د ۲۰۲۲ کال د نومبر له ۲۱ نیټي څخه را پدیخوا هغه افغان کډوال چی د متحدینو د ښه راغلاست عملیات (OAW) په نتیجه کی پارول شوي وي او ځینی نور افغانان چی د دوامداره ښه راغلاست عملیات (OEW) په نتیجه کی متحده ایالات ته راغلي وي، دوی د را رسیدو سره سم کولای شي چی کار وکړي او ورسره د کار کولو اجازی سند (EAD) ته هم انتظار وباسي.

 

د پالیسۍ دغه تازه معلومات هغو افغان پارولیانو لپاره پلي کیږي د چا چی د I-94 سند د تګ او راتللو موده تاریخ اوښتی نه وي او د شاملیدو ګروپ یی “OAR” نښه ولري او د هغوی د پارول موده پای ته نه وی رسیدلی. که تاسی د 2502(b) برخه, P.L. No. 117-43 مطابق یو افغان پارولي یاست او پر I-94 سند مو “OAR” نه وي لیکل شوی، نو مهرباني وکړئ د ګمرکونو او سرحدونو محافظت اداره یا CBP سره پر دغه ایمیل  oawi94adjustments@cbp.dhs.gov اړیکه ونیسئ تر څو یی په کټګورۍ کی د شاملیدو په اړه خبر کړئ.

 

په داسی حال کی چی تاسی سمدلاسه کار کولای شئ، اما خپل کار ته په قانوني توګه دوام ورکولو لپاره باید د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدماتو (USCIS) ته د I-765 فورمه چی د کار کولو د اجازی سند په اړه ده ډکه کړئ او ور وی لیږئ. که ستاسی اپلیکیشن ومنل شو نو تاسی ته به د کار کولو د جواز سند (EAD) درکړل شي. که تاسی د مخه EAD لرئ نو تاسی هیڅ څه ته اړتیا نه لرئ.

 

 د کار کولو د جواز سند یا EAD لپاره څنګه غوښتنلیک واستوم:

 

د کار د اجازی سند لپاره چی درخواست ورکوئ نو د I-765 فورمه یا د پوست له لاری ولیږئ او یا هم آنلاین له لاری د USCIS پر پاڼه ورته غوښتنلیک ولیږئ. د دی لپاره چی انلاین فورمه ډکه کړئ نو my.uscis.gov ته ورشئ، آنلاین اکونټ خلاص کړئ او I-765 ولیږئ. د اکونټ خلاصول وړیا دي او په همدی ډول نور ډیر سهولتونه هم لري لکه د USCIS د مسؤلینو سره د خبرو کولو وړتیا. د ۲۰۲۲م کال د نومبر د میاشتی له ۲۱ څخه وروسته، د I-765 فورمې د پوستې لخوا په لیږلو هیڅ ډول فیس نشته او د ۲۰۲۲م کال د ډیسمبر له ۵ وروسته په انلاین بڼی د فورمې په لیږلو هم فیس نشته.

 

 

 په آنلاین بڼه غوښتنلیک لیږل:

 

 د کار د اجازی سند یا EAD تر لاسه کولو یا بدیل غوښتلو لپاره کله چی د I-765 فورمه ډکوئ نو د فیس د بښنی لپاره لاندې نقاط باید عملي کړئ:

  • د وړتیا د کټګورئ په برخه کی خپله د وړتیا کټګوري ولیکئ; 
  • د هغه کټګورۍ لپاره چی تاسې د هغې مطابق غوښتنلیک ورکوئ، د لیست څخه c(11) یعنی د افغانستان پارولي په نښه کړئ; 
  • د درخواست کولو لپاره خپل دلیل یا (د کار موندلو ابتدایی اجازی سند) یا (ورک شوی سند، غلا شوی یا خراب شوی سند، د کار کولو د اجازی سند اصلاح کول چی د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو د غلطۍ له امله نه دی) په توګه وټاکئ; 
  • د صفر ډالر فیس ورکولو لپاره خپل غوښتنلیک بیا وکتئ او وی ولیږئ.

 

  د پوسټ آفس له لاری غوښتنلیک لیږل:

 

د I-765 فورمه مو هغه آدرس ته ولیږئ چی د USCIS Lockbox Filing Locations Chart for Certain Family-Based Forms پر پاڼه کي ستاسې د موقعیت ته نږدی شتون لري. د I-765 فورمې ډکولو په اړه لاندې لارښوونې درسره عملي کړئ:

