هغه افغانان چي د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته داخلیږي، ممکن د پناه غوښتنې پروسې، د کار جواز، د بیا میشتیدنې ګټو او کډوالۍ اړوند ځینو موضوعاتو په اړه پوښتنې ولري.

 

پوښتنه: ما اوریدلی چي هغه افغانان چي متحده ایالاتو ته د مکسیکو سرحد له لارې داخلیږي او غواري چي اسایلم ته غوښتنه وکړي د دولت لخوا ورته نوي پروسه پیل شوي. دا کومه پروسه ده؟

ځواب: د متحده ایالاتو د سرحداتو اوسنۍ پالیسي له مخې، هغه کډوال چي متحده ایالاتو ته داخلیږي او غواړي چي د اسایلم غوښتنه وکړي، لارښوونه ورته کیږی چي د CBPOne ګرځنده تیلیفون اپلیکیشن څخه کار واخلي تر څو متحده ایالاتو ته داخلیدو سره په یو بندر کي د ملاقات مهالویش تنظیم کړي. متحده ایالاتو ته د داخلیدلو وروسته دوی به چټکۍ سره د ویستلو بهیرته واچول شوي. خو راغلي کډوال باید وښیي چي په خپل هیواد کې د (اعتبار وړ ویره) لري تر څو وکولای شي چي په متحده ایالاتو کې د اسایلم غوښتنه وکړي. په نږدې وختو کې د سرحداتو په پالیسۍ کي د بدلونونو له امله، د هغو خلکو لپاره چې د نور هیوادونو له لارې متحده ایالاتو ته د ۲۰۲۳ کال د مۍ میاشتې له ۱۱ څخه وروسته داخلیږي او متحده ایالاتو ته د ننوتلو له مخه یې په نورو هیوادو کې د اسایلم غوښتنه نه وي کړي، په سرحد کي ورته د تفتیش پروسه پیچلی شوی چي د اسایلم غوښتنې پروسه یې هم ستونځمنه کړي.

 

پوښتنه: آیا د متحده ایالاتو او مکسیکو پر پوله افغانان د نورو ملیتونو څخه توپیر لري؟

ځواب: هغه افغانان چي د مکسیکو سره د سویلي پولی له لارې امریکا ته راځي هیڅ ډول غوره نه ګڼل کیږي او نه هم ورسره ځانګړی چلند کیږي بلکه د نورو هغو غیر امریکایی اتباعو په څیر به یې کارونه پروسس کیږي چي متحده ایالاتو ته د ویزې پرته ننوځي.

 

پوښتنه: آیا هغو افغانانو ته چي مکسیکو څخه متحده ایالاتو ته داخلیږي د پناه غوښتنې بهیر یې د هغو افغانانو په څیر دی چي متحده ایالاتو ته د متحدینو د ښه راغلاست عملیات (OAW) له لارې متحده ایالاتو ته راوړل شوي.

ځواب: د نورو ټولو پناه غوښتونکو په څیر، هغه افغانان چي د سویلي پولی له لارې متحده ایالاتو ته داخلیږي باید ننوتلوسره په یو کال کی دننه د پناه غوښتنه وکړي. له دې څخه هغه څوک مستثنی دي چي لنډمهال خوندي حالت یا ټي پي ایس یا پارول ولري. هغه کسان چي متحده ایالاتو ته د مکسیکو له لارې داخلیږي د هغو افغانانو په څیر چي متحده ایالاتو ته د متحدینو د ښه راغلاست عملیات له لارې راغلي د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه یې نه ګړندي کیږي. دم مهال د هغه کسانو چې متحده ایالاتو ته د OAW له لارې نه دی پارول شوي د اسایلم پروسه یې څو کال وخت نیسي.

 

پوښتنه: لنډمهاله خوندي حالت څه ته وایی؟ آیا هغه افغانانو ته چي د میکسیکو له لارې متحده ایالاتو ته داخلیږي اجازه ورکول کیږي چي لنډمهاله خوندي حالت ته غوښتنلیک واستوي؟

ځواب: TPS د کډوالۍ لنډ مهاله خوندي حالت ته وایي چي د ځینو هیوادونو هغو اتباعو ته ورکول کیږي چي په هیواد کي د جګړې، طبیعي ناورین، یا نورو شرایطو سره مخ وي او هیواد ته یې بېرته ستنېدل ستونځمن وي یا یې امنیت ته خطر وي. TPS تاسې ته اجازه درکوي چي په امریکا کي په مؤقت ډول ژوند وکړئ او پکې په قانوني توګه کار وکړي. د افغانانو لپاره TPS د متحده ایالاتو د حکومت لخوا په ۲۰۲۲ مې کي د ۱۸ میاشتو لپاره منظور شوی و، او بیا د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په میاشت کې د نورو ۱۸ میاشتو لپاره وغځول شو. د اوسني منظور شوی برنامې له مخې هغه افغانان چی د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۲۰ راپدېخوا په متحده ایالاتو کې په مسلسل ډول مېشت دي او د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له ۲۱ څخه را پدیخوا په متحده ایالاتو کې مسلسل په فزیکي ډول شتون لري TPS لپاره اپلای کولو ته وړ دي. په دې کي هغه افغانان هم شامل دي چي د ایمیګریشن محکمې له لارې یې د ویستلو امر شوی وي. هغه افغانان چي متحده ایالاتو ته د مکسیکو له لارې راغلي او محکمې یې د ویستلو فیصله کړي وي، هڅول کیږي چي د کډوالۍ په اړه د وکیل سره ژر تر ژره مشوره وکړي او یا هم هغه چا سره مشوره وکړي چي د عدلیې وزارت DOJ اعتباریه اسناد ولري او د قانوني مشورې ورکولو حق ولري تر څو تاسې ته د TPS ټول اختیارات تشریح کړي.

