نسخه څه ته وایي؟

که چیری ډاکټر مو د درملو خوړلو مشوره درکړي نو د درملو ډول او مقدار به یې د کاغذ پر یوه ټوټه لیکل شوی وي چي ورته نسخه ویل کیږي. د درملو تر لاسه کولو لپاره درملتون ته ورشئ چي ورته فارمیسی وایي او نسخه مو فارمیسیسټ ته وښایاست. کله کله به مو ډاکټر د خوښې فارمیسي په اړه درڅخه وپوښتي، ترڅو فارمیسي ته تیلیفون وکړي او یا هم ستاسې نسخه په بريښنایي لیک ورته ورواستوي.

 

فارمیسي چیری دي؟

په متحده ایالاتو کې په لویو ښارونو یا ښارګوټو کې ډیر فارمیسي یا درملتونونه شتون لري چي تاسې ورته د درمل لپاره خپله نسخه وروړای شئ. ځینې یې کوچنی سیمییز دوکانونه دي او ځینې نور یې بیا لوی لوی ځنځیري هټۍ دي لکه سي وي ایس (CVS)، والګرین (Walgreens) او رایټ ایډ (Rite Aid). په ځینو سوپر مارکیټونو کي هم تاسط فارمیسي موندلای شئ.

 

فارمیسي به کوم ډول معلومات له موږ څخه وپوښتي؟

فارمیسیسټ به د هغه چا د زیږیدنې ورځ هم وپوښتي د چا لپاره چي درمل وړئ، او هم به مو د ادرس او تیلیفون شمیرې په اړه پوښتنه وکړي. که تاسې د روغتیا بیمه لرئ نو شاید له تاسې وپوښتل شي چي د بیمې کارت مو ورته هم وښایاست. ستاسې د روغتیا بیمه کیدای شي چي د نسخې د یوې برخې یا د ټولې نسخې پیسې ورکړي. کله چي مو درمل اخلۍ نو باید هغه اندازه پیسې ورکړئ چي د بیمی لخوا پوښل شوی نه وي. له تاسې څخه شاید وغوښتل شي چي پر کمپیوټري تخته مو امضاء وکړئ تر څو درمل تر لاسه کړئ. که چیری خپل پوره نوم نشئ لیکلای نو په تخته باندی یوه نښه ایښودلای شئ.

 

مهمه ده چي فارمیسیټ مو فعاله شمیره ولري ځکه چي کله کله دوی باید د پوښتنې پر مهال درته زنګ ووهي او یا هم کله مو چي درمل چمتو وي یا نور وخت ته اړتیا وي نو باید تاسې ته خبر درکړي.

 

د بیا ځلی درمل اخیستل

کله مو چي درمل تر لاسه کوئ نو باید هغه لارښوونې تعقیب کړئ چي د درملو پر پوښ یا بوتل لیکل شوي وي. کیدای شي چي ډاکټر مو درته په دوامدار ډول د عین درملو اخیستلو لارښوونه وکړي چی هغه د ډاکټر پوری اړه لري چی د څومره وخت لپاره او په کوم نوعیت تاسې ته نسخه لیکي. ځیني نسخې اجازه ورکوي چي تاسې د درملو خلاصیدو وروسته (بیا ځلې عین درمل واخلئ) کله چي مو درمل خلاص شي او باید نور یې تر لاسه کړئ نو باید فارمیسي ته بیا ورشئ.

 

هغه لارښوونې چي تاسې سره د ستونځو سره په مقابله کي مرسته کوي.

 

زه نه پوهیږم چي درمل مي څنګه وخورم ځکه چي لارښوونه یې پر انګلیسي ژبه لیکل شوی.

 

په محدود ډول فارمیسی ژباړونکو ته د تیلیفون له لارې لاسرسی لري چي تاسې یې غوښتنه کولای شئ خو شاید ډیر کم یی ژباړونکي ولري. که چیری تاسې د درملو په اړه پوښتنې لرئ او یا هم غواړئ چي پوه شئ چي څنګه یې باید وخورئ او ژباړونکي ته لاسرسی لرئ، نو هغه څه چي دوی یې وایي د خپلې خوښې په ژبه ولیکئ یا یاداشت یې کړئ.

 

که چیری فارمیسیسټ درته ووایي چي تاسې باید د ټولو درملو پیسې ورکړئ او نسخه مو ډیره قیمته ده.

لومړی اطمینان حاصل کړئ چي فارمیسي ستاسې د صحي بیمې په اړه ټول معلومات ولري. که چیری ستاسې معلومات ولري او بیا هم درته ووایې چي صحي بیمه مو د نسخې پیسې نه ورکوي نو باید د صحي بیمې شمارې ته زنګ ووهئ او تری وپوښتۍ چي ستاسې د نسخې پیسې ولی نه ورکوي. که چیری صحي بیمه مو د نسخې پیسې نه ورکوي نو د دې دوه وجهې کیدای شي.

 

۱. ستاسې ډاکټر تاسې ته د برانډ نوم نسخه لیکلی. برانډ نوم درمل یوه کمپنۍ جوړوي او د نورو درملو په مقایسه قیمته وي. جینیریک درمل د ډیرو نورو کمپنیو لخوا جوړیږي چي هم ارزانه وي او مواد، کیفیت، او مصؤنیت یې هم د برانډ نوم درملو ته نږدې وي. ډاکټر مو ممکن درته د برانډ نوم درملو نسخه ولیکي چي صحي بیمه مو نه غواړي پیسې یې ورکړي. په داسې صورت کي تاسې باید ډاکټر ته مو زنګ ووهئ تر څو مو په نسخه کي تغیر راولي او ورته ووایاست چي د عین درملو جینیریک درته ولیکي.

 

۲. درمل مو ډیر قیمته دي، او بیمه مو له ډاکټره غواړي ورته یې ثابته کړي چي باید تاسې دغه درمل وخورئ. په داسې صورت کي باید تاسې ډاکټر ته مو زنګ ووهئ او ورته ووایاست چي بیمې سره مو اړیکه ټینګه کړي او ورته یې ثابته کړي چي ستاسې صحت همدی درملو ته اړتیا لري. دی ته (دمخه اجازه) هم وایې.

 

 

فارمیسي درته وایي چي ډاکټر مو همدومره درمل درته لیکلی وو او نور درمل د ډاکټر له اجازې پرته نشي درکولای، خو دا داسې درمل دي چي تاسې یې باید په دوامداره ډول وخورئ.

کله کله ستاسې فارمیسیسټ کولای شي چي ډاکټر سره مو اړیکه ونیسي او ورته ووایي چي ستاسې درمل خلاص شوي او نور یې باید درته ولیکي او یا هم باید تاسې د خپل ډاکټر سره اړیکه ونیسئ تر څو هغوی سره د معاینې لپاره وخت وټاکئ او هغوی د معایناتو وروسته درته بیا ځلې د عین درملو نسخه ولیکي.