په متحده ایالاتو کی د کور کرایه کولو وړتیا

 

که په متحده ایالاتو کې یاست او کور موندل درته ګران وي نو تاسې یواځی نه یاست. دم مهال د متحده ایالاتو په ټولو ۵۰ ایالتونو کې د ارزانه کورونو موندلو بحران شتون لري چي نه یواځې نوي راغلي کډوال یې اغیزمن کړي بلکه د متحده ایالاتو اتباعو یې هم سرګردانه کړي. د ارزانه کور تعریف داسی دی چي تاسې د مالیې ورکولو وروسته د خپل عاید ۲۵ سلنې څخه ډیری پیسې د کور په کرایه کولو ورنه کړئ. له بده مرغه ډیری خلک، خصوصأ نوي راغلي کډوال د خپل سوچه عاید له ۴۰٪ تر ۵۰٪ د کور په کرایه ورکوي.

 

د کورونو د کرایی په لوړوالي کي ځینې فکتورونه دخیل دي. تر ټولو لوی فکتور یې د خلکو لخوا د کورونو ډیره تقاضا او دکورونو لږه عرضه ده. که چیری په مارکیټ کې د خلکو د کورونو لټون د کورونو د عرضې په تناسب زیات وي نو د کورونو کرایه لوړیږي.

 

ځینې سیمې او ښارونه په متحده ایالاتو کې نسبت پر ځینو نورو ځایو ته د کرایې په تناسب لوړ وي. که چیرې تاسې پلان لرئ چي له هغه ځای څخه چي په کې میشت یاست بل ځای ته کډه شئ نو تاسې باید د همغه سیمې د کور کرایه کولو په قیمت او د اوسیدلو په عمومي مصارفو پوه شئ. که غواړئ چي په عموم ډول د متحده ایالاتو په هر ایالت، میټرو ساحه، ښار، او یا هم کونټي کې پر مصارفو (چي د کور کرایې هم پکې شاملې دي) پوه شئ نو د ماساچوسیټس د تکنالوجۍ انسټیټیوټ لخوا جوره شوی کالکیولیتر په لاندې لینک کي درسره وګورئ: https://livingwage.mit.edu

 

په ۲۰۲۳ کال کي په متحده ایالاتو کې تر ټولو لوړه کرایه په ځینو لویو ښارونو، او د دوی شاوخوا ښارونو او ښارګوټو کي شتون لري. په متحده ایالاتو کی تر ټولو لوړه کرایه د نیویارک ښار شاوخوا لري. باسټن ماساچوسیټس، واشنګټن ډی سي، د کلوراډو ایالت ډنور ښار، د ټکساس ایالت ډالاس ښار، د واشنګټن ایالت سیاټل او د نواډا ایالت لاس ویګس ښار، په ۲۰۲۲ کال کي په لومړیو ۱۰۰ قیمته ځایونو کي شامل وو. د کالیفورنیا ایالت ۵۰ ښارونه د متحده ایالاتو د ۱۰۰ تر ټولو لوړو کرایه درلودونکو ښارونو په لیست کې موجود وو چي پکې د ډیرو کوچنیو ښارونو په شمول لاس انجلس، سن فرانسیسکو، اوکلینډ، سکرمنټو، او سن ډیاګو شامل دي.

 

د کرایي کورونو بازارونه هر کال بدلیږي او تل په ښارونو، ګاونډیو، ښارګوټو، یا کونټيز کې توپیرونه شتون لري. په ۲۰۲۳ کال کې شمال ختیځ او لویدیځ په سویل کي د متحده ایالاتو لوی ښارونو کې لکه د جورجیا ایالت په اتلانتا ښار کي په اوسط ډول تر ټولو لوړه کرایه لرونکي کورونه شتون لري. نیواورلینز، لویزیانا، ناشویل، ټینیسي، میامي، اورلانډو، ټامپآ او فورټ لاډردیل په فلوریدا کي هم د کرایه کولو لوړه قیمتونه لري. د شیکاګو الینوی، او د مینیسوټا مینیاپولیس څخه پرته د منځنۍ لویدیځ په برخو کې د کرایي کورونه په ارزانه ډول موندل کیږي. د بیلګي په ډول، کلیولینډ، سینسیناټي، ډیټون، او ټولیډو (اوهایو)، فورټ وین، انډیاناپولیس، سوټ بینډ(انډیانا) پیوریا او بلومینګټن (الینوی) ګرین بی، میلواوکي (ویسکانسن)، د ایوا ایالت ډیس موین، او د کینتاکي ایالت لوي ویل ښارونو کي د کوورنو کرایی ارزانه دي.

