ریزیومی ستاسی د مهارتونو، زده کړی، او کاری تجربی یوه پاڼه لنډیز ته وایی. تاسی به خپله ریزیومی ګومارونکی ته وړاندی کوئ نو ځکه باید د ریزیومی په جوړلو، بیا ځلی کتلو، ایډیټ کولو، او په بشپړولو یی وخت تیر کړئ تر څو د نورو کاندیدانو تر منځ ښه وځلیږئ.

یوه پیاوړی ریزیومی د ښی دندی لپاره اړینه ده. ځان مه تیرباسئ بلکه ښه کار پری وکړئ. ډیر ځلی ګومارونکي د یوی دندی لپاره په سلهاو ریزومی تر لاسه کوي، او وخت نه لري چی توجه سره هره ریزیومی لغت پر لغت ولولي. دا په دی معنی چی په لنډو الفاظو کی یوه قوي ریزیومی جوړل مهمه ده.

ستاسی ریزیومی باید ستاسی او ستاسی د مهارتونو څخه په بهتره توګه نمایندګی وکړي. د ریزیومی د جوړولو په اړه لاندی ځینی لارښوونی شتون لري.

• ریزیومی مو لنډه، واقعی، او مثبته جوړه کړئ، او ټولی زده کړی، کاري سابقه، او لاس ته راوړنی مو په کی ولیکئ.
• ډاډ تر لاسه کړئ چی ریزیومی مو صحیح لیکل شوی او له چا څخه وغواړئ چی درته یی وګوري ځکه چی کیدای شي ستاسی یوه املایی تیروتنه، یوه نقطه غلطي، یا ګرامري تیروتنه د ګمارونکي توجه له لوستلو څخه بل لور ته واړوي.
• ریزیومی مو یو مخ ته محدوده کړئ.
• د پاڼي شاوخوا یو انچ حاشیه او د کرښو تر منځ خالي ځای پریږدئ ترڅو متن لوستل یی اسانه شي او لږ تر لږه د لیکلو فانټ مو د ۱۰ پر اندازه وکاورئ.
• هغه مهارتونه او وړتیاوی مو روښانه پکی کړئ چی د دندی لپاره مناسب دي

د ریزیومی یوه نمونه درسره لاندی وګورئ.

 

 

Screen_Shot_2022-09-14_at_3.51.01_PM.png