د سوشیل سیکیوریټي شمیره یوه ځانګړی د نهه اعدادو شمیره ده چی د متحده ایالاتو لخوا صادریږي چی په عمومي ډول د دولت لخوا د افرادو د عایداتو او مالیاتو د تعقیبولو په موخه کارول کیږي. د متحده ایالاتو ټول اتباع، ګرین کارت لرونکي، او غیر اتباع چی په متحده ایالاتو کی کار کوي باید د سوشیل سیکیوریټي شمیره ولري. کله چی دنده پیل کوئ نو تاسې به د سوشیل سیکیوریټي شمیری ته اړتیا ولرئ. په همدی ډول که غواړئ چي پور واخلئ، کریډیټ کارت ته غوښتنه وکړئ او یا مو د کریدت سابقه جوړه کړئ او یا هم کور په کرایه ونیسئ نو باید د سوشیل سیکیوریټي شمیره ولرئ.

 

که چیری تاسې د بشردوستانه کیسونو له لاری پارولیان شوي یاست یا مو هم د مؤقت محافظت حالت تر لاسه کړي وي او غواړئ چی د کارکولو اجازې سند ته د I-765 د فورمی په واسطه اپلای وکړئ، نو باید سوشیل سیکیوریټی ته هم اپلای وکړئ چی په همدی فورمه کی د دوهم پارټ (13a-17.b) برخې باید ډکی کړئ. کله چی د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو یا (USCIS) اداره مو اپلیکشن ومني، نو تاسې به دوه اسنادونه تر لاسه کړئ: یو به مو د کار د اجازی سند وي چی(EAD) او هم ورته “USCIS I-766 کارت” یا “د کار کولو اجازه” وایی تر لاسه کړئ. یو بل پاکټ به هم تر لاسه کړئ چی په هغی کی به ستاسې سوشیل سیکیوریټي کارت وي چي ستاسې نوم او د سوشیل سیکیوریټي نمره به پری لیکل شوی وي.

 

که چیری تاسې د I-485 فورمه له لارې ګرین کارت ته اپلای کوئ نو سر له ۲۰۲۱ کال اګست ۲۱ څخه د تابعیت او کډوالۍ خدمتونو اداره به ستاسې په اړه معلومات په اټومات ډول سوشیل سیکیوریټي دفترته ولیږدوي. کله چی سوشیل سیکیوریټي دفتر ستاسې په اړه معلومات تر لاسه کړي نو تاسې ته به د سوشیل سیکیوریټي نمره، یا هم بدیل کارت یی درکړي. د کډوالۍ د دفتر او د سوشیل سیکیوریتي دفتر تر منځ دا همکاري به ستاسې د I-485 پر فیس اغیز نه لري.

 

مهمه ده چی د سوشیل سیکیوریټي نمره مو خوندي وساتئ. که غله او درغلچیان ورته لاسرسی پیدا کړي نو کولای شي چی په غیر قانوني ډول ستاسې پر نوم ګټی او پورونو لپاره غوښتنه وکړي یا یی په نورو جرمونو کی استعمال کړي. یواځی په داسې صورت کي یی له ځانه سره واخلئ کله مو چی ورته اړتیا وه، کنه نو په کور کي یی خونډي وساتئ. تاسې باید هر هغه اسناد چي ستاسې سوشیل سیکیوریټي نمبر ولري خوندي وساتئ او هر هغه بریښنایی سندونه چي ستاسې سوشیل سیکیوریټي شمیره لري هم یی خونډي کړئ.

 

که څه هم هر څوک کولای شي چې د سوشیل سیکیوریټی نمره مو درڅخه وغواړي، اما عمومأ تاسې یی یواځی د کار ګومارونکي، دولتي اداری یا بانک ته ورکړئ که چیری ستاسې د پور، نغدي حساب یا د سپما حساب یا هم د کارت اخیستلو لپاره یی درڅخه وغواړي.