 

ارزانه کور موندل اسانه نه دي خو موږ درته لاندې ځینې لارښوونې لرو چي کیدای شي په ارزانه کور موندلو کې درسره مرسته وکړي:

 

  • که امکان یې وي تل خپل انتخابونه د اوسني اوسیدلو حالت لپاره د بدلیدو وړ وبولۍ تر څو چي تاسې د کرایی یو مناسب کور ومومئ. که تاسې کرایه پر وخت ورکړئ، او په قراردا کې لیکل شوي قوانینو څخه سرغړونه ونه کړئ او د کور مالک سره ښې اړیکې ولرئ نو تاسې به په اسانه د کور مالک سره د قرارد پای ته رسیدو په صورت کي نوي قرارداد لاسیک کړئ، خصوصأ کله چي تاسې بل ځای کي د خپل وس مطابق کور نشئ کرایه کولای. په همدې ډول به تاسې وکولای شئ چي د اوسني کور مالک مثبت الفاظ د بل کور په اپلیکیشن کي هم استعمال کړئ.
  • د کریډیټ اسکور مو ښه وساتئ.
  • د کور لټولو لپاره پلان ونیسئ او د ټولو سرچینو استعمال ته وخت ورکړئ چي په هغې کې ستاسې د بیا میشتیدنې ادارې کیس ورکر، ستاسې سپانسر، د ټولنې ګروپونه چي تاسې سره د نوي راغلي کډوال په حیث مرسته کوي او دولتي ایجنسیانې شاملې دي. خلکو سره خبری کول تر ټولو غوره لاره ده چي تاسې یې د کور په لټون کي استعمالولای شئ. له همدې امله، د خپلو همکارانو، ګاونډیانو، ملګرو او د ملګرو ملګرو، خپلوانو د بیا میشتیدنې ادارې کیس ورکرانو سره تماس ونیسئ. حتی هر څوک چي پیژنۍ ترې وپوښتئ چي که چیرې دوی ته د کرایې لپاره د کوم کور په هکله معلومات وي، او هم په لاندې ویبپاڼو کې پرلپسې پلټنې وکړئ:

Trulia, Zillow, Realtor.com, Rent.com, Apartments.com, Hotpads, Airbnb, 4Stay, RentCafe

  • د څیړنې پر مهال حقیقت ومنئ، د خپلې اړتیا مطابق تر ټولو لږو کوټو لرونکي کور لپاره کرایه وسنجوئ چي تاسې غواړئ تادیه یې کړئ، او بیا د برق، اوبو او غاز بیلونه هم درسره وسنجوئ. د کور خاوند یا د پراپرټۍ مینیجمینټ شرط ګڼي چي ستاسې سوچه عاید باید د کور کرایې څخه درې چنده لوړ وي. تاسې کولای شئ چي په خپله دغه اعداد محاسبه کړئ. که چیرې ستاسې د ټول کور سوچه عاید ۵۰۰۰ ډالر وي نو دغه عدد په ۰،۳۳ کي ضرب کړئ چي تاسې ته به ۱۶۵۰ عدد درکړي. په داسې حالت کي باید تاسې داسې د کرایی کور پسې وګرځئ چې د شاوخوا میاشتې ۱۶۵۰ ډالره کرایه ولري.
  • د کرایي کورونو په بازار کي رقابت زیات دی. چمتو اوسئ تر څو د کور څښتن یا د کرایې د مینیجمینټ کمپنۍ ته لاندې ټول اسناد وړاندې کړئ:

 - د کار ګومارونکي لخوا په کورنۍ کي د ټولو کار کوونکو وګړو لپاره د تیرو دوو یا دریو میاشتو د معاش ثبوت

 - د بانک اوسنۍ سټیټمینټ کاپیانی چی (د اکونټ یواځې څلور اخری شمیرې په کې شتون ولري)

 - د امکان په صورت کې د پخواني کور مالک، ګومارونکي او د خپلې بیا میشتیدنې ادارې مسؤلینو رفرینس

 - د اړتیا په صورت کي ټول د دولتي مرستې اسناد او د نغدي مرستې رسیدونه

 - که د سوشیل سیکیوریټي شمیره نه لرئ نو I-94د سفر اسناد

 

اعلامیه: دا مقاله د کډوالو د کورونو د حل لارې Refuge Housing Solutions برنامې سره په شراکت چمتو شوی. Refuge Housing Solutions د کلیسا نړیوال خدمت یا Church World Service یو پروژه ده چي تمویل یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا کیږي.