کله چی تاسی په الوتکه کی سفر کوئ، ډاډ تر لاسه کړئ چی تاسی خوندي یاست او د خپلو مسافرینو ملګرو درناوی کوئ. د هوایی سفر لارښوونی تعقیب کړئ تر څو سفر مو اسانه، خوندور او راحته وي.

د هوایی سفر لارښوونی:
1. هوایی میدان ته پر وخت ولاړ شئ په ځینو هوایی ډګرونو کی د امنیت څخه تیریدل او درواځی ته رسیدو لپاره دری یا له دریو ساعتو هم ډیر وخت نیسي.
2. خپل سیټ بیلټ تر هغه تړلی وساتۍ تر څو په الوتکه کی د سیټ بیلټ تړلو سیګنل بند شي.
3. د نورو مسافرو ځای ته احترام ولرئ.
4. هره الوتکه د خدمت لپاره کار کوونکي لري چی تاسی سره د چوکۍ په موندلو کی مرسته کوي، د اوږد سفر پر مهال اوبه او خواړه درته چمتو کوي، او د یخ پر مهال کمپلی درکوي.
5. کله چی څوک غواړي چی د سيټ څخه ووځی نو ودریږئ او لاره ورکړئ. تاسی اجازه لرئ چی خپله څوکۍ پریږدئ او د سیټ بیلټ د سیګنل د بندیدو وروسته په الوتکه کی قدم ووهئ .
6. په الوتکه کی تل تشنابونه شتون لري چی کولای شئ استعمال یی کړئ. پر تشنابونو نښی شتون لري چی ښایی اشغال شوي یا خالي يی پری لیکلي وي.
7. تاسی باید ( په هوایی ډګر کی او د انتظار په ځایونو کی) خپلو ماشومانو سره هر وخت اوسئ. او الوتکی ته له ځانه سره کتابونه یا هم د ساعت تیرئ وړی لوبی راوړائ شئ.
8. کله چی الوتکه کښیني نو کوښښ مه کوئ چی د سیټونو تر منځ لاره بنده کړئ.
9. د الوتکی په نظافت کی مرسته وکړئ او کله چی د الوتکی کار کوونکي کثافات ټولوي نو کثافت مو ورکړئ.