که څوک مو سوشیل سیکیوریټي شمیرې یا شخصي معلوماتو ته لاسرسی ومومي نو دوی کولای شي چي ستاسې د بانک څخه پیسې غلا کړي، ستاسې د هویت د استعمالولو له لارې جرم تر سره کړي، پر نوم مو ګټې تر لاسه کړي او یا هم ستاسې د ټیکس د داخلولو وروسته راتلونکي پیسې درڅخه غلا کړي. دا مقاله درسره ولولئ تر څو د هویت د غلا کیدو په نښو نښانو پوه شئ، او پر دې هم پوه شئ چي غله ستاسې پر معلوماتو څه کوي، او څنګه یې د مخنیوي لپاره تدابیر ونیسئ تر څو مو هویت خوندي وي او که چیرې د داسې جرم قرباني شوئ نو څه باید وکړئ.

 

هغه پینځه مهمې لارې چې د هویت د غلا کیدو له امله پر تاسې منفي اغیزه کوي:

 

۱. د هویت غله شاید ستاسې هویت غلا کړي او ستاسې د بانک څخه پیسی پټی کړي.

  • د خطر نښې: تاسې ممکن پر خپل کریډیټ کارت، ډیبیټ کارت، او د بینک پر سټیټمینټ ځینې پیرودنې وګورئ چي تاسې نه وي کړی.

 

  • احتیاطي تدابیر: خپل بانک او د کریډیټ کارت سټیټمینټ مو تل ګورئ او د بانک سره مو تیلیفون شمیره او ایمیل راجسټر کړئ تر څو د خریدارۍ او نورو بانکي فعالیتونو پر مهال پیغام تر لاسه کړئ.

 

۲. د هویت غلا کوونکي کولای شي چي ستاسې د ټیکس څخه راتلونکي پیسې غلا کړي او یا هم ستاسې سوشیل سیکیوریټي شمیره د کار لپاره استعمال کړي.

  • د خطر نښې: شاید د ټیکس د مسؤلینو لکه د داخلي عایداتو خدمتونو ادارې لخوا درته خبر درکړل شي چي ستاسې پر نوم له یو څخه زیاتو خلکو ټیکس داخل کړی یا هم په مېل کي درته د داسې ګومارونکي لخوا خط راشي چي تاسې هیڅکله ورته کار نه وي کړی.

 

  • احتیاطي تدابیر: د خپل سوشیل سیکیوریټی کارت د ضرورت نه بغیر درسره په جیب کي مه ګرځوئ او په کور کي یې خوندی وساتئ. ډاډ تر لاسه کړئ چي که په بریښنایي توګه خپله سوشیل سیکیوریټي ساتئ نو باید کوډ شوی وي. عمومأ تاسې باید خپله سوشیل سیکیوریټي شمیره یواځې د خپل ګومارونکي، دولتي ادارې، بانک، یا د کریډیټ کارت شرکت سره شریکه کړئ.

 

۳. د هویت غلا کوونکي شاید ستاسې صحي بیمه د روغتیا پالنې لپاره استعماله کړي.

  • د خطر نښې: شاید چي تاسې د روغتیا په اړه بیل تر لاسه کړئ په داسې حال کي چي تاسې ورته تللي نه یاست.

 

  • احتیاطي تدابیر: د خپل صحت په اړه اسناد، روغتیایي بیلونه، او د بیمې په اړه معلومات مو خوندي وساتئ. که چیرې هغه اسنادونه چي ستاسې د صحت بیمې په اړه معلومات پکې وي نو اسناد مو شریډ کړئ یا یې کوچنۍ ټوټې کړئ چي بیرته د یوځای کیدو وړ نه وي.

 

۴. د هویت غلا کوونکي شاید ستاسې معلومات د بې روزګارئ یا unemployment د ګټو اخیستلو لپاره استعمال کړي.

  • د خطر نښې: تاسې شاید د ایالت د بې روزګارئ دفتر یا هم د ګومارونکي څخه ستاسې د بې روزګارئ د ګټو په اړه خط تر لاسه کړئ چي تاسې ورته اپلای نه وي کړي.

 

  • احتیاطي تدابیر: خپل سوشیل سیکیوریټی نمره، پی چیکونه او نور د ګومارونکو لخوا اسناد په یو مصؤن ځای کي وساتئ. که تاسې یې باید وغورځوئ نو شریډ یا ټوټه ټوټه یې کړئ.

 

۵. د هویت غلا کوونکي شاید ستاسې معلومات غلا کړي تر څو ستاسې پر نوم پرې پور واخلي

  • د خطر نښې: کله چي د خپل کریډیټ راپور مطالعه کوئ، نو تاسې به د کریډیټ کارت په اړه اکونټونه، د بانک څخه پور، د تیلیفون خدمات، دبرق او ګیس بلونه او داسې نور شیان وګورئ چي تاسې یې غوښتنه نه وي کړي.

 

  • احتیاطي تدابیر: د AnnualCreditReport.com له مخې خپل کریډیټ ریپورت درسره وګورئ. دا لینک ټول پور ورکوونکي ګوري تر څو ستاسې سابقې ته په کتو تاسې ته پور درکړي یا یې درنه کړي.

 

که تاسې شک لرئ چي تاسې هویت د غلا کیدو قرباني یاست نو ژر تر ژره IdentityTheft.gov لینک ته ورشئ او په هکله یې عملي ګام پورته کړئ.