اجاره یا کرایه کول هغه تړون ته ویل کیږي چي ستاسې او د ملکیت د خاوند تر منځ پرې موافقه کیږي. مخکې له دی چي یی لاسلیک کړئ دا مهمه ده چي په واضح ډول پوه شئ چي ستاسې په اجاره کي څه لیکل شوي، او د اوسیدلو پر مهال مو حقونه او مسؤلیتونه څه دي.د اجاری په ژبه کي تاسې ته کرایه کوونکي یا Tenant وایي او هغه څوک چي تاسې ته کور درکوي هغه ته د کور مالک یا Landlord وایي:

 

د کرایی موده

 

د کرایی اسناد به تاسې ته په مشخصه توګه ووایي چي تاسې په اپارتمان یا کور کي د څومره مودې لپاره ژوند کولای شئ. عموما، د اجارې موده یو کال ده. ستاسې د کرایی اسناد به تاسې ته د کډی کولو نیټه او وتلو نیټه مشخصه کړي. د کور کرایه کولو په یو کلن قرارداد کي تاسې باید د ۱۲ میاشتو لپاره هره میاشت کرایه ورکړئ. د کرایه کولو اسناد به تاسې ته مشخص کړي چی د کرایی د مودې پای ته له رسیدو څومره مخکې باید د کور مالک خبر کړئ چۍ تاسې وځئ یا هم د نوری مودې لپاره د تمدید غوښتنه لرئ. دا عموما د اجاری د پای ته له رسیدو ۳۰ څخه تر ۹۰ ورځو د مخه باید تر سره شي. که تاسې د قرارداد د پوره کیدو د مخه کور ترک کول غواړئ نو ممکن جریمه ورکړئ ا ویا هم د ټولو پاتی میاشتو کرایه ورکړئ. که تاسې د اجارې نوي کول غواړئ نو کیدای شي چي ستاسې کرایه تر بل قرارداد پوری پورته شي. د پیسو مقدار به ستاسې د کور د مالک پوری اړه ولري او یا هم د هغو سیمو د لایحو او د کور د مالک دواړو پورې اړه چیری چي تاسې کور کرایه کوئ.

 

کرایه

 

د کرایی اسناد به د کرایی د قواعدو په اړه معلومات ولري، او هم به څرګنده کړي چي د هری میاشتې کرایه ورکولو موعد، او د کرایې د تاخیر په صورت کي تاسې باید څومره جریمه شئ.

 

دتضمین پیسې ورکول (پیشکي) او لومړئ او وروستی کرایه

 

د تضمین پیسې یا پیشکي هغه پیسو ته ویل کیږي چی د کور د مالک لخوا په بانک کی ساتل کیږي چی د کور پریښودلو وروسته په داسی حال کی چی کور پاک وي او خراب شوي نه وي بیرته کرایه ورکوونکي ته ورکول کیږي. د کرایی اسناد به تاسی ته د پیشکي مقدار مشخص کړي کوم چی ډیری وختونه د یوی میاشتی د کرایی اندازه وي او ځینی وختونه د کرایی څخه ډیره وي. کله مو چی قرار داد پای ته ورسیږي، د کور مالک به د کور څخه کتنه وکړي او که کور کی کوم شی خراب شوی وي نو د هغی د مصرف پیسې به ستاسې د پیشکي څخه وګرځوي او باقي پیسې به بیرته درکړي. تاسی ته سپارښتنه کیږي چي کورته د ننوتلو پر مهال او کور څخه د وتلو پر مهال ټول معلومات درسره مستند وساتئ، د کور عکسونه وباسئ او حالت یی عکاسي کړئ. د پیشکي برسیره تاسی ډیر کله باید د لومړئ او وروستئ میاشتې کرایه هم مخکې له مخکې ورکړئ.

 

په کورکی د اوسیدونکو افرادو شمیر

 

ستاسې د کرایی اسناد شاید تاسې ته په کور کی د اوسیدونکو افرادو د محدودیت په اړه هم ووايي. د اوسیدلو پر مهال د اوسیدونکو اندازه باید له هغې ډیره نه وي چي تاسې ته په قرار داد کي لیکل شوي.

 

برق، غاز او اوبه

 

ستاسیې د کرایی اسناد به په مشخص ډول تاسې ته ووایي چي د کومو مصارفو ورکولو مسؤلیت لرئ لکه برق، غاز، اوبه او داسی نور. په ځینو کرایي کورونو کې شاید یو یا نور یې په کرایه کي شامل وي. په ځینو نورو وختونو کې شاید تاسې څخه د ټولو مصارفو د ورکولو غوښتنه وشي. دا خورا مهمه ده چي پر دی پوه شئ چي څنګه ستاسې د کرایي کور ګرمیږي او یخیږي او څومره پیسې ممکن تاسې د دې مصارف ولرئ. پخوانی کرایه دار، یا د کور مالک یا هم د برق او غاز کمپنیانې شاید تاسې ته یی د هرې میاشتی په اوسط ډول د مصرف اندازه ووایی.

 

نور مصارف

 

کله کله ستاسې د کرایي اسناد شاید واضحه کړي چي تاسې د نورو مصارفو کوم مسؤلیتونه لرئ، د بیلګی په توګه، ګاربیج، اوبه، د واورو لری کول، او د چمن ریبل. داسې مصارف دومره مروج نه دي خو بیا هم که غوښتنه یی کیږي نو دا ټول باید د قرار داد په اسنادو کی لیکل شوي وي.

 

قواعد

 

قواعد په قرار داد کی لیکل شوي مقرراتو ته وایی خصوصا هغه ځانګړي مقررات چی د کور مالک یی د کرایه کوونکي څخه د تعقیب تمه لري. په دی کي شاید عام مسؤلیتونه شامل وي لکه د کور د ساحو پاک ساتل، ډیر شور نه کول، د انرژي زخیره کول، د څارویو نه ساتل، په اپارتمان کي تغیرات نه راوستل، بل چا ته په کرایه نه ورکول، او یا هم پر چت د تلویزیون د انتن نه نصبول. دا خورا مهمه ده چي تاسې د قرارداد ټولې پاڼیې ولولئ او ځان پری پوه کړئ چي د څه اجازه لرئ او د څه اجازه نه لرئ او که تاسې د ټولو غوښتنو سره موافقه وکړئ نو تاسی به اجازه ولرئ چی په کرایه کور کي و اوسیږئ.