که تاسې ته په متحده ایالاتو کی د پارول حالت درکړل شوی وي نو ستاسې د پارول حالت به په خپله له منځه ولاړ شي که چیری:

  • تاسې متحده ایالات ترک کړئ په داسې حال کي چي د سفر اجازه مو د مخه نه وي تر لاسه کړي
  • ستاسې د پارول وخت پای ته ورسیږي

 

که چیری تاسې د امریکا د قانون څخه سرغړونه وکړئ د کورني امنیت ریاست ستاسی د پارول حالت له منځه وړلای شي.

 

همدا ډول که تاسې په متحده ایالتو کې له ۳۰ ورځو زیات میشت شوی یاست، نو باید د اوسیدلو ادرس مو د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ دفتر (USCIS) سره شریک کړئ او د ادرس د تغییر په صورت کي باید په ۱۰ ورځو کې دننه په متحده ایالاتو کي د کډی کولو په اړه خبر ورکړئ.

 

اکثره پارولیان خپل ادرس په لاندې دوه طریقو بدولولای شي:

 

۱- که چیری تاسې د USCIS سره آنلاین اکونټ لرئ نو د هغوی د آدرس د تغییر په سیسټم کي مو خپل آدرس ته تغییر ورکولای شئ. د ادرس د تغییر په اړه لینک: https://www.uscis.gov/addresschange

 

که د USCIS آنلاین اکونټ نه لرئ نو کولای شئ چی د لاندي لینک له لاري یی جوړ کړئ: https://my.uscis.gov.

 

۲- د AR-11 (د کډوالو د ادرس تغییر کارت) در سره آنلاین ډک کړئ. لینک: https://egov.uscis.gov/coa/displayCOAForm.do.

 

AR-11 انلاین سیستم د ټولو هغو اشخاصو ادرسونه تغییرولای شي چي اسناد یی په پروسه کی، عریضه کي، یا هم غوښتنلیک کی شامل وي. کله مو چی په آنلاین بڼه ادرس تغییر کړ نو د پوسټ له لارې د AR-11 فورمې لیږلو ته اړتیا نشته.

 

که تاسې د خپل پارول حالت د ساتلو په اړه پوښتنې لرئ نو د سیټل این د فیسبوک پاڼې ته د لاندې لینک له لارې پیغام را ولیږئ: https://www.facebook.com/SettleInUS