آیا خبر یاست چي ستاسې په نوې ټولنه کی عامه کتابتونونه شتون لري چي ډیرو وړیا سرچینو ته لاسرسی لري چی تاسې یی استعمالولای شئ؟ لاندې د هغو سرچینو لیست دی چي ستاسې په سیمه کي یی کتابتون وړاندی کوي.

 

۱. وړیا کتابونه: د مختلفو کتابونو لویه ټولګه لري، چی ډیر کله مختلفو ژبو ته ژباړل شوي هم وي او تاسې یی کولای شئ چي په پور کور ته یوسئ.

 

۲. د مطالعې ساحه: دلته میزونه او ځایونه هم شته چي هر څوک یی کارولای شي او خاموشه هم دي.

 

۳. انټرنیټ: کتابتونونه وایفای او کمپیوټرونه چي انټرنیټ سره وصل دي لري چی هر څوک یی په وړیا ډول کارولای شي.

 

۴. ډي وي ډي، سي ډي، صوتي کتابونه او آنلاین رسنۍ: کتابتونونه د کتابونو تر څنګ نورې سرچینې هم لري چي په وړیا ډول یی په پور اخیستلای شئ.

 

۵. ټولګي او لیکچرونه: ډیری کتابتونونه د هر عمر لپاره وړیا ټولګي وړاندی کوي، چي په کي د انګلیسي ژبې ټولګی، انځورګري، او د لیکوالانو سره ناسته شامله ده.

 

۶. کتابتونونه کولای شي چي تاسې سره د نورو پوهنیزو سرچینو په موندلو کي هم مرسته وکړي.

 

۷. تاسې کولای شئ چي د خپلې ټولنې غړو سره د لیدنو او غونډو لپاره هم د مخه ځایونه ونیسئ