ستاسې د راز ساتنې په پام کې نیول

دا ویب سایټ د نړیوال خلاصون کمیټې (“IRC”) ملکیت دی او چلوي یې. موږ درک کوو چې زموږ سایټ ته لیدونکي شاید د هغه معلوماتو په اړه اندیښنه ولري کوم چې موږ ته راکوي، آنلاین یا په بل ډول، او دا چې موږ دغه معلوماتو سره څنګه چلند کوو. دا د راز ساتنې پالیسي دغه اندیښنې په ګوته کوي.

IRC زموږ ویب سایټ ته د ټولو لیدونکو د محرمیت درناوی کوي. د لیدونکو په اړه ټول معلومات، پشمول د هغوی نومونو، پتو او تلیفون شمیرو باید د IRC، د دې د کارمندانو او رضاکارانو لخوا په کلکه محرم وساتل شي، غیرلدې که د دا ډول معلوماتو خپرولو یا شریکولو لپاره د ډونرانو نه اجازه اخیستل شوي وي. IRC به زموږ د لیدونکو نومونه، پوستي پتې، د بریښنالیک پتې یا د تلیفون شمیرې په هیڅ کوم بل نهاد ونه پلوري، کرایه نکړي یا ورباندې به سوداګري ونکړي.  که تاسې زموږ د راز ساتنې پالیسي په اړه کومې پوښتنې لرئ، تاسې کولی شئ موږ سره په COResourceExchange@Rescue.org اړیکه ونیسئ.

د IRC لخوا راټول شوي معلومات

زموږ ویب سایټ کې موږ د افرادو څخه په شخصي ډول پیژندل کیدو وړ معلومات نه راټولوو غیر لدې که هغوی یې موږ ته په داوطلب ډول او د پوهې له مخې راکړي. دا پدې معني ده چې موږ زموږ د سایټ لیدلو لپاره ستاسې نه د راجستر کیدو یا موږ ته د معلوماتو راکولو غوښتنه نه کوو. IRC یوازې په شخصي ډول د پیژندل کیدو وړ معلومات، لکه نومونه، پتې، زیپ/پوستي کوډونه، د بریښنالیک پتې وغیره هغه مهال راټولوي کله یې چې لیدونکی په داوطلب ډول وسپاري. اوسمهال موږ کوم داسې میکانیزم نلرو چې له مخې یې تاسې وکولی شئ دا معلومات په داوطلب ډول وسپارئ.  که چیرې په راتلونکي کې یو لیدونکی وکولی شي په داوطلب ډول دا معلومات وسپاري، نو دا معلومات به IRC او د دې سایټ عملیاتو کې دخیل نورو د خدمت وړاندې کونکو لپاره موجود وي. IRC غواړي چې ټول دریمې ډلې خدمت وړاندې کونکي شخصي معلومات  کې چې دا شرکتونه زموږ ندي یا کنټرول ورباندې نلرو، موږ باور لرو چې دا معتبر دي او ستاسې شخصي معلوماتو سره مسؤلانه چلند کوي.په کلک محرمیت کې وساتي. پداسې حال

لکه د نورو ډیری انټرنیټ سایټونو په څیر، زموږ ویب سرور په اتومات ډول سایټ ته د هر لیدونکي د ډومین نوم پیژني، مګر د بریښنالیک پته نه. دا IP پته موږ ته وایی چې تاسې د کوم ډومین نه لیدنه کړې (لکه gmail.com، aol.com وغیره). موږ دا معلومات د دې لپاره کاروو چې زمو سرور کې د ستونزو تشخیص کې د مرستې لپاره ریکارډ او زموږ د ویب سایټ مینځپانګه ښه کړو. معلومات د نورو سازمانونو سره د سوداګریزو موخو لپاره نه شریک کیږي.

د لاس په سر کیدو پالیسي

که په راتلونکي کې تاسې وکولی شئ خپله پوستي پته، د بریښنالیک پته یا د تلیفون شمیره موږ ته راکړئ، تاسې ممکن زموږ د پروګرامونو او خدمتونو په اړه زموږ لخوا په دوره ای ډول معلوماتو ترلاسه کولو لپاره ارتباط ترلاسه کړئ. که تاسې نه غواړئ د پوست له لارې لیک، بریښنالیک یا تلیفوني اړیکې په راتلونکي کې زموږ لخوا ترلاسه کړئ، نو مهرباني وکړئ COResourceExchange@Rescue.org ته د بریښنالیک له لارې خپلې غوښتنې لیږلو په واسطه موږ خبر کړئ.

