هر هغه افغان چي د ۲۰۲۱ کال د جولای په میاشت کي د پخواني افغان حکومت له نسکوریدو وروسته له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته کډه شوي وي چي په I-94 فورمه کي یې کتګوري OAR/OAW یا د PAR کتګوري وي او تر اوسه یې اسایلم ته غوښتنلیک نه وي لیږلی وي او نه یې ګرین کارت ته غوښتنلیک لیږلی وي، باید بیا پارول کیدلو ته اپلای وکړي مخکې له دې چي اوسنۍ پارول موده یې پای ته ورسیږي. کله چي د بیا پارول کیدو غوښتنلیک یې ومنل شي نو I-94 معلومات به تازه شي او دوه نورو کلونو لپاره به پارول ورکړل شي.

 

زه څنګه د بیا پارول لپاره غوښتنلیک ولیږم؟

د بیا پارول غوښتونکي کولای شي چي په آنلان بڼه یا هم د پوسته خانې له لارې اپلیکیشن ولیږي چي ورته د سفر کولو I-131 فورمه وایي. د بیا پارول کیدلو لپاره فیس نشته. د I-131 غوښتنلیک ډکولو لپاره لاندی لینک وګورئ چی پر USCIS ویبپاڼه شتون لري چی پکې مفصله لارښوونه شوی:

https://www.uscis.gov/humanitarian/information-for-afghan-nationals/re-parole-process-for-certain-afghans

په آنلاین بڼه غوښتونکي د کوچنیانو په شمول باید خپل myUSCIS اکونټ ولري چي د یو خاص ایمیل سره نښلول شوی وي.

که د پوسته خانې له لارې مو د I-131 غوښتنلیک لیږئ نو د فورمې پر سر باید “RE-PAROLE” ولیکئ. هغه کسان چي غوښتنلیک د پوسته خانې له لارې لیږي، ډاډ تر لاسه کړئ چي د I-131 فورمې ۰۶/۰۶/۲۰۲۳ ورژن ډک کړئ.

 

کله چی USCIS اداره زما د بیا پارول کیدلو غوښتنلیک ومني نو آیا د کار کولو نوی اجازتنامه (EAD) به هم را لیږي؟

د بیا پارول کیدو په تصویب سره د غوښتونکي د کار اجازه به هم نوی شي. د نوي EAD تر لاسه کولو لپاره د جلا I-765 فورمې ډکولو ته اړتیا نشته. د کار جواز نوي کارت تر لاسه کولو لپاره د بیا پارول کیدلو پر فورمه که آنلاین وي او که پر کاغذ وي نو د EAD د غوښتنی باکس باید نښه کړای شي، او که په میل کي لیږل کیږي نو د I-131 فورمې پر سر باید د OAW EAD کلمات ولیکل شي.

 

 

هغه پارولیانو چی اسایلم یا ګرین کارت (LPR) حالت ته ې غوښتنلیک لیږلای وي باید څه وکړي؟

هغه افغان پارولیانو چي د اسایلم اپلیکیشن یعنې I-589 فورمه یا د ګرین کارت لپاره د I-485 فورمه یې ډکه کړی وي، د بیا پارول کیدلو لپاره غوښتنلیک لیږلو ته یې اړتیا نشته (په دې کي هغه نا واده شوی کسان چي عمرونه یې له ۲۱ کم وي او د اسایلم یا د ګرین کارت په غوښتنلیک کي د فامیل سره یو ځای وي هم شامل دي). USCIS به د دوی قضیو ته په کتو په اوتومات ډول د دوی پارول او د کار اجازه د دوه نورو کلونو لپاره تمدیده کړي. کله چي پارول تمدید شو، نو I-94 به په اوتوماتیک ډول تمدید شي او دوی به پر I-797C فورمه خبرتیا تر لاسه کړي چي دوی د دوه نورو کلونو لپار بیا پارول شوي. د I-797C فورمه هم ممکن د کار د اجازی د ثبوت په توګه استعمال شي. که غواړئ چي د کار د اجازې د اعتبار وړ کارت وغواړئ نو د I-765 فورمه ولیږئ او کارت تر لاسه کړئ. د کار اجازې نوی کارت ته اړتیا نشته مګر که څوک یې د کار کولو د اجازې د ثبوت په توګه ورته اړتیا لري.

 

که ما لنډمهاله خوندي حالت (TPS) ته اپلای کړي وي نو څه باید وکړم؟

هغه افغان پارولیانو چي TPS ته غوښتنلیک لیږلی، او اسایلم یا ګرین کارت ته یې اپلای نه وي کړي، د پارول نوي کیدو ته په اتوماتیک ډول وړ نه دي، او باید بیا پارول کیدو ته غوښتنلیک ولیږي.

 

کله چي زما پارول وخت پای ته ورسیږي نو آیا زه کولای شم چي حکومتي ګټې تر لاسه کړم؟

هغه افغان پارولیان چي پارول وخت یې پای ته رسیدلي وي، او بیا پارول نه وي ورکړل شوي، او یا تمدید شوي هم نه وي، نو د متحده ایالاتو د حکومت ګټو ته وړ نه دي. هغه پارولیان چي پارول یې نوی شوی یا تمدید شوی وي، ګټو ته وړ دي.