نري رنځ یوه جدي ناورغي ده چي د باکتریا له امله رامنځته کیږي او د هوا له لارې د یوه شخص څخه بل شخص ته خپریږي. دا معمولأ په سږو اغیزه کوي. کله چي پر نري رنځ (TB) اخته کس ټوخی یا پرنجی کوي، دوی د مایع کوچني څاڅکي خوشي کوي کوم چي د TB باکتریا لري. که چیری یو بل کس همدغه هوا تنفس کړي چي دغه څاڅکي لري، نو کیدای شي چي د نري رنځ پر ناروغۍ اخته شي. د نري رنځ ناروغي کولای شي چي انسان سخت ناروغه کړي او حتی د مرګ لامل یې هم شي. ډیره مهمه ده چي هر هغه شخص چي د TB ناروغي لري سمدلاسه یې درملنه وکړي تر څو د خپل ځان،  د کورنۍ او د ټولنې د خلکو روغتیا خوندي کړي. 

 

 کله چي یو کس د نري رنځ یا TB پر باکتریا اخته شي نو کیدای شي چي همدغه کس پر نري رنځ یا پټ نري رنځ چي LTBI هم ورته وایي اخته شي. نري رنځ فعاله عفونت دی یعنې دا مرض په بدن کي فعال وي. پټ نري رنځ یا LTBI هغه حالت ته وایي چي یو کس دا باکتریا ولري خو فعال نه وي. د LTBI مرض له درلودلو سره کس د ناروغۍ احساس نه کوي او بل انسان ته هم سرایت نه کوي. یو کس په هغه صورت کي پوهیدای شي چي پر دغه مرض اخته دي کله چي د نري رنځ د ناروغۍ لپاره د وینې یا پوستکي ټیسټونه او معاینات یې وشي.

 

 

 په هرصورت، LTBI کولای شي چي په راتلونکي کي پر فعاله TB ناروغتیا بدل شي او خپله د ناروغ او د کورنۍ روغتیا له خطر سره مخ کړي. په همدې دلیل د LTBI ناروغتیا درلودونکي باید د ډاکټر سره مشوره وکړي تر څو بشپړه درملنه تر لاسه کړي. 

 

د افغان ټولنې غړي د کډوالۍ وضعیت د سمون د پروسې د برخی په توګه د TB معاینه کیږي. په پښتو کي د TB په اړه د نورو معلوماتو لپاره مهرباني وکړئ د ناروغیو د کنترول مرکز (CDC) دا مواد درسره وګورئ:  https://www.cdc.gov/tb/publications/faqs/pdfs/QA_TB_2021_508-Pashto.pdf