د کډوالۍد درغلچیانو لخوا له قرباني کیدو ځان وژغورئ. که د کډوالۍ په اړه قانوني مشورې ته اړتیا لرئ نو ډاډ تر لاسه کړئ چي هغه کس چي تاسې ته قانوني مشوره درکويدمشورې ورکولو قانوني اجازه ولري. تاسې باید یواځې له هغه خلکو قانوني مشوره واخلۍ چي هغه وکیل وي او یا د هغه بنسټونو څخه یی قانوني اجازه تر لاسه کړي وي چی د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت سره ثبت دي. 

 

لاندې پاڼه درسره وګورئ تر څو د هغه وکیلانو او بنسټونو په اړه معلومات تر لاسه کړئ چي ستاسې په ښار یا ایالت کي خدمات وړاندی کوي او د عدلیې وزارت سره ثبت دي. ستاسې سیمییزه د بیا میشتیدنې اداره کولای شي چي تاسې ته یو منل شوی وکیل پیدا کړي او هم مو د ژباړني په برخه کی خنډ له منځه یوسي

 

https://www.justice.gov/eoir/recognized-organizations-and-accredited-representatives-roster-state-and-city

 

که چیری تاسې د یو داسې وکیل په لټه کي یاست چي د مشورې ورکولو قانوني اجازه ولري نو د خپلی بیا میشتیدنې ادارې سره مو اړیکه ونیسئ. که چیری تاسې د بیا میشتیدنېادارې سره اړیکه نه لرئ نو موږ ته پیغام راولیږئ.