په ۲۰۲۲ کال کې په متحده ایالاتو کې د اور وژنې سیمیزو څانګو شاوخوا ۱.۵ میلیون د اور لګېدنې پېښو ته ځواب ویلي.

 په کور کی مو د اور څخه د مخنیوي او خوندیتوب لاندې لارښوونې تعقیب کړئ او خپل او د کورنۍ ژوند مو وژغورئ. 

 

  • ډاډ تر لاسه کړئ چي د لوګي د موندلو اخطاریه یا الارمونه مود زیر زمیني په شمول د کور په هر منزل کي باید نصب وي. په هر ایالت کي د لوګي د الارم نصبولو په اړه سیمییز قوانین توپیر لري، اما عمومأ ټول ایالتي قوانین دا ښیئ چی الارمونه باید د کوټو څخه بهر په صالون، زینه، زیر زمینی او دالانونو کې نصب وي. ځینې سیمییز قوانین د خوب په هره کوټه کي هم د لوګي موندلو آله نصبول حتمي ګڼي. که تاسې کور په کرایه کوئ، نو د کور مالک مو باید د لوګي موندلو آله د قوانینو مطابق نصب کړي. که تاسې په خپل ایالت کي د داسې آلو په اړه پوښتنې لرئ نو موږ ته پیغام راولیږئ.
  • هره میاشت د لوګي د موندلو آله و ازموئ او د اړتیا په صورت کي نوي بیټرۍ په کی واچوئ. که تاسې کور کرایه کړی وي، او پوه شئ چي د لوګي د موندلو آله کار نه کوي نو ژر د کور مالک سره اړیکه ونیسئ.
  • د خپلې کورنۍ سره کښینئ او د اور لګیدنې په صورت کي د تیښتې پر پلان کار وکړئ. ډاډ تر لاسه کړئ چي د کور هر فرد د هرې خونې څخه لږ تر لږه دوه بی خنډه (د کړکیو په شمول) د وتلو په لارو چارو پوه وي. په همدی توګه باید په بهر کی د یو ځای کیدلو په اړه ځای هم معلوم کړئ. تاسی او کورنۍ مو په کال کي دوه ځله د تیښتې پلار تمرین کړئ.
  • خپل پخلنځئ پاک وساتئ او د پخلي کولو پر مهال تل ځیرک اوسئ. د پخلي حادثي په متحده ایالاتو کې په کورونو کي د اور لګیدنې لوی لامل دي.
  • د اور وژنې وسایل وپیرئ او پخلنځي ته یې نږدی وساتئ او د کوچنیانو د لاسرسي څخه یې لیرې وساتئ.
  • د سیګریټ څکلو په وخت کي ډیر محتاط اوسئ او تل پری نظر ساتئ. په شمالي امریکا کي د سیګریټ څکلو پر مهال احتیاط نه کول د اور لګیدنې لوی لامل دي.
  • کوچني منقلونه او نور د ګرمولو آلې د سوځیدونکي توکو څخه درې فټه لیرې وساتئ. مخکې له دې چي بستر ته ولاړ شئ یا هم کله چي تاسې په خونه کي نه یاست نو منقلونه او د ګرمولو الی مو بندې کړئ. په متحده ایالاتو کې د کورونو د اور لګیدنې دوهم لامل د تودوخې الې یادې شوي.
  • د شمعې او خوشبو په لګولو کي ډیر محتاط اوسئ او کله چي نږدې ورته نه یاست هیڅکله یې لګیدلې مه پریږدئ.
  • که چیرې یوه بریښنایي توکه لوګي کوي یا غیر معمولي بوی لري، نو سمدستي یې خلاص کړئ او د بیا کارولو د مخه یې جوړه کړئ یا یې ایسته واچوئ. داسې وسیله مه کاروئ چي ماته شوی وي یا د بریښنا تارونه یې لوڅ وي. په هر برقي سویچ کی یواځې یوه برقي آله استعمال کړئ. د برق کیبلونه د قالینو لاندې مه تیروئ.
  • که تاسې د کالیو وچولو ماشین لرئ د هوا کش پایپ یې پاک وساتئ ځکه چي کیدای شي چي اور واخلي.
  • سوځیدونکي شیان په خوندي ځای کي وساتئ او د هغو آلو څخه یې لیرې وساتئ چي ګرمیږي.
  • لایټر او اورلګیت له کوچنیانو څخه لیرې وساتئ.