په متحده ایالاتو کی د کوچنیانو لپاره عامه زده کړه وړیا او لازمي ده. که څه هم په ایالتونو کی قوانین یو له بله توپیر لري، تاسی باید متحده ایالاتو د رارسیدو سره سم په ۳۰ ورځو کی مو کوچنیان په ښوونځۍ کی شامل کړئ. د داخلی او راجسټریشن پروسه له یو ایالت څخه بل ایالت ته په پراخه کچه توپیر لري او په اړه یی مکتب یا د ولسوالۍ اداره تصمیم نیسی. د راجسټریشن پر مهال ښوونځۍ ستاسی د کوچني په اړه ځینی مهم معلومات غونډوي چی په هغی کی نوم، د زیږیدنی تاریخ، د کوچني د مخکنیو زده کړو سابقه، د میشتیدنی ثبوت، او د واکسینو دوسیه شامل دي. شاید له تاسی څخه ښوونځئ په کور کی د ژبی ویلو سروی بشپړول هم وغواړي. دا ټول معلومات به پټ ساتل کیږي. که چیری ښوونځۍ ستاسی په اړه معلومات له چا سره شریکوي، نو تاسی ته باید خبر درکړي.

د دی لپاره چی د نوم لیکنی پروسی ته چمتو شئ، لاندی معلومات او اسنادونه راټول کړئ.

  • د هستوګنی ثبوت او اوسنی ادرس ( د برق یا اوبو بیل، د کرایی تړون او داسی نور)
  • د روغتیایی واکسینو ریکارډونه
  • د نوم او عمر ثبوت ( د زیږون سند، I-94 فورمه، پاسپورت او داسی نور)
  • د زده کړو هر ډول ریکارډونه یا هم د ښوونځیو تر منځ د انتقال اسناد

د مور او پلار یا پالونکي په توګه، تاسی کولای شئ د ښوونکي سره په هره غونډه کی ژباړن یا ترجمان لپاره غوښتنه وکړئ. بر سیره پر دی، عامه ښوونځۍ هغو کورنیو ته د ژبی خدمات چمتو کوي چی غوښتنه یی وکړي. همدارنګه د مکتب پروګرامونه، خدمات، مواد، او فعالیتونه یی باید څو ژبو ته ترجمه شوی وي.

 تاسی کولای شئ چی د ښوونځۍ یا هم د بیا میشتیدنی اداری سره مو اړیکه ونیسئ تر څو د ښوونځۍ د نوم لیکنی پروسی لپاره تاسی ته لارښوونه وکړي. که تاسی د بیا میشتدنی اداری سره د اړیکی په اړه پوښتنه لرئ نو موږ ته د Settle In فیسبوک پاڼی له لاری خپل پیغام راولیږئ.

https://www.facebook.com/SettleInUS

په متحده ایالاتو کی د زده کړی په اړه نور معلومات درسره په لاندی لینک کی وګورئ.

https://settleinus.org/life-in-the-u-s/education