په ماشومانو کې د ویری، انديښنې او فشار عامې نښې

کوچني ماشومان شاید داسې کلمې ونه لري چي خپل احساسات بیان کړي، او احساسات یې اکثرأ په چلند کي څرګندیږي. لاندې د ویرې، اندیښنې او فشار هغه نښې دي چی په کوچنیانو کي څرګندیږي:

  • په خوب کولو کي ستونځه لکه کوچني یواځې خوب نشي کولای، په مکرر ډول پاڅیدل، بد خوبونه لیدل یا بستر لندول.
  • هغه عادتونو ته ستنیدل چي له دې یې په لږ عمر کي کول.
  • د مور، پلار یا پالونکي څخه د بیلیدو ویره.
  • د نویو ویرو او اندیښنو را منځته کیدل او د خپګان وروسته د ځان د ارامولو توان نه لرل.
  • د بدن په اړه شکایتونه (لکه د معدې درد، سر درد او داسې نور.)

 

د کوچنیانو سره مو مرسته کول او فشار اداره کول

د مور او پلار یا پالونکي په حیث تاسې په غوره ډول کولای شئ چي د خپل کوچني سره د تیرو شویو پیښو په هیرولو او بیا رغونه کي مرسته وکړئ، اندیښنې اداره کړئ، او نوی چاپیریال سره یې برابر کړئ. لاندی ځینې هغې لارې چارې دي چې د ماشوم سره مو د فشار په اداره کولو کي مرسته وکړئ:

  • د کوچنیانو سره مو یو ځای پاتې کیدو ته وخت ورکړئ، ورسره وغږیږئ او ورته ووایاست چي تاسې د خوندي ساتلو لپاره ورسره یاست.
  • که تاسې باید چیرې ولاړ شئ دوی ته ووایاست چي چیرې ځئ او کله بیرته راځئ. دوی سره داسې توکې پریږدې چي پیژني یې او دوی ورسره د خوندیتوب احساس کوي.
  • له ویروونکو انځورونو او خبرو څخه یې لری وساتئ.
  • یو معمول جوړ کړئ چي پکې د ویښیدو، خوړلو او ویده کیدلو لپاره ټاکل شوي وختونه شامل وي.
  • له هغوی سره د هغوی د خوښې لوبې وکړئ لکه د خوښې سندرې ویل یا ځانګړی کیسې کول.
  • خپلو ماشومانو ته اجازه ورکړئ چي خپلې خبرې وکړي، او په خپله ژبه ورسره ورپیښې شوی ستونځې په هکله ووایي او خپل احساسات بیان کړي.
  • که مو کوچني بد چلند کوي، احساس یې درک کړئ، او دوی ته د ځواب ویلو لپاره ښه او ډیره مثبته لاره استعمال کړئ.
  • کله چي ستاسې ماشوم ستونځمن چلند ولري، ارام اوسئ. دا به د دوی په ارامولو کي مرسته وکړي او دوی به پوه شي چی تاسې سره خوندي دي.

 

په کوچنیانو کي د چلند نښی: کله باید مرسته وغواړئ

ستاسې کوچني د رغیدو او سمون لپاره وخت ته اړتیا لري. په هر صورت، چلند یې وګورئ او د ملاتړ لپاره د خپل ماشوم ډاکټر، ښوونکي، د قضیې کار کوونکي او یا مشاور ته ورشئ:

  • که چیرې ستاسې د کوچني مزاج یا چلند نه ښه کیږي یا نور هم خرابیږي.
  • که چیرې ستاسې ماشوم د خپل جسم په اړه په مکرر ډول شکایتونه لري (لکه د سر درد، د معدې درد او داسې نور.)
  • که چیرې ستاسې ماشوم د هغه مهارت په بیرته تر لاسه کولو کي ستونځه لري چي مخکې یې درلود او یا هم د ودی په اړه یې انديښمن یاست.
  • که چیرې ستاسې ماشوم ځان یا نورو ته د زیان رسولو په اړه خبرېه کوی یا په زیان رسوونکي چلند کي ښکیل وي.