مقدمه

هغه افغان پارولیان چې د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کي د افغان حکومت له نسکوریدو وروسته متحده ایالاتو ته داخل شوي، په متحده ایالاتو کې د دایمي پاتې کیدو او د خپل ژوند بیا ځلې پیل کولو په اړه له نا څرګند حالت سره مخ دي. د احتمالي (د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون) یا (Afghan Adjustment Act AAA) په هکله ډیرې خبرې وشوې او ډیرو افغانانو هیله درلوده چي دغه قانون به نویو راغلو افغانانو ته د دایمی کډوالۍ حالت یا ګرین کارت لپاره یوه رڼه تګلاره وړاندی کړي. له بده مرغه په اړه یې ډیر غلطوونکي یا ناسم معلومات خپاره شول چي له امله یی په افغاني ټولنه کي تشویش او ویره خپره کړی. د لاندې پرلپسی پوښتنو او ځوابونو موخه دا ده چي د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون په اړه د ناسمو معلوماتو او ګونګوسیو مخنیوی وکړي او پر ځای یې سم معلومات وړاندی کړي تر څو افغانان د کډوالۍ په اړه په خپلو اوسنیو انتخابونو ښه پوه شي.

 

د افغانانو د وضعیت تعدیل په اړه وړاندیز شوی قانون څه شو؟

د ۲۰۲۲ کال د دسمبر پر ۲۲مه د متحده ایالاتو سنا مجلس د ۲۰۲۳ مالي کال بودیجه اومنيبس لایحه تصویب کړه. د دغه وړاندیز شوی قانون مدافعان تمه درلوده چي په دی لایحه کي به د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون هم شامل وي او افغان پارولیان به وکولای شي چی په متحده ایالاتو کې د قانوني دایمي هستوګنې کارت یا ګرین کارت حالت تر لاسه کړي مخکی له دی چی بشر دوستانه پارول یی په ۲۰۲۳ کال کي پای ته ورسیږي. له بده مرغه د افغانانو د وضعیت تعدیل د بودیجی په لایحه کي شامله نه شوه او قانوني بڼه یې غوره نه کړه.

 

دا څه معنی لري چی د افغانانو د وضعیت تعدیل د قانون په توګه لاسلیک نه شو؟

سره له دی چي کانګریس د افغانانو د وضعیت تعدیل قانون په کامیابولو کی پاتې راغلل خو دا د افغان پارولیانو لپاره شته انتخابونو کې تغییر نه راولي. دم مهال پارولیان کولای شي چې د قانوني دایمي اوسیدونکي حالت یا LPR تر لاسه کړي که چیری د SIV ویزی ته وړ وي (چي هغه دی پوری اړه لري چي په افغانستان کي یې د متحده ایالاتو لپاره کار مخ ته وړلو) او یا هم کولای شي چي د کورنۍ د هغو غړو په واسطه ګرین کارت تر لاسه کړي چي د امریکا تبعه یا هم قانوني دایمي اوسیدونکي وي او دوی ته یې اپلای وکړي.

 

که چیری زه د ځانکړي مهاجرت ویزی یا SIV په توګه د ګرین کارت اخیستلو لپاره اپلای نشم کولای او یا هم د کورنۍ غړی نه لرم چی له لارې یې ګرین کارت ته اپلای وکړم نو په داسی حالت کي باید څه وکړم؟

هغه افغان پارولیان چی پارول حالت تاریخ یی نه وي اوښتی او SIV ته اپلای نه شي کولای یا هم ګرین کارت لرونکي کورنۍ غړي ونلري، باید اسایلم ته خپل غوښتنلیک ولیږي یا هم مؤقت خوندي حالت یا TPS یا کوم بله لاره ولري تر څو د غیر قانوني اوسیدلو مخنیوي وشي او د کار کولو له اجازې محروم نشي. حقوقي مدافعین هم د یو بل انتخاب په اړه د لارښوونو په لټه کي دي چي داسی خلکو ته بیا ځلې پارول ورکړل شي مګر دا څرګنده نه ده چی آیا بیا پارول به افغانونو ته ورکړل شي او کنه.

