سره له دې چي ممکن د زلزلو پیښیدل له یوه ځای څخه بل ځای ته توپیر ولري، بیا هم په هر ځای کې واقع کیدای شي.که تاسې په الاسکا، کالیفورنیا، واشګنټن، اوریګن، هاوایي، ختیځ میزوري، ختیځ ارکنساس، لویدیځ ټینیسي، لویدیځ کینتکي، د ختیځ سویلي کارولاینا ځینې برخې او پورټوریکو کې اوسئ نو ډیر احتمال لري چي قوي زلزلې تجربه کړئ. تاسی کولای شئ چي دا نقشه وګورئ تر څو پوه شئ چي په متحده ایالاتو کې په کومو ځایو کې د قوي زلزلې احتمال ډیر دي.

 

دا لارښوونې درسره تعقیب کړئ او خپله کورنۍ مو د زلزلې پر مهال خوندي کړئ .

 

په کور کي مو احتمالي خطرونه وپیژنۍ

  • المارۍ مو دیوالونو سره ونښلوئ.
  • هغه لویې درندی توکې چې شاید د غورځیدو پر مهال تاسې زخمي کړي د الماریو په لاندې برخه کي یې کیږدئ.
  • د ماتولو وړ توکې لکه لوښي او هر هغه څه چي د شیشې څخه جوړ شوي وي د المارۍ په ټیټو تاخچو کې کیږدئ او بسته یې کړئ.
  • درانده شیان لکه عکسونه او هندارې د کټ، کوچونو او هغه ځایو څخه چیرې چې خلک ویده کیږي لیرې ځوړندی کړئ.
  • په چت کي څراغونه خوندي کړئ.
  • د اوبو ګرمولو هیټرې دیوال سره ونښلوئ او یا یې هم میخ کړئ
  • د مردار بوټو وژونکي، د حشراتو وژونکي، او د سوځیدلو وړ محصولات د تړل شویو الماریو په لاندې برخه کې ځای پر ځای کړئ.

 

د اضطراري حالت لپاره یو بکسه چمتو کړئ

د زلزلې وروسته، شاید تاسې اوبو، خوراک، بریښنا، او نورو مهمو توکو ته د یوې اونۍ یا زیاتې مودې لپاره لاسرسی ونه لرئ. ځکه نو مهمه ده چي تاسې د اضطراري حالت لپاره بکسه چمتو کړئ او د لاسرسي وړ ځای کي یې خوندي کړئ. د Settle In د مرستې مرکز دا لینک ته مراجعه وکړئ ترڅو هغه توکي وګورئ چې د بیرني حالت په بکسه کي کې به شامل وي: 

https://www.settlein.support/hc/ps/articles/10905687945885

 

د بیړنۍ اړیکو پلان جوړ کړئ

  • د کورنۍ په اړه مو پلان جوړ کړئ چي که چیری مو د کورنۍ غړي د زلزلې پر مهال یو له بله جدا شي ( دبیلګې په ډول کله چي لویان کار کوي او کوچنیان ښوونځیو کي وي).
  • د بیړنۍ حالت څخه وروسته، پر سیمییزو تیلیفوني شبکو کي شاید د ډیرو خلکو د زنګ وهلو او پیغامونو لیږلو له امله بیروبار ډیر وي. لری ځایو ته شاید زنګ وهل اسانه وي. که تاسې په بل ایالت کي ملګري یا خپلوان لرئ، د هغوی څخه وپوښتۍ چي که ستاسې د کورنۍ د غړي په توګه ستاسې د بیړني حالت پر مهال استاځیتوب وکړي. ډاډ تر لاسه کړئ چي په کورنۍ کي مو هر څوک ستاسې شمیره او د کورنۍ سره د اړیکې نیولو شمیره ولري.

 

د زلزلې پر مهال باید څه وکړو

  • که تاسې د کور دننه یاست، د میز لاندې پټ شئ یا د فرنیچر یوه کلکه ټوټه درسره ونیسئ تر څو زلزله ودریږي. که چیری نږدی میز نه وي، نو د بیلډینګ څنډی ته ودریږئ چي شیشه درڅخه لري وي او سر د مټو په وسیله پټ کړئ. په بیلډینګ کي پاتې شئ تر څو زلزله ودریږي او تاسې په خوندي ډول ووځئ. کله چي بهر ته ولاړ شئ د بیلډینګ څخه لیرې خالي ځای ته ولاړ شئ. د کورنۍ ټولو غړو ته مو د بیړنۍ حالت دغه لارښوونې وښایاست.
  • بوټان مو ځان سره خوب کولو پر مهال نږدی کیږي تر څو د لړزی پر مهال د شیشې ماتې شوی ټوټې مو ټپي نه کړي.

 

د زلزلې وروسته باید څه وکړو

د زلزلې وروسته، دا ډیره مهمه ده چی خوندي ځای ته ورسیږئ. که کولای شئ نو ځان سره د بیړنۍ بکسه درسره کیږدئ. د ټپونو او خطرونو په اړه ځان خبر ساتئ. کله چي تاسې خوندي یاست نو د بیړني حالت پلان تعقیب کړئ تر څو تاسې د کورنۍ له غړو سره مو د خبرو اترو لپاره اړیکې ونیسئ.

 

تیلیفون مو د زلزلې د مخه د خبرتیا لپاره د وسیلې په توګه وکاروئ

که تاسې په کالیفورنیا، اوریګون، او یا هم واشنګټن کي میشت یاست، نو تاسې کولای شئ چي د MyShake اپلیکیشن درسره ډاونلوډ کړئ چي دا به تاسې ته وخت درکړي تر څو تاسې د زلزلې د لړزی څخه دمخه ځان خوندي کړئ. سیسټم داسې سینسری استعمالوي چي د زلزلې څخه څو ثانیې دمخه مو خبروي تر څو خوندي شئ.

 

دم مهال په کالیفورنیا کي په میلیونونو انډرایډ تیلیفونو کې په اتومات ډول د زلزلې د راتلونکو جټکو په اړه اپلیکیشن شتون لري چي بیا ځلي ډاونلوډ ته اړتیا نه لري. دا سیستم عمومأ ستاسې اوسنی موقعیت ګوري، نو مهمه ده چي د دغه ایپ موقعیت مو فعال وي. تاسې کولای شئ چي په کالیفورنیا کي د انډرايډ تیلیفون په اړه دا ویډیو وګورئ او پوه شئ چي څنګه دا ایپ تاسې د زلزلې په اړه خبر ساتي.

 

که تاسې په خپل تیلیفون کي د زلزلې په اړه خبرتیا تر لاسه کړئ نو شاید یواځې څو ثانیې ولرئ چي د لړزې دمخه عکس العمل وښایاست. نو سمدستي یوه کلکه تخته پیدا کړئ لکه څرنګه مو چي دمخه وویل، او شاوخوا خلکو ته مو خبرداری ورکړئ چي هغوی هم ورته کار وکړي.