که چیری تاسې متحده ایالاتو ته د پارول په حیث راغلي یاست، نو هر ځل چي کډه کوئ باید په ۱۰ ورځو کې دننه د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ د خدماتو دفتر (USCIS) د خپل ادرس د تغیر په اړه خبر کړئ که څه هم د کډه کولو موقعیت مو مؤقت وي. د خپل ادرس په اړه د (USCIS) دفتر خبرول لازمې دي او ستاسې د پارول یو له شرایطو څخه هم دي. اکثره خلک خپل ادرس په آنلاین بڼه په دوو طریقو بدلولای شي:

 

۱. که چیری تاسی د USCIS آنلاین اکونټ لرئ

 

د USCIS online account ته داخل شئ او دخپل زوړ ادرس پر ځای خپل نوې ادرس ولیکئ.

 

۲. که چیری د USCIS آنلاین اکونټ نه لرئ

 

که چیری آنلاین اکونټ نه لرئ نو د AR-11 فورمه په واسطه چي د غیر تبعه د ادرس تغیر پر پاڼه شتون لري خپل ادرس تغیر کړئ: https://egov.uscis.gov/coa/displayCOAForm.do.

 

لومړی انتخاب - که چیری تاسې د کډوالۍ په ارتباط فورمه ډکه او لیږلي وي، او یا هم عریضه مو ورسره شتون ولري، او تر اوسه مو د هغوی د تصمیم په اړه کوم خط، کارت، یا سند نه وي تر لاسه کړی نو د YES باکس انتخاب کړئ. په آنلاین بڼه د AR-11 فورمه به مو د ټولو عریضو، غوښتنلیکونو او اپلیکیشنونو په اړه ادرس تازه کړي.

 

  • د پول ډاون له مینیو څخه اپلیکشن، عریضه، یا هم د غوښتنلیک شمیره، د سب ټایپ فورمه، د رسید شمیره، او د زیپ کوډ هغه شمیره ولیکۍ چی د اپلیکیشن ډکولو پر مهال مو استعمال کړی و.
  • خپل نوم او د زیږیدو نیټه مو ولیکئ.
  • پخوانی او نوی ادرس مو ولیکئ.
  • که چیری د بل چا په کور کي اوسئ، نو د C/O په باکس کي یې نوم ولیکئ. که چیری د خط لیږلو ادرس او نوی ادرس مو یو شي وي نو (Mailing address same as new address above) انتخاب کړئ او د CONFIRM بټن ووهئ. که چیری ادرس مو مؤقت وي نو (Enter Mailing Address When Different From New Address) درسره انتخاب کړئ. او ادرس مو پکی ولیکئ او CONFIRM تکمه ووهئ. په یاد ولرئ چي که چیری مو (Enter Mailing Address When Different From New Address) انتخاب کړي نو حتمأ کله چې تاسې په خپل نوي ادرس کې بریښنالیک ترلاسه کولای شئ د ادرس د تغیر فورمه بیا ډکه کړئ. کله چی دا ځل د ادرس تغیر فورمه ډکوئ نو د C/O په برخه کي هیڅ نوم مه لیکئ او (Mailing address same as new address above) درسره انتخاب کړئ.
  • ایمیل ادرس مو ولیکئ.
  • د هغه چا نوم په فورمه کي ولیکئ چی د فورمې په ډکولو کی یی درسره مرسته کړی.
  • د سیکیوریټي چک په برخه کي هغه توري ولیکئ چی تاسې یې ګورئ.
  • هغه بکس درسره انتخاب کړئ چي یې لیکلي وي: د دې الکترونیکي لاسلیک په منلو سره، غوښتونکی یا عریضه کوونکی، ولي یا سرپرست یي، یا قانوني استازی یي تصدیق کوي چې ټول ورکړل شوي معلومات ریښتیني او سم دي.
  • د سبمیټ یا Submit بټن درسره ووهئ.

 

دوهم انتخاب - که تاسو د مهاجرت اړوند کوم غوښتنلیک، عریضه یا د غوښتنې فورمې USCIS ته نه وي سپارلې، No بټن در سره ووهئ. پورتنی عین لارښوونه درسره تعقیب کړئ. خو له تاسې څخه به ستاسې د کیس د معلوماتو په اړه پوښتنه نه کیږي.

 

ضروري: د پوست آفس سره مو د ادرس بدلول د USCIS سره ادرس نه بدلوي. د متحده ایالاتو په میل یا پوست کې د مهم لیکونو او اسنادو د ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید د متحده ایالاتو پوستي خدماتو اداره یا USPS سره خپل ادرس بدل کړئ. تاسو دا آنلاین کولای شئ: https://moversguide.usps.com/mgo/disclaimer?referral=UMOVE.