 

اسایلم څه ته وایی؟

اسایلم د خوندیتوب یوه حالت ده چي د هغو کسانو لپاره استعمالیږي چي په خپل هیواد کي د زیان له جدي خطر سره مخ وي او د خونديتوب په موخه متحده ایالاتو ته راغلي وي. هغه کسان چي په متحده ایالاتو کې پناه تر لاسه کړي د کار کولو اجازه لري او د پناه اخیستنې  وروسته دوی کولای شي چي ژر تر ژره د ګرین کارت لپاره خپل غوښتنلیک ولیږي.خو، USCIS به د دوی د ګرین کارت غوښتنلیک پریکړه هغه وخت وکړي کله چې دوی د پناه غوښتنې د منظوری څخه وروسته د یو کال لپاره په فزیکي توګه په متحده ایالاتو کې شتون ولري.  د پناه غوښتنې یا اسایلم په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دا ویډیو په Settle In فیسبوک پاڼه درسره وګورئ: https://www.facebook.com/SettleInUS/videos/608256497576717

 

مؤقت خوندي حالت یا TPS څه ته وایی؟

مؤقت خوندي حالت یا TPS چي مؤقت حالت دي د هغو کسانو لپاره جوړ شوی چي د ځینو مشخصو هیوادونو څخه متحده ایالاتو ته داخلیږي چي داسی خلکو ته اجازه ورکول کیږي تر څو په متحده ایالاتو کي ۱۸ میاشتو لپاره و اوسیږي او د کار اجازه هم ولري. د دې لپاره چي د TPS شرایط مو پوره کړي وي نو د افغان په حیث باید په متحده ایالاتو کی د ۲۰۲۲ کال د مارچ میاشتې له ۱۵ راهیسې په متحده ایالاتو کي شتون ولرئ. TPS د افغانانو لپاره د ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې پوری شتون لري او هغه کسان چي شرایط یې پوره کړي کولای شي چي د وخت له پوره کیدو پوری ورته اپلای وکړي. TPS د ګرین کارت اخیستلو لپاره لار نه هواروي. د مؤقت خوندي حالت یا TPS په اړه د نورو معلوماتو لپاره، دا ویډیو په Settle In فیسبوک پاڼه درسره وګورئ: https://www.facebook.com/SettleInUS/videos/429993698992100

 

که چیری زه د پارول پای ته د رسیدلو د مخه پناه غوښتنه ونه کړم یا TPS ته اپلای ونه کړم نو آیا زه به بیرته افغانستان ته ولیږل شم؟

که ستاسې د پارول موده پای ته ورسیږي او تاسې په متحده ایالاتو کې کوم بل قانوني حیثیت ونه لرئ نو تاسی به په متحده ایالاتو کې د (غیر قانوني اوسیدونکي) په حیث و پیژندل شئ او ستاسې د کار کولو اجازه به هم پای ته ورسیږي. په متحده ایالاتو کي غیر قانوني اوسیدل چي هغه د هری مودې لپاره وي شاید ستاسې کډوالۍ ته په نورو هغو لارو چارو او شرایطو چي شاید په آینده کي شتون ولري په پوره کولو یې اغیز وکړي او ممکن ستاسې د بنديی کیدلو او یا هم شړلو سبب شي. په هر حال، ډیره مهمه ده چي تاسې پر دی پوه شئ چي هغه افغانان چي د متحدینو ښه راغلاست عملیات (OAW) له لارې متحده ایالاتو ته پارول شوي او د پارول حالت یې پای ته رسیدلی وي او د متحده ایالاتو قانون یې نه وي مات کړی اوسمهال نه بندي کیږي او نه هم شړل کیږ

 