د لاس په سر کیدو پالیسي کې استثنآت

IRC ممکن شخصي معلومات شریک کړي که چیرې د قانون یا نظارتي مرجع په واسطه اړ کړی شي.  علاوه لدې، موږ ممکن په ځانګړي مواردو کې شخصي معلوماتو شریکولو ته اړتیا ولرو کله چې موږ دې باور لپاره دلیل ولرو چې د معلوماتو دا شریکول د داسې کوم چا پیژندلو، اړیکه نیولو یا پروړاندې قانوني اقدام کولو لپاره لازمي دي کوم څوک چې د زیان لامل کیږي، یا د IRC ملاتړو، یا کوم بل چا ته چې دا ډول فعالیتونو په واسطه ورته زیان رسیدلی شي، د زیان لامل کیږي یا د IRC حقونو یا ملکیت کې د مداخلې (که قصدي یا غیر قصدي وي) لامل کیږي.

موږ څنګه “کوکیز” کاروو.

لیدونکي باید خبر وي چې غیر شخصي معلومات او ډیټا ممکن د “کوکیز” کارولو له لارې د IRC ویب سایټ لخوا په اتومات ډول راټول شي.  کوکیز د کوچني متن فایلونه دي چې ویب سایټ یې د مکرر لیدونکو پیژندلو لپاره کارولی شي، ویب سایټ ته د لیدونکو جاري لاسرسی او کارول اسانوي، او په مرسته یې سایټ کولی شي د کارولو چلند تعقیب کړي او ټولیزه ډیټا راټوله کړي چې د مینځپانګې ښه کولو کې اسانتیا برابروي.

کوکیز داسې پروګرامونه ندي چې د لیدونکي سیسټم ته ورځي او فایلونه تخریبوي. عمومآ، کوکیز لیدونکي ته د یوه ځانګړي عدد په ټاکلو سره کار کوي کوم چې د ټاکونکي سایټ نه بهر هیڅ معني نلري. که چیرې یو لیدونکی نه غواړي د کوکیز د کاریدو له لارې یې معلومات راټول شي، په ډیری لټونګرو یا براوزرانوکې ساده طرزالعمل شتون لري چې له مخې یې لیدونکی کولی شي کوکیز رده کړي یا قبول کړي. پدې اړه د نورو معلوماتو لپاره چې څنګه کوکیز غیرفعال کړئ، د خپل ځانګړي براوزر غوښتنلیک د “مرسته” یا “مراجعه کونکي ملاتړ” برخې ته ورشئ. IRC د خپلو آنلاین لیدونکو څخه یوازې د غیر شخصي معلوماتو راټولولو لپاره د کوکیز ټیکنالوژي کاروي ترڅو د لیدونکو آنلاین تجربه ښه کړي او زموږ ویب پاڼه کې د هغوی لیدنه کې سهولت راوړي.

شخصي معلومات

د عمومي ډیټا د محافظت مقررات (“GDPR”) د شخصي ډیټا د کارولو او پروسس کولو په اړه د اروپا اتحادیی مقررات دي. GDPR د 2018 میی 25 څخه نافذ دی. موږ ژمن یو ستاسې معلومات د GDPR سره په مطابقت کې پروسس کړو، که اړوند وي.

موږ به د GDPR لاندې ځانګړي مقرراتو سره په لیکه کې د ټولو شخصي معلوماتو په خوندي ډول پروسس کولو لپاره مناسب هڅې کوو، په ځانګړي لاندې غوښتنو پورې تړلي هغه:

ستاسې شخصي معلوماتو ته لاسرسی؛

د هغه شخصي معلوماتو سمون چې موږ یې لرو؛

ستاسې د شخصي معلوماتو حذف کول؛

ستاسې د شخصي معلوماتو د پروسس کولو محدودیت؛

بلې ډلې ته ستاسې د شخصي معلوماتو انتقال؛ یا

د کارولو لپاره د IRC مشروع ګټې (یا د دریمې ډلې) پربنسټ ستاسې د شخصي معلوماتو پروسس کولو باندې اعتراض او ستاسې د ځانګړي وضعیت په اړه کوم څه وي چې دا ډول پروسس کولو باندې ستاسې د نیوکې لامل کیږي.

موږ به ستاسې معلومات وساتو او لکه څنګه چې دې د راز ساتنې پالیسي کې شرح شوي هغسې به یې کاروو. موږ ملاحظه کوو چې IRC ستاسې د معلوماتو راټولولو او پروسس کولو کې مشروع لیوالتیا لري. IRC د نړۍ ترټولو ناوړه انساني بحرانونو او ناورینونو ته غبرګون شئ او د هغه خلکو سره مرسته کوي د چا ژوند او معیشت چې د جګړو او ناورین له امله مات شوی وي ترڅو هغوی ژوند وکړي، ورغیږي او د خپل راتلونکي کنټرول ولري او دا موخې ستاسې د حقونو سره په شخړه کې نه اوسي. دا دلته ورکړل شوي حدونو کې ستاسې د شخصي معلوماتو کارولو لپاره موږ ته قانوني اساس برابروي.

