که تاسې روژه نیسئ او په عین وخت کې په شرکت یا مؤسسه کي کار کوئ نو لاندې ځینې لارښوونې درته لرو تر څو تاسې او ستاسې ګومارونکي ترې ګټه پورته کړئ.

 

  • معلومه کړئ چي روژه کله ده او آیا روژه په ستاسې کار اغیز کولای شي.

 

  • ډاډ تر لاسه کړئ چي ټول همکاران مو پر دې پوه وي چي روژه څه ته وایي، او پر تاسې یې اغیزه څه ده. اوږده روژه نیول خصوصأ ۱۷ ساعته روژه نیول اسانه نه ده او ستاسې همکاران باید پر دې پوه شي چي روژه څنګه پر تاسې، ستاسې پر چلند او کار اغیز کولای شي.

 

  • که ستاسې کاري وخت نه بدلیدونکی وي، نو وګورئ که چیرې داسې فرصت وي چي د بل همکار سره مو چي روژه نه نیسي د روژې مبارکی میاشت پر مهال د کار کولو شفټ بدل کړئ چي دواړو لپاره مناسب وي.

 

  • که تاسې له ۹ بجو تر ۵ بجو کار کوئ نو د پیل او پای وختونو ته مو پام وکړئ او وګورئ چي آیا کولای شئ چي د کاري وقفو په بدل کي لکه د غرمی ډوډۍ وقفه او داسې نور کار وکړئ او پر ځای یې کورته وخته ولاړ شئ.

 

  • که تاسې په داسې ځای کي چي خلک خوراک او څښاک کوي پر ناسته د آرامۍ احساس نه کوئ نو تاسې اړ نه یاست چي د روژې په میاشت کې د همکارانو هغه بلنې ومنۍ چې پکې خوراک او څښاک کیږي. په دې کي هیڅ عیب نشته که تاسې داسې بلنو ته (نه) ووایاست.

 

  • د خپل کار ګمارونکي سره مو د اختیارونو په اړه وغږیږئ او ترې وغواړئ چي د لمر پریوتو پر مهال د افطار لپاره اجازه درکړي. ستاسې ګومارونکي باید تاسې ته پوره وخت درکړي تر څو روژه مو ماته کړئ، لمونځ وکړئ او بیا وروسته مو په سمه توګه ډوډۍ وخورئ.

 

  • هڅه وکړئ چي هغه میټینګونه یا ناستې چې په لوړه سطحه توجه ته اړتیا لري د سهار پر مهال یې تر سره کړئ. اکثره خلک د سهار پر مهال نسبتأ تازه وي او انرژي هم لري.

 

  • بالاخره، که تاسې د اختر لپاره د رخصتی اخیستلو پلان لرئ، د وخت څخه مخکې د خپل ګمارونکي سره پرې وغږیږئ.