کله چي ستاسې اسایلم ومنل شي او یا هم د کډوال په توګه متحده ایالاتو ته داخل شئ، ورپسې ګام د قانوني دایمي هستوګنی یا ګرین کارت لپاره غوښتنه ده. تاسې کولای شئ چي دقانوني دایمي هستوګني د اپلیکشن پروسه سمدلاسه پیل کړئ. پخوا به اسایلم لرونکي یا کډوال د قانوني دایمي هستوګنی یا ګرین کارت اپلیکیشن پروسې پیل کولو لپاره یو کال انتظار کاوه.

 

کله چي تاسې د قانوني دایمي هستوګنی لپاره اپلای کوئ نو یواځي په هغه صورت کي یې تر لاسه کولای شئ چي اسایلم د اخیستلو یا د کډوال په توګه منل کیدو د نیټې څخه را پدیخوا په فزیکي ډول په متحده ایالاتو کې د یو کال لپاره و اوسیږئ. د ماشومانو په ګډون د کورنۍ هر فرد باید د قانوني دایمي هستوګنی لپاره غوښتنلیک ولیږئ. ځینې داسې حالتونه هم شته چي د قانوڼي دایمي هستوګنی کارت په اخیستلو کي شاید تاسې ته مانع شي، د بیلګې په ډول که په ځینو جرمونو محکوم یاست، یا هم متحده ایالاتو حکومت ته مو ناسم بیان ورکړی وي. له همدې امله موږ مو هڅوو چي مخکې له دې چي د کډوالۍ په اړه د وضعیت تغیر یا قانوني دایمي هستوګنی یا LPR ته اپلای وکړئ، د یو وکیل یا هم د عدلیې وزارت لخوا منل شوي قانوني استاځي سره مشوره وکړئ. که تاسې د کډوالۍ حالت لرئ، نو تاسې څخه د USCIS لخوا د ګرین کارت اپلیکیشن لپاره فیس نه اخیستل کیږي خو که تاسې اسایلم لرونکي یاست باید یا د اپلیکیشن فیس ورکړئ او یا هم د فیس د بښلو غوښتنه وکړئ.

 

د ګرین کارت اپلیکیشن لپاره باید تاسې د I-485 فورمه ډکه کړئ چي ورته د ګرین کارت لپاره راجسټر کیدل او هم ورته د حالت سمون وایي. د اسایلم یا د کډوالۍ له لارې ګرین کارت اخیستلو او یا هم د حالت د سمون په اړه د نورو معلوماتو لپاره دغه پاڼه درسره وګورئ:

https://www.uscis.gov/forms/explore-my-options/become-a-lawful-permanent-resident-green-card-holder-through-asylee-status