  • په لومړۍ برخه کی کله چی درڅخه د غوښتنلیک لیږلو د دلیل په اړه وپوښتل شي نو (1.a. د کار کولو ابتدایی اجازی سند) او یا هم (1.b د ورک شوی، غلا شوی یا خراب شوی کارت تعویض) په نښه کړئ .
  • په دوهمه برخه کی د زیږیدلو هیواد مو انتخاب کړئ یعنی افغانستان (19c پوښتنه) او یا هم د خپل تابعیت هیواد افغانستان انتخاب کړئ (18a او 18b پوښتنې).
  • په دوهمه برخه کی د ۲۷مه پوښتنه، ستاسی وړتیا په اړه د معلومات، په برخه کي (11) (c) ولیکئ. دا د پارولي لپاره د کټګوري لمبر ده. د نورو معلوماتو لپاره د Form I-765 پاڼه درسره وګورئ.
  • د I-94 فورمه یا پاسپورت یا بل کوم د سفر کولو سند مو ومومۍ چی ثابته کړي چی تاسی د متحده ایالاتو ته د بیړڼي بشري دلایلو یا هم د پام وړ عامه ګټو د دلایلو INA 212(d)(5) له مخی پارول شوي یاست. د I-94 فورمی تر لاسه کولو لپاره د ګمرکونو او سرحدونو محافظت د اداره Form I-94 webpage  پاڼی ته ورشئ.
        • که چیری تاسی پاسپورت نه لرئ، کولای شئ چی خپل د A- نمبر ولیکئ تر څو د انټرنیټ په لیکه د I-94 فورمه را وکاږئ کله چی تاسې “Get Most Recent I-94” ته ورشئ خپله د A-نمره مو د پاسپورټ په ځای کی ولیکئ او د صدور ځای په برخه کی USA ولیکئ.
  • کله چی فورمه دکوئ نو په غور سره یی ګورئ. که چیری لاندې برخو کی یی یو هم غلطي ولري نو فورمه مو نه قبلیږي.
        • لومړۍ برخه: د اپلیکیشن لیږلو دلیل
        • دوهمه برخه: د کورنۍ نوم
        • دوهمه برخه: د تولد تاریخ
        • دوهمه برخه : ادرس
        • دوهمه برخه: د وړتیا کټګوري
        • دریمه برخه: امضاء
  • د I-765 فورمه سره د I-94 فورمي کاپي، یا پاسپورت کاپي، یا هم د سفر بل اسناد، ورولیږئ.

 

د دندی په اړه معلومات کله چی د کار کولو د اجازی سند ته منتظر یاست:

 

کله چی د دندی لپاره غوښتنه کوئ، نو ګومارونکي لپاره مهمه ده چی ستاسی I-9 فورمه ډکه شي چی د کار د وړتیا د تصدیق په اړه ده. د I-9 فورمه کی د اسنادو لیست شامل دی ځکه چی هغه افراد چی کار کول غواړي تصدیق یی وشي چی دوی د کار کولو لپاره وړ دي. د نویو مقرراتو له مخی، ستاسی د I-94 فورمه چی وخت یی نه وي تیر شوی د کار پیلیدو څخه ۹۰ ورځو پوری د کار د اجازی په توګه د سند حیثیت لري. هغه کسان چی د I-94 فورمه یی متحده ایالاتو ته د پارول کیدو په وخت کی تر لاسه کړي وي د کاپي لرلو لپاره کولای شي چی د متحده ایالاتو د سرحدونو او ګمرکونو محافظت (CBP) Form I-94 website پاڼی ته ورشي او خپله کاپي تر لاسه کړي.

 

وروسته له دی چی د کار کولو موده مو له ۹۰ ورځو واوښته، پارولیان باید I-765 تاریخ نه اوښتی فورمه، د کار کولو د اجازی سند، یا د سوشل سیکیوریټي کارت او د لیست B پیژندنی سندوړاندی کړي (د بیلګی په توګه د دولت لخوا ورکړل شوی کارت یا د موټر چلولو جواز). د USCIS اداره د اضافي لارښوونی ګومارونکو ته وړاندی کوي تر څو پوه وي چی I-9 فورمه څنګه ډکیږي.

 

په یاد ولرئ چی د سوشیل سیکیوریټی کارت چی د کار کولو اجازی محدودیت نلري افغان پارولیانو ته او هغو کډوالو ته چی د دایمی هستوګن په توکه متحده ایالاتو ته نه شاملیږي نه ورکول کیږي. د سوشل سیکیوریټی د اداری دغه ویبپاڼه درسره وګورئ تر څو په اړه یی نور معلومات تر لاسه کړئ https://www.ssa.gov/ssnumber/cards.htm.

 

که چیری ستاسی د کار ګمارونکی بیا هم له تاسی څخه د کار کولو د اجازی سند غواړي نو تاسی یا پارولیان کولای شئ چی هغوی د دغه پالیسئ په اړه خبر کړئ او یا هم د USCIS لاندی لینک ور ولیږئ تر څو د بدلون په اړه پخپله خبر شي https://www.e-verify.gov/about-e-verify/whats-new/certain-afghan-and-ukrainian-parolees-are-employment-authorized-incident.

 

که چیری ګمارونکی بیا هم ستاسی نور اسناد د بدیل په توګه نه مني نو تاسی کولای شئ چی د کډوالۍ او دندی د حقوقو برخی (IER) https://www.justice.gov/crt/immigrant-and-employee-rights-section ته چی د کارګرانو لپاره مختص شوي په وړیا ډول زنګ وروهئ. د خبرې کولو لپاره ۷۶۸۸-۲۵۵-۸۰۰-۱ شمیره ته زنګ ووهئ او که د اوریدلو یا خبرې کولو ستونزه لرئ نو ۲۵۱۵-۲۳۷-۸۰۰-۱ شمیرې سره په اړیکه شئ. د IER ډله د هغو کارګرو سره مرسته کوي چی ګمارونکي یی د کار کولو د ا جازی بدیل اسناد نه مني. دوی کولای شي چی ګمارونکو ته زنګ ووهي او پروسه ورته تشریح کړي. په همدی ډول که تاسی ژباړونکي ته اړتیا لرئ نو ژباړونکي هم شتون لري.    

 

د نورو معلوماتو لپاره لاندې لینک درسره کلیک کړئ: https://www.uscis.gov/humanitarian/information-for-afghan-nationals