په متحده ایالاتو کې کورونه لا هم په کمه توګه موندل کیږي او د ارزانه کور موندل یې ستونځمن کړی. ارزانه کور عموما هغه کور ته وایي چي ستاسې د هغه عاید چي لا مو تری ټیکس پری نه ورکړی له ۳۰ سلنه ډیر یې په میاشتني کرایه ورنه کړل شي.

 

که د کورونو کمښت شتون هم ونه لري، په متحده ایالاتو کې کور یا اپارتمان په کرایه نیول مشکل وي ځکه چي عمومأ د کور کرایه کولو پر مهال باید د کریډيټ سابقه ولرئ، د کار کولو ثبوت ولرئ، د کرایي کور نیولو سابقه ولرئ، او هم باید ځینې اسناد ولرئ چي تاسې یې له مخې ښه کرایه دار معرفي شوي یاست. هغه کسان چې متحده ایالاتو ته نوي راغلي وي او د متحده ایالاتو د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) له لارې میشته کیدو ته وړ نه دي ممکن د خپلې کورنۍ یا هم ملګري په کور کي د یو څه مودې لپاره میشت شي تر څو چي دنده تر لاسه کړای شي او هم د کریډیت سابقه یې جوړه شي.

 

کله چي د کرایي کور په لټه کې یاست نو لاندې ځینې لارښوونې په نظر کي ونیسئ:

 

۱. څیړنه وکړئ او خپله نوی ټولنه مو وپیژنۍ او هغه ځایونه په نښه کړئ چي کورونه پکې ارزانه دي. د لاندې لینک له لاری کالکیولیټر درسره وګورئ تر څو په متحده ایالاتو کي د سیمې مطابق پر مصارفو پوه شئ:

https://livingwage.mit.edu

 

۲. د سیمې له بیا میشتیدنی ادارې سره اړیکه ټینګه کړئ. هغوی شاید داسې پروګرام ولري چې د نویو راغلو کډوالو سره د وړتیا په صورت کي د کور په موندلو کي مرسته کوي. که په سیمه کي مو د بیا میشتیدنې ادارې په لټه کی یاست نو موږ سره اړیکه ونیسئ.

 

د فیسبوک مسینجر:: http://m.me/SettleInUS

 

۳. د دولتي وړیا کورونو سرچینې ومومۍ او پوهه تر لاسه کړئ چي کیدای شي تاسې ورته وړ یاست. تاسې کولای شئ چي داسې منابع د سیمیزو ښاروالیو او کاونټیانو او د عامه کورونو ورکولو مسؤلو مراکزو سره ومومئ. تاسې کولای شئ چي داسې منابع هم د متحده ایالاتو د کورونو جوړلو او کلیو ابادولو (HUD) پر ویبپاڼه وګورئ: https://www.hud.gov/states.

 

کله چی مو لینک کلیک کړ نو د متحده ایالاتو په یو ایالت یا سټیټ باندی کلیک وکړئ او بیا د کرایې لپاره مرسته ومومئ یا (Get Rental Help) باندې کلیک وکړئ تر څو ارزانه کورونه پیدا کړئ.

 

۴. د کور مالک څخه پوښتنه وکړئ که چیرې د دې ښودلو لپاره چي تاسې یو ښه کرایه کونکي یاست نورې لارې شتون لري. د بیلګی په ډول، ځینې ځایونه شاید یواځې د کار کولو آفر لیټر د کار کولو د ثبوت پر ځای هم د کور د کرایه کولو لپاره ومني، او یا هم کو ساینر او یا هم ضمانت ورکوونکي د کور کرایه کولو لپاره ومني. کوساینر یا ضمانت کوونکي یا ګرانټر هغه کس ته وایي چي که چیرې کرایه دار خپله کرایه نشي ورکولای نو دوی یې باید کرایه ورکړي.

 

۵. که کولای شئ نو په یو اپارتمان یا کور کي یوه کوټه کرایه کړئ. دا شاید ارزانه وي او شاید ستاسې د کریډیټ سابقه هم ونه ګوري. د کور لټولو پر مهال د غیر تصدیق شوي ویبسایټونو او پلیټفارمونو څخه ډده وکړئ لکه د فیسبوک مارکیټ پلیس او کریګز لیست ویبسایټونه. پر ځای یې خوندي، ښه او ارزانه کور موندلو لپاره د معتبرو ویبسایټونو او پلیټفارمونو څخه ګټه پورته کړئ.

 

۶. تل د ښه قضاوت څخه کار واخلئ او هغه ځای کي چي کور کرایه کوئ او یا هم کوټه د بل سره شریکوئ نو مخکې له دې چي پیسې ورکړئ لومړی ډاډ تر لاسه کړئ چي تاسې پکې خوندي یاست، او تاسې ته اوسیدل په کې د منلو وړ دي. د کورونو کرایه ورکوونکو پر نوم له درغلچیانو هم ځان وژغورئ (لکه ځینې د دروغو تبلیغات چې وایي داسې کورونه ارزانه دي، او یا هم درڅخه د کور له لیدلو د مخه پیسې وغواړي، او یا هم درته وایي چي کور کرایه کړه او په آخر کي به کور ستاسې په نوم شي او داسې نور...) هیچ چاته پیسې مه ورکوئ تر څو چي مطمین شئ چي تاسې په رښتیا د کور کرایه کولو له مسؤل سره په اړیکه کي یاست. که چیرې تاسې د کور په کرایه کولو کي د جرایمو قرباني یاست یا مو رومیټ یا د کور مالک ځوروي نو د ۹۱۱ شمیری ته زنګ ووهئ او راپور یې کړئ.