په متحده ایالاتو کی د موټر لرلو قیمت دروند دی او ممکن د کورله اخیستلو وروسته دا مو دوهم لوی مصرف وي. د دی لپاره چی پیسی مو بی ځایه مصرف نشي کوښښ کوئ چی تل له عامه ترانسپورت څخه په حیث د لومړنۍ منبع ګټه پورته کړئ. که تاسی عامه ترانسپورت ته لاسرسی نه لرئ او باید موټر واخلۍ نو مهمه ده چی په هغه مصارفو پوه شئ چی په متحده ایالاتو کی د موټر پر اخیستلو کی دخیل دي.

 

پور او قسطونه

په متحده ایالالتو کی د ۲۰۲۲ کال کی د راپور له مخی د نوي موټر اوسط قیمت شاوخوا ۴۸۰۰۰ ډالر دی او مستعمل موټر قیمت ۳۵۰۰۰ ډالر پوری دی. د موټرو ډیری خاوندان د موټر اخیستلو پر مهال د ۱۰ فیصدو تر ۲۰ فیصدو پیسي د پیشکئ په توګه اداء کوي. وروسته بیا هره میاشت باقي پیسي په قسطونو کی ورکوي. په ۲۰۲۲ کال کي په متحده ایالاتو کی په نوي موټر کی د اوسط میاشتنی کشتونو پور ۷۰۰ ډالر ویل شوی او د مستعمل موټر میاشتنی قسط ۵۰۰ ډالر ویل شوی. سربیره پر دی، تقریبا هر ایالت د موټر د اخیستلو پر مهال د موټر د اخیستلو مالیه اخلي. که څه هم هر ایالت د مالیی اخیستلو خپل جدول لري اما په عمومي ډول په ۲۰۲۲ کال کی د ایالتونو د موټر اخیستلو پر مهال مالیه ۶ فیصده وه.

 

بیمه

موټر لپاره د بیمی اخیستل د موټر د پیرود وروسته شاید ستاسی دوهم لوی مصرف وي. په متحده ایالاتو کی د بیمی مصرف د یو ایالات څخه بل ایالت ته توپیر لري، چی ستاسی د موټر چلولو ریکارډ او د بیمي د څرنګوالي پوری اړه لري. په ۲۰۲۲ کال کی په متحده ایالاتو کی په اوسط ډول د بیمی مصرف د کال د ۹۰۰ ډالرو او ۱۶۰۰ ډالرو تر منځ دی.

 

ترمیم او د موټر ساتلو مصرف

کله چی د موټر خاوند شئ نو تاسی باید پری مصرف وکړئ، لکه د مبلینو بدلول، د ټايرونو بدلول، او حتی د وایپرو بدلول هم پکی شامل دي. که موټر مو تضمین نه لري نو کله کله غیر متوقع مصرف هم کیدای شي چی په زرهاو ډالر وي لکه د موټر وړل، او د میخانیک مصرف. او که چیری موټر مو تضمین ولري نو وروسته له دی چی د تضمین موده پای ته ورسیږي تاسی د موټر د ترمیم مسؤل یاست.

 

تیل/ نفط

که چیری موټر مو په تیلو چلیږي نو باید تاسی یی ټانکۍ ډکه وساتئ. د تیلو قیمتونه پورته او کښته کیږي. په ۲۰۲۲ کال کی په متحده ایالاتو کی د تیلو قیمت د ګیلن له پلوه شاوخوا ۵ ډالر وه. د دی لپاره چی بهتره پوه شئ چی څومره باید پر تیلو مصرف کړئ نو داسی یی وسنجوئ چی که چیری مو موټر د یو ګیلن په واسطه ۲۰ میله سفر کوي او ګیلن قیمت ۵ ډالر وي، نو موټر به مو د ۱۰۰ میلو سفر کولو لپاره د ۲۵ ډالرو تیلو ته اړتیا ولري.

