په متحده ایالاتو کی د خوراکي توکو د پیرودلو ځایونه کیدای شي یو له بله توپیر ولري. د دی لپاره چی په ارزانه بیه خوراکي توکی وپیرئ ممکن وخت بهتره وي چی هغه هټیو ته ورشئ چیری چی خوراکي توکی هم ارزانه وي او هم ښه کیفت ولري اګر که لیری هم وي.  ځینی وخت داسی هم کیدای شي چی تاسی ډیرو پلورنځیو ته ورشئ تر څو هغه توکی ومومۍ چی تاسی ورته اړتیا لرئ. که تاسی ځیرک تیلیفون لرئ یا هم کمپیوټر ته لاسرسی لرئ نو کولای شئ چی د  ګوکل په څیر د نقشی اپلیکیشن وکاروئ تر څو هغه ځایونه ومومئ چی خواړه پکی پلورل کیږي.  

 

 

  • سوپر مارکیټونه معمولا په ارزانه توګه د هر قسم خوراکي توکو لپاره غوره انتخاب دی. اونیز ارزانه توکی، کوپانونه د سوپر مارکیټونو پر ویبپاڼو، د تیلیفون پر ایپونو او د سوپر مارکیټونو په خبرپاڼو او فلایرو کی موندلای شئ. دا پلورنځای اکثرا تاخچی لري چی نړیوالی توکي په کی شتون لري چی ممکن د خپل هیواد دودیز خواړه هم پکی ومومئ.

 

  • د بکس پلورنځایونه خورا لوي پلورنځي دي چی خواړه پلوري او تقریبا هر څه چی تاسی ورته اړتیا لرئ په داسی دوکانونو کی شتون لري لکه د کور سامان، او کالي. تقریبا هر وخت داسی دوکانونو ته د عامه ګټو بسونه نه ځي چی شاید ستاسی تګ ورته هم ستونځمن وي. اما قیمتونه یی شاید تر ټول غوره وي. والمارټ او ټارګیټ د بکس د پلورنځیو یو له هغو مثالونه څخه دي چی خوراکي توکی پلوري.

 

  • د کونج پلورنځئ او کوچني دوکانونه په ګاونډ کی هغه ځنځیري دوکانونه دی چی د اړتیا مواد پلوري مګر عموما نرخونه یی پورته وي ځکه چی دوی ته رسیدل اسانه وي او کله کله ۲۴ ساعته یی دروازي د مشتریانو پر مخ خلاصی وي. د کونج دوکانونه شاید په هغه صورت کی ګټور وي کله چی تاسی یو څو توکو ته اړتیا لرئ او یا هم د پخلي لپاره مرچ او مسالی ته اړتیا لرئ اما تاسی داسی دوکانونه باید د ورځنۍ خریدارئ لپاره استعمال نه کړئ.

 

  • ځانګړي پلورنځي خواړه پلوري چی ډیری وختونه د ځانګړو هیوادونو، کلتورونو او خاصو خوړو پوری تړلی وي. تاسی شاید داسی خاص دوکانونه خپلی سیمی ته نږدی ومومۍ چی داسی توکی پلوري چی پیدا کول یی ګران وي او کیدای شي چی داسی ریسیپیانی هم پکی ومومۍ چی ستاسی د هیواد له مشهور خواړو څخه وي. ځینی نور خاص دوکانونه خاص خوراکي مواد خرڅوي لکه پنیر، مساله جات، ماهي، غوښه، او خواږه.

 

  • د کروندګرو مارکیټونه په ښارونو یا ښارګوټو کی ټاکل شوي ساحي لري چیری چی کروندګر تازه میوی او سبزیجات پلوري. دا بازارونه په هغه فصلونو کی چی ترکاري وده کوي عموما د اونۍ په دوران کی په خاصو ورځو کی خلاص وي. په ځینو ګرمو اقلیمونو کی د بزګرانو بازارونه د کال په اوږدو کی خلاص وي. که څه هم ځینی وختونه لږ ګران هم وي، داسی مارکیټونو د صحي ، تازه سیمیزو خوراکي توکو لپاره خورا مهم دي. تاسی کولای شئ چی انلاین یا هم د ګاونډ له غړو د بزګرانو د مارکیټ په اړه وپوښتۍ چی کیدای شي ستاسی په ګاونډ کی فعالیت ولري.

 

په یاد ولرئ: دا تل ښه ده چی په ټولنه کی مو د خوراکي توکو د پیرود لپاره د فرصتونو څخه خبر اوسئ. دا زده کړه تاسی ته ستاسی پیسی سپمولی شي او هم کولای شئ چی په لوړ کیفیت خواړه واخلئ. د خپل کیس ورکر سره مو مشوره وکړئ او دخپلی بودیجی او پرهیز مطابق تری د نږدی دوکانونو او مارکیټونو په اړه وپوښتۍ.