سره له دی چی شاید تاسی په لنډمهاله کور کی هستوګن یاست، بیا هم ډیره مهمه ده چی کوچنیان مو په مکتب کی ژر شامل کړئ تر څو د ښوونځۍ د مهالویش مطابق خپلی زده کړی وکړي او په درسونو کی وروسته پاتی نشي.

برسیره پر دي، د کوچنیانو په ښوونځۍ کی پر وخت شاملول د قانون له مخی اړین دي او هر ایالت په دی اړه ځانګړي قوانین لري خو عموما نوی ټولنی ته د رارسیدو سره سم په ۳۰ ورځو کی باید کوچنیان مو ښوونځۍ ته ولیږۍ.

د کوچنیانو په ښوونځۍ کی پر وخت شاملول ستاسی کورنۍ او ستاسی کوچنیانو ته ډیری فایدی لري چی ځینی یی په لاندی ډول دي:
• ښوونځۍ د کوچنیانو له زده کړو، پرمختګ او هوساینی سره مرسته کوي.
• په زده کړو کی فاصله کمول او د کوچنیانو لږه غیر حاضري د ماشوم سره د اکاډمیک له پلوه ډیره مرسته کوي.
• په امریکا کی د مکتبونو سیستم وړیا خدمات وړاندی کوي، چی په هغی کی د غرمی وړیا ډوډۍ، او نورو اجتماعي خدمتونو ته لاسرسی شامل دي.
• که چیری تاسی په لنډمهاله هستونګنځای کی یاست او کوچنیان مو ښوونځې کی شامل کړل، وروسته مو دایمی هستوګنځای ته کډه وکړه، ستاسی کوچنیان کولای شي چی په همغه ښوونځۍ کی پاتی شي او یا هم مو کور ته نږدی بلی ښوونځۍ ته ولاړ شي. د ښوونځۍ بس به یی انتقال پر غاړه لري.
• کله مو چی کوچنیان په ښوونځۍ کی وي تاسی به هم وخت ولرئ چی کار پیدا کړئ، په ټولنه کی بلد شئ، او تاسي لپاره ځانګړي شوي خدماتو پسې وګرځئ.