 

د موټر راجسټر کول

تاسی باید د موټر لایسنس پلیټ لپاره پیسی ورکړئ. ټایټل ( د موټر د ملکیت سند دی) او هم راجسټریشن چی په هر ایالت کی هر کال باید تر سره شي کوم چی ستاسی د ایالت پوری اړه لري چی پکی اوسئ. د راجسټریشن فیس د ۲۰ ډالرو او ۲۲۵ ډالرو پوری هر کال تخمین شوی. په ځینو ایالتونو کی فیس هم پر ځینو فکتورونو لکه د موټر عمر، وزن، یا د موټر اررښت پوری اړه لري.

 

تفتیش ( انسپکشن)

د دی لپاره چی ډاډ تر لاسه کړئ چی ستاسی موټر د چلولو قابل دی او د هوا د ککړتیا پر معیارونو پوره دی، په متحده ایالاتو کی تقریبا هر کال اکثره ایالتونه له تاسی غواړي تر څو هغوی ته د انسپکشن فیس ورکړئ. په متحده ایالاتو کی د ایالتونو په پرتله عموما اوسط فیس ۳۵ ډالره دی. که چیری ستاسی موټر انسپکشن ناکام کړي نو د موټر د ستونځی د حلولو وروسته باید تاسی یو بل فیس هم اداء کړئ تر څو تايید کړئ چی موټر مو جوړ کړی او د دوی په معیار پوره دی.

 

د موټر د چلولو د جواز فیس

تاسی باید د موټر چلولو د جواز لپاره پیسی ورکړئ او د اړتیا په صورت کی د موټر چلولو ښوونځئ ته هم پیسی ورکړئ تر څو موټر در زده کړي. د موټر جواز د هر ایالت په پرتله توپیر لري اما عموما له ۴ کلو تر ۸ کلو پوری د اعتبار وړ وي او چی کله یی تاریخ تیریږي نو باید د فیس ادا‌ء کولو وروسته نوی شي. په ټولو ایالتونو کی د موټر د جواز اخیستلو لومړنئ لګښت ۵۰ ډالره دی.

 

د موټر ټم ځای/ پارکینګ

ممکن په ځینو وختونو کی تاسی باید د پارکینګ پیسی ورکړئ. که چیری تاسی په غیر قانوني توګه موټر ودروئ، نو شاید تاسی جریمه شئ چی باید فیس یی ورکړئ. ځینی اپارتمانونه هم د موټرو د تم کولو فیس اخلي.

 

د موټرو د عبور فیسونه

د متحده ایالاتو په ډیری برخو کی، تاسی باید پر سړک د چلولو او پل استعمالولو لپاره فیس ورکړئ. همدا رنګه ځینی ښارونه د دی لپاره چی د موټر تګ راتګ او د هوا ککړتیا کنټرول کړي، د (بیروبار کمولو) فیس وضع کولو لپاره وړاندیز کړی.

 

د موټر د څښتن کیدلو مالیه

په متحده ایالاتو کی شاوخوا نیمایی ایالتونه اوس ستاسی د موټر د ارزښت پر اساس مالیه اخلي. که چیری تاسی په داسی ایالت کی اوسئ چیری چی د موټرو پر درلودلو مالیه لګیدلی وي نو عموما د ۲۵۰۰۰ ډالرو موټر درلودلو پر سر شاید ۲۵ ډالر مالیه وي، لکه مثلا په لویزنیا ایالت اما شاید د ویرجنیا ایالت په څیر د کال ۱۰۲۳ ډالره دی.

 

په یاد ولرئ

د قاعدی په توګه، تاسی باید د خپل کورنۍ عاید په پرتله له ۱۵ سلنه نیولي تر ۲۰ سلنه زیات د موټر پر اخیستلو مصرف نه کړئ. که امکان یی وي نو داسی ځای کی میشت شئ چیری چی عامه ترانسپورت شتون ولري او په دوهم انتخاب کی ډیر کم موټر کرایه کړئ،او یا هم موټر شریک کړئ. په همدی ډول بایسیکل چلولو انتخاب ولرئ، په پښو ولاړ شئ تر څو د لوړ مالي مسؤلیت څخه وژغورل شئ او د لږ فشار لاندی ژوند وکړئ.