که تاسې قانوني دایمي اوسیدونکي یاست او دا حالت مو د SIV غوښتنلیک پر اساس نه وي تر لاسه کړی نو ممکن میرمن یا خاوند او د ۲۱ کلونو څخه کم عمره ناواده شوي اولادونه مو متحده ایالاتو ته د کډوالو په توګه د راتللو مستحق وي.

 

د I-130 فورمه چی د خپلوانو د راوستلو لپاره ده درسره ډکه کړئ او د متحده ایالاتو د تابعیت او مهاجرت خدماتو دفتر (USCIS) ته یې لیږلو سره پروسه پیل کړئ. که (USCIS) مو قضیه ومني نو ستاسې قضیه به د ملي ويزې ورکولو مرکز (NVC) ته ولیږي. د (NVC) دفتر به ستاسې د کورنۍ له غړو وغواړي چي د کډوالۍ ویزې غوښتنه وکړي. NVC به هم ستاسې څخه وغواړي تر څو ټول هغه اسناد ور وسپارئ چي د کډوالۍ د ویزې لپاره د ستاسې د کورني غړي وړتیا ثابتوي. چي په هغې کي I-864 د مالي ملاتړ فورمه هم شامله ده تر څو متاکد شي تاسې یې متحده ایالاتو ته له راتللو وروسته مالي ملاتړ کولای شئ.

 

یادونه: که تاسې د افغان ځانګړي مهاجرت ویزې (SIV) پروګرام له لارې قانوني دایمي اوسیدونکي شوی یاست، نو ممکن ستاسې کورنۍ د کډوالۍ لپاره نورې لارې چارې هم ولري. د سیټل این د مرستې مرکز دا لینک درسره وګورئ تر څو د هغو کسانو د کورنیو د راوستلو په اړه پوه شئ چي راغوښتونکي یې د SIV له مخې ګرین کارتونه اخیستی وي:

https://www.settlein.support/hc/ps/articles/8950386706077

 

مهم ټکي: د کورنۍ سره مو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو پروسه ممکن پیچلی وي او کیدای شي چي تاسې څخه د کورنۍ غړیتوب ثابتولو لپاره ځینې اسناد هم وغوښتل شي. د همدې لپاره غوره ګڼل کیږي چي تاسې یې په اړه د قانوني خدماتو چمتو کوونکي سره مشوره وکړئ ترڅو ستاسې د کورنۍ د راوستلو قضیه وڅیړي او هم د اجراءاتو پر مهال درته مشوره درکړي.

 

مهم ټکي: تاسې باید د خپلې کورنۍ سره د یو ځای کیدو لپاره افغانستان ته سفر ونه کړئ. د متحده ایالاتو حکومت د کورنۍ د غړو راوستلو په موخه په افغانستان کي ستاسې شتون شرط نه ګڼي. که چیری تاسې افغانستان ته د کورنۍ غړي د راوستلو لپاره ولاړ شئ نو د متحده ایالاتو حکومت به ستاسې د تګ په خاطر پروسه ګړندۍ نه کړي.

 

د کورنیو د پیوستون یا بیا یوځای کیدو او د کډوالۍ نورو حالتونو په اړه د معلوماتو لپاره زموږ د سیټل این د مرستې مرکز لاندې لینکونو ته ورشئ:

 

د متحده ایالاتو اتباع او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

د ځانګړی مهاجرت ویزو (SIV) پروګرام له لارې قانوني دایمي هستوګنه او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

کډوال (Refugees) او پناه غوښتونکي (Asylees) او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل

 

پارولیان او د افغان کورنۍ پیوستون یا بیا یوځای کیدل