انتخابي خدمت څه ته وایی؟

 

د منتخب خدماتو سیستم یو داسې پروګرام دي کوم چی تضمینوي د متحده ایالاتو اردو کولای شي چي د ملي بیړني حالت په صورت کی ژر تر ژره یوه پوځي مسوده په کار واچوي. دم مهال، په متحده ایالاتو کی هیڅ ډول جبري پوځي مسوده شتون نه لري، او نظامي خدمت رضاکارانه دی. د انتخابي خدماتو سره نوم ثبتول (کوم چي د متحده ایالاتو د دفاع وزارت برخه نه ده) په دې مانا نه ده چي تاسې به نظامي خدماتو لپاره لاسلیک کوئ. دا د هغو اشخاصو په رسمي ډیټابیس کي نوم اضافه کوي چې د احتمالي شمولیت لپاره وړ دي.

 

ایا کډوال هم باید نوم لیکنه وکړي؟

 

د لږو اسیتثناءاتو سره، د قانون له مخط د ۱۸ او ۲۵ کلونو تر منځ نارینه کډوال باید متحده ایالاتو ته له رسیدو ورسته په ۳۰ ورځو کې دننه د منتخب خدماتو سیستم سره خپل نوم ثبت کړي. په دې کي هغه کډوال شامل دي چي تابعیت یی اخیستی وي، پارولیان، بی اسنادو کډوال، ګرین کارت لرونکي، کډوال او ټول هغه نارینه شامل دي چی ویزی یی له ۳۰ ورځو څخه زیاتی وي. نارینه باید د ۱۸ کلنۍ څخه وروسته په ۳۰ ورځو کې راجستر شي. او ناوخته راجستر کول تر ۲۶ کلنۍ پوری منل کیږي.

 

یادونه:

د منتخب خدماتو سیستم هیڅ ډول معلومات نه راټولوي او نه یی شریکوي تر څو د یو کس د کډوالۍ وضعیت معلوم کړي او یا هم اسناد لرونکي یا بی اسناده اشخاص په ګوته کړي.

 

زه څنګه نوم لیکنه وکړم؟

 

د منتخب خدماتو سیستم سره نوم لیکنه اسانه ده او هم ژر کیدای شي.

تاسې کولای شئ چی د https://www.sss.gov سره آنلاین نوم لیکنه وکړئ. تاسو کولی شئ لاندې لینک ته هم لاړ شئ، فورمه ډکه کړئ، چاپ یې کړئ او لاندې آدرس ته یې واستوئ:

https://www.sss.gov/wp-content/uploads/2022/03/Form-1-Resized-3.22.pdf

 

Selective Service System
P.O. Box 94739
Palatine, IL 60094-4739

 

کله چي مو آدرس ته تغییر ورکړ باید په ۱۰ ورځو کې دننه د آدرس د تغییر په اړه مو منتخب خدماتو سیستم ته خبر ورکړئ تر څو چی تاسی ۲۶ کلن شئ او جنوري نیټه راورسیږي. کله چی د نارینه و عمر له ۲۶ واوړي نو بیا د آدرس د تغییر په اړه منتخب خدماتو سیستم ته د خبر ورکولو اړتیا نشته.

تاسې کولای شئ چي خپل نوم مو بدون د سوشیل سیکیوریټي ثبت کړئ. کله چی نوم مو ثبت کړ او وروسته مو سوشیل سیکیوریټي تر لاسه کړه او یا هم په معلوماتو کې مو تغییر راوړل شو نو د مرستې لپاره ۶۸۸۸-۶۸۸-۸۴۷ شمیری ته زنګ ووهئ.

 

که نوم لیکنه ونه کړئ نو څه به پیښ شي؟

 

د منتخب خدماتو سیستم سره ثبت نام نه کول جرم ګڼل کیږي او ممکن ستاسې د تابعیت پر غوښتنلیک جدي اغیزه ولري. هغوی چی ثبت نام ونه کړي ممکن په آینده کي د لاندې ګټو څخه بی برخې شي:

 

  • د متحده ایالاتو په ۳۱ ایالتونو کې د زده کړو لپاره پور او د مرستې پروګرامونه
  • د فدرالي دندو لپاره روزنه چی د کاري ځواک نوښت او فرصت قانون له مخې وړاندی کیږي (پخوا د کاري ځواک پانګوونې په نوم یادیده).
  • فدرالي (او ډیری ایالتی او سیمییزې) دندې.
  • کډوالو لپاره د متحده ایالاتو د تابعیت پروسه د ۵ کالو لپاره ځنډیدل