 

پوښتنه: آیا هغه افغانان چي له مکسیکو څخه امریکا ته داخلیږي په متحده ایالاتو کې د کار کولو اجازه لري؟

ځواب: هغه افغانان چي د مهاجرت او تابعیت قانون 212(d)(5) مادې لاندې پارول تر لاسه کوي ممکن د کار کولو د اجازې لپاره غوښتنلیک ته وړ وي. که چیری دوی د لنډې مودې لپاره پارول تر لاسه کړي نو ممکن د پارول د ختمیدو دمخه د کار کولو اجازې لپاره غوښتنلیک عملي نه وي. اکثره هغه افغانان چي متحده ایالاتو ته د سویلي پولی له لارې داخلیږي کولای شي چي د کار اجازې لپاره وروسته له دې غوښتنه وکړي چي د اسایلم غوښتنه کړی وي او اپلیکیشن یې د ۱۵۰ ورځو لپاره بې ځوابه پاتې وي او یا هم TPS ته یی اپلای کړي وي او تر لاسه یی کړي.

 

پوښتنه: آیا هغه افغانانو ته چي متحده ایالاتو ته د مکسیکو له لارې داخلیږي، د بیا میشتیدنې خدمات ورکول کیږی؟

ځواب: هغه افغانان چي د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر تر ۳۰ پورې د INA د 212(d)(5) مادې لاندې پارول تر لاسه کوي او هم د دوی میرمن یا خاوند او کوچنیان چي د دې نیټې وروسته پارول تر لاسه کوي د مهاجرینو د بیا میشتیدنې ادارې له لارې د بیامیشتیدنې خدماتو ته وړ دي تر هغه چي پارول یې پای ته ورسیږي یا د ۲۰۲۳ مارچ ۳۱ پورې، هر یو چي وروسته وي. کله چي د یو چا پارول پای ته ورسیږي، که دوی اسایلم ته غوښتنلیک استولی هم وي، دوی د بیا میشتیدنې ګټې نور نشي تر لاسه کولای. که چیری اسایلم یا د ایس آی وي پر بنسټ ورته دایمي هستوګن ورکړل شي نو دوی به ګټو او خدماتو ته وړ شي.

 

پوښتنه: هغه افغان کډوال چي د مکسیکو له لارې متحده ایالاتو داخلیږي، آیا دوی کولای شي چي د خپلې کورنۍ غړي متحده ایالاتو ته راوغواړي؟

ځواب: یواځې هغو ته چي اسایلم ورکړل شوي وي، حالت یې کډوالۍ ته اوښتی وي، ګرین کارت یې تر لاسه کړی وي، د متحده ایالاتو تابعیت ولري، د انساني قاچاق قرباني وي او (T ویزه) ورکړل شوي وي او یا هم د جرایمو قرباني وي (U ویزه) ورکړل شوي وي، کولای شي چی د خپلې کورنۍ غړي متحده ایالاتو ته راولي.

 

پوښتنه: آیا هغه افغانان چي متحده ایالاتو ته د مکسیکو له لارې داخلیږي، په وړیا ډول قانوني مرسته تر لاسه کولای شي تر څو کډوالۍ قضیی

پوښتنه: هغه افغانان چې متحده ایالاتو ته د مکسیکو له لارې داخلیږي، آیا کولای شي د خپلې کډوالۍ قضیې لپاره قانوني مرسته تر لاسه کړي؟

ځواب: هغه افغانان چی پارول تر لاسه کړی وي، کیدای شي د قانوني مهاجرت په قضیو کې د وړیا مرستې لپاره وړ وي، خو د ډیرو زیاتو غوښتنلیکونو له امله د کډوالۍ په اړه حقوقي مرستې هغو خلکو ته ورکول کیږي چي ټیټ لګښت یا بې لګښته قانوني خدماتو ته اړتیا لري او اوسمهال دا قانوني مرستې محدودې دي.

 

هغه کسان چي د کډوالۍ په اړه قانوني مرستو ته اړتیا لري، د Welcome Legal Alliance سره https://welcome.us/legalalliance/resources-for-afghans اړیکه ونیسي او یا هم د Human Rights First سره د غوښتنلیک فورمه ډکه کړي Human Rights First PALAintake form. تاسې کولای شئ چي د غیر انتفاعي حقوقي خدماتو چمتو کوونکو لیست هم در سره وګورئ https://www.immi.org/en/Info/get-legal-help.

AILA هم د ټیت لګښت وکیلان یو لیسټ لري.

 

مهمه ده چی د کډوالۍ په اړه له درغلچیانو څخه ځان وژغورئ او ډاډ تر لاسه کړئ چي یواځې له هغه چا مرسته تر لاسه کړئ چي قانوني لایسنس ولري او یا هم د عدلیې وزارت سره راجسټر شوي استاځې وي.