په متحده ایالاتو کې هر ایالت اړین بولي تر څو کوچنیان ښوونځیو ته له تللو د مخه د ځینو ساري ناروغیو پر وړاندې واکسین شي. ستاسې کوچنی نشي کولای چې د ځینو ساري امراضو پر وړاندې د واکسین کېدو له طبي تصدیق پرته مکتب ته ولاړ شي. په همدې ډول په هر ایالت کې چې یاست، باید د کوچنیانو د ټولو امراضو پر ضد بوسټر واکسینونه مو تازه وي.

 

په داسې حال کې چې واکسین کول د موقعیت له مخې توپیر لري، په ډیری ایالتونو کې د وړکتون څخه تر ۱۲ ټولګي پورې د زده کوونکو لپاره لاندې واکسینونه شرط ګڼل کیږي:

 

  • پولیو یا د کوچنیانو فلج ناروغي
  • MMR او یا دانکۍ ، د نیم مخ پړسوب، او کاذبی خسری
  • شری
  • DTaP او یا خناق، تیتانوس او لوی ټوخی

 

ځینې ایالاتونه او ښارونه چې تاسې پکې مېشت یاست او کوچنیان مو پکې ښوونځیو ته شاملول غواړئ، ممکن اضافي واکسین هم اړین وبولي.

 

په ښوونځى کې د شاملیدو پر مهال د واکسین کولو په اړه د لا زیاتو معلوماتو لپاره او یا ستاسې په سیمه کې د ارزانه یا وړیا واکسین کولو په اړه د معلوماتو لپاره موږ ته پیغام راولېږئ.