دا ویب سایټ د امریکا متحده آیالاتو کې خپریږي او د امریکا متحده آیالاتو قوانین ورباندې پلي کیږي. په ځانګړې توګه، د نیویارک آیالت قوانین باید ستاسې د موقعیت په پام کې نیولو پرته دا د رازساتنې پالیسي مدیریت کړي. تاسې پدې توګه صریحآ د نیویارک په نیویارک کې موقعیت لرونکي فدرالي او آیالتي محکمو کې قضایی حوزې او اختصاصي ځای سره د دې پالیسي یا ستاسې لاسرسي یا زموږ د ویب سایټ کارولو څخه یا پورې تړاو له امله راپورته کیدونکي ټولو مسلو یا شخړو او لانجو لپاره رضایت لرئ.

که تاسې د امریکا متحده آیالاتو نه بهر کوم هیواد کې موقعیت لرئ او په خپله خوښه موږ ته خپل شخصي معلومات وسپارئ، نو تاسې پدې توګه د دا ډول معلوماتو عمومي استعمال سره رضایت لرئ لکه څنګه چې دې د رازساتنې پالیسي کې ورکړل شوي او د دغه معلوماتو انتقال، او/یا د امریکا متحده آیالاتو کې د دغه معلوماتو ذخیره کولو سره رضایت لرئ. د دې ویب سایټ د لیدونکو څخه راټول شوي معلوماتو د استعمال څخه پیدا کیدونکي زیانونو لپاره په هیڅ شرایطو کې IRC ګرم نشي نیول کیدی.  موږ یادونه کوو چې

تاسې هیڅ مکلفیت نلرئ چې کوم شخصي معلومات د IRC سره شریک کړئ که تاسې نه ونه غواړئ.

د دریمې ډلې سایټونو ته لنکونه

د ځینې خدمتونو او موادو وړاندې کولو لپاره، زموږ ویب سایټ تاسې ته اجازه درکوي نورو ویب سایټونو ته ورتګ لپاره “کلیک” وکړئ. دا د راز ساتنې پالیسي یوازې په Rescue.org پلي کیږي.  دا د راز ساتنې پالیسي په هیڅ دریمې ډلې سایټونو باندې نه پلي کیږي. IRC د دا ډول ویب سایټونو د راز ساتنې کړنو یا مینځپانګې مسؤلیت په غاړه نلري، حتی که زموږ نوم او لوګو په سکرین کې څرګنده شي.  موږ سپارښتنه کوو چې تاسې د دریمې ډلې سایټونو کې د راز ساتنې پالیسیو بیا کتنه وکړئ مخکې لدې چې د هغوی لخوا وړاندیز شوي کوم خدمتونه یا پروګرامونه وکاروئ.

د ماشومانو محرمیت

IRC پدې باور ده چې د ماشومانو آنلاین خوندیتوب او محافظت لپاره باید هرډول احتیاطي اقدام وشي او د 13 کلونو او کم عمر لرونکي ماشومانو څخه په آګاهانه ډول د هیڅ ډول معلوماتو غوښتنه نه کوي. د 13 کلونو او کم عمر لرونکي لیدونکي باید د Rescue.org د کارولو پرمهال د خپل والدین یا قانوني سرپرست نه مرسته وغواړي او باید IRC ته هیڅ په شخصي ډول د پیژندل کیدو وړ معلومات ونه سپاري.

د راز ساتنې پالیسي کې بدلونونه

IRC ممکن دمخه خبرتیا پرته وخت نا وخت دې د راز ساتنې پالیسي کې بدلون راوړي. په ورته ډول موږ سپارښتنه کوو چې تاسې په دوامداره ډول دې د راز ساتنې پالیسي کې تازه معلومات وګورئ. دې د راز ساتنې پالیسي کې وروستی ځل بدلونونه د 2018 میی 21 کې شوي و.

که تاسې د دې راز ساتنې پالیسي په اړه کومې پوښتې لرئ، نو مهرباني وکړئ اړیکه ونیسئ COResourceExchange@Rescue.org

د IRC ویب سایټ په کارولو سره تاسې دې د رازساتنې پالیسي سره خپل موافقت تاییدوئ. علاوه لدې، دې د راز ساتنې پالیسي کې د بدلونونو پوسټ کولو وروسته ستاسې لخوا زموږ ویب سایټ کارولو ته دوام ورکول به پدې معني وي چې تاسې دغه بدلونونه قبلوئ.

په هرصورت، تاسې هیڅ مکلف نه یې چې خپل شخصي معلومات IRC سره شریک کړئ که تاسې ونه غواړئ. که تاسې د IRC لخوا ستاسې د شخصي معلوماتو استعمال سره موافق نه یې، تاسې تل کولی شئ د ویب سایټ هغه خدمتونو یا بڼو نه لاس په سر شئ یا د نه کارولو پریکړه یې وکړئ کوم چې ستاسې شخصي معلومات غواړي.

د دې ویب سایټ مینځپانګه د امریکا متحده آیالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نفوس، مهاجرینو او کډوالۍ دفتر لخوا تمویل شوي یوه تړون لاندې جوړه شوې، مګر الزامآ د دې ادارې د پالیسۍ استازیتوب نه کوي او د فدرالي حکومت لخوا تایید باید ونه ګڼل شي.