ورته ستونځمن، فشار راوړونکي یا نا راحته کوونکي وي. طبي متخصصین باید هیڅکله د کورنۍ یا ملګرو څخه د ژباړې غوښتنه ونه کړي. تل د مسلکي ژباړونکي غوښتنه وکړئ.

 

 

زه باید څه وکړم که چیری زما د اپواینټمینټ پر مهال ژباړونکي چمتو نه وي یا که طبي خدماتو وړاندی کوونکي د ژباړونکي د راوستلو څخه انکار وکړي.

تاسی باید څو ځلی د ژباړن غوښتنه وکړئ. که چیرې د څو ځلو غوښتنو وروسته بیا هم تاسې ته ژباړن در نه کړای شي نو تاسې یې د تصمیم په اړه ځینی اختیارونه لرئ.

 

  • تاسې کولای شئ چي په اړه یې د منیجر سره خبرې وکړئ.
  • تاسې کولای شئ چي په اړه یی شکایت درج کړئ چي تاسې ته ژباړن نه درکول کیږي.
  • تاسې کولای شئ چي کیس ورکر ته مو زنګ ووهئ، که تاسې کیس ورکر لرئ نو هغه کولای شي چي ستاسې وکالت وکړي.

 

که تاسې ته بیا هم ژباړن نه درکول کیږي نو تاسې پوره حق لرئ چي تصمیم ونیسئ چي آیا تاسې د دوی خدمات لاهم غواړئ. په یاد ولرئ چي د طبي او نورو مسلکي خلکو سره خبرې کول ستاسې د صحت لپاره ډیر اړین دي.

تاسې هم کولای شئ چي:

  • د اداری سره رسمي شکایت درج کړئ. ټولې ادارې باید د شکایتونو څانګه ولري او دوی حق نه لري چي د ناروغانو شکایت وغورځوي.
  • د کیس ورکر سره مو اړیکه ټینګه کړئ چي تاسې سره په ګډه ادارې ته یې زنګ ووهي تر څو تاسې ته په راتلونکي کي ترجمان درکړي.

د مدني حقونو ادارې سره هم کولای شئ چي شکایت درج کړئ چي دلته یې لینک دی: 

 

https://www.hhs.gov/civil-rights/filing-a-complaint/complaint-process/index.html

 

لاندې د (I speak) کارت لپاره لینک دی. تاسو کولای شئ چي دا کارت په خپل تلیفون کې ډاونلوډ کړئ یا په خپل بټوه کې د ساتلو لپاره یې چاپ کړئ:

https://coresourceexchange.org/wp-content/uploads/2023/04/I_Speak_Card_Pashto.jpg