که زه نه غواړم چي د په متحده ایالاتو کي د (غیر قانوني اوسیدونکي) په توګه وپیژندل شم او نه غواړم چي د کار اجازه له لاسه ورکړم نو زه باید څه وخت TPS، اسایلم یا کوم بل قانوني لارې ته غوښتنلیک ولیږم؟

  • چون د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو دفتر (USCIS) د غوښتنلیکونو په پراسس کي له ځنډ سره مخ دي، تر ټولو غوره انتخاب به مو دا وي چي مخکی له دی چي د پارول موده مو پای ته ورسیږي ژر تر ژره TPS یا اسایلم ته اپلای وکړئ اما هیڅ تضمین شتون نه لري چي ستاسې پر قضیه به د پارول د مودې له پای ته رسیدو مخکي پریکړه وشي. په هر صورت، په متحده ایالاتو کي قانون خورا پیچلی دی نو له همدی امله هغه افغانان چي غواړي د TPS یا اسایلم لپاره غوښتنلیک ولیږي موږ یې په کلکه هڅوو چي د وکیل سره له مشورې پرته غوښتنلیک و نه لیږي تر څو ډاډه شي چي دوی وړ دي.
  • مؤقت خوندي حالت یا TPS: د TPS لپاره فورمه باید د ۲۰۲۳ کال د نومبر له ۲۰ څخه د مخه ډکه شي. دا هم ممکنه ده چي د TPS سره یو ځای کارکولو اجازې ته هم اپلای وکړئ.
  • اسایلم: که تاسې غواړئ چي د اسایلم غوښتنه وکړئ نو باید د پارول د مودې له پای ته رسیدو ۶ میاشتې د مخه مو د اسایلم لپاره غوښتنلیک ولیږئ تر څو د کار اجازه مو پای ته ونه رسییږي او نهایتأ باید د پارول د مودی پای وروسته په ۶ میاشتو کي دننه مو غوښتنلیک ولیږئ چي TPS حالت تری مستثنی دي. هغه کسان چي اسایلم ته اپلای کوي او TPS ونه لري ۱۵۰ ورځې وروسته له دې چي اسایلم ته اپلای وکړي د کار کولو اجازې لپاره اپلای کولای شي.

 

آیا زه کولای شم TPS او اسایلم دواړو ته اپلای وکړم؟

هو دا ممکنه ده چي دواړو TPS او اسایلم ته یو ځای اپلای وکړئ. د یو لپاره غوښتنلیک استول پر بل اغیز نه کوي. دا هم شوني ده چي د TPS تر لاسه کولو وروسته د پناه غوښتنه وکړئ او یا هم د پناه غوښتنې لیک لیږلو وروسته پریکړې ته منتظر شئ او په عین حال کي TPS ته هم اپلای وکړئ. که تاسې ته پناه یا اسایلم درکړل شوی وي نو تاسې TPS ته اړتیا نه لرئ.

 

د پناه غوښتېی یا TPS لپاره قانوني مرسته چیری تر لاسه کړم؟

  • که چیری تاسې د بیا میشتیدنې ادارې سره په اړیکه کي یاست، نو دوی کیدای شي چي وکیلان یا د عدلیې وزارت لخوا معتبر استاځې ولري چي ممکن وکولای شي قانوني مرستې چمتو کړي او یا مو وړ قانوني خدمات چمتو کوونکي ته راچع کړي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چي یواځې د کډوالۍ په اړه وړ وکیلان یا د عدلیې وزارت سره اعتبار لرونکي استاځې کولای شي چي تاسې ته ستاسې د کډوالۍ قانوني اختیارونو په اړه مشوره درکړي.
  • تاسی کولای شئ دلته د مهاجرت قانوني خدماتو چمتو کوونکو ملي لیست ومومئ: https://www.immigrationadvocates.org/nonprofit/legaldirectory
  • یا هم دلته د مهاجرت وکیل ته د مراجعې غوښتنه وکړئ: https://www.ailalawyer.com