ډیره ګرمي کولای شي چي د سختو ناروغیو سبب شي. لکه د تودوخې ستړیا د تودوخې له امله پر انسان حمله. لکه څرنګه چی د تودوخې درجه پورته ځي، په همدی ډول مهمه ده چي د ځان ساتلو او تودوخې اړوند ناروغیو مخنیوي لپاره اړین احتیاطي تدابیر ونیسئ.

 

د تودوخې ستړیا او د تودوخې حمله 

د تودوخې حمله او د تودوخې ستړیا، دواړه د تودوخې پورې اړوند جدي ناروغۍ دي او هغه وخت را منځته کیږي کله چی د انسان بدن د تودوخې سره مخ شي او بیرته په سمه توګه یخ نه شي. سره له دې چي دواړه ناروغۍ یو بل ته ځینې ورته والی لري، بیا هم دواړه جلا ځانګړتیاوی لري او جلا د شدت کچې لري.

 

د تودوخې ستړیا یو داسې حالت ته وایي چي معمولا په هغه وخت کي را منځته کیږي کله چي یو څوک د تودوخې لوړی درجې سره مخ شي او په قوي فزیکي فعالیت کي بوخت وي یا هم په ګرم چاپیریال کي ډیر وخت تیر کړي. د تودوخې د ستړیا نښې عبارت دي له زیاتو خولو کول، ستړیا، سرخوږی، د زړه بدوالی، کانګی، سر درد، او د زړه چټک ټکان. که په سمدستي ډول ورته پاملرنه ونه شي، د تودوخې ستړیا کولای شي چي حتی ډیر جدي حالت رامنځ ته کړي چي د تودوخې سټروک یا حمله په نامه یادیږي.

 

د تودوخې سټروک یا حمله یو شدید حالت دی چي ژوند تهدیدوي او هغه وخت را منځته کیږي کله چي د انسان دبدن اصلي تودوخه خطرناکې کچې ته لوړه شي، په ځانګړي ډول له ۱۰۴ فارنهایټ یعنې له ۴۰ درجو پورته شي. د تودوخې سټروک په چټکۍ سره وده کوي او سمدستي طبي پاملرنې ته اړتیا لري. د تودوخې د سټروک نښې او نښانې عبارت دي د بدن د تودوخې لوړه درجه، ذهني اختلال، عصبي ګډوډوي، ګرم او وچ پوسټکی، چټک او ټیټ تنفس، د زړه چټک ټکان، شدید او دوامداره سر درد، التهاب او کانګی، یا هوش له لاسه ورکول.

 

د تودوخې ستړیا او د تودوخې حمله دواړه جدي شرایط دي او طبي پاملرنې ته اړتیا لري. که تاسې په کوم حالت شک لرئ، سمدلاسه لاس په کار شئ تر څو د انسان بدن د اوبو یا یخو کڅوړو په واسطه یخ وساتئ. د بدن د تودوخې را ټیټولو لپاره په چټکۍ سره کار کول کیدای شي چي انسان له سختو عوارضو وژغوري او شاید ژوند یې هم وژغورل شي.  

 

د سختې ګرمۍ په وخت کي څنګه خوندي پاتې شئ

  • د ورځي په دوران کي ډیری اوبه وڅکئ، که څه هم د تندی احساس نه کوئ. د کفئین او الکهول لرونکو مشروباتو له ډیر مصرف څخه ډډه وکړئ ځکه چې دا مواد کیدای شي د جل وهلو سره مرسته وکړي. تل بیا کاریدونکي د اوبو بوتل له ځانه سره ولرئ او که تاسې په فزیکي فعالیتونو بوخت یاست نو په یاد ولرئ چي بوتل مو په مکرر ډول له مایعاتو ډک کړئ.  
  • لږ وزن لرونکي، سپکې جامی واغوندۍ تر څو ستاسې بدن په اسانه تنفس وکړي. طبیعی جامې واغوندۍ لکه د مالوچو څخه جوړی شوی جامې یا کتان ټوټه وکاروئ ځکه چي داسې کالي ستاسې بدن یخ ساتي. د تورو رنګونو له اغوستلو ډډه وکړئ ځکه چي تور کالي تودوخه جذبوي. که تاسې له کوره بهر یاست نو د لمر څخه د خپلو سترګو او سر ساتلو لپاره پراخې جوړی شوی خولئ او الټرا وایلیت محافظتي د لمر عینکې استعمال کړئ. ‍
  • د لمر د مستقیمو وړانګو سره خپل تماس محدود کړئ. که یې امکان وي، نو په کور کي د ایرکنډیشن هوا ته پاتې شئ او یا هم داسې ځای کي پاتې شئ چي هلته باد پکه چالان وي. که تاسې باید بهر پاتې شئ نو هڅه وکړئ چي د خپل کار تقسیم اوقات مو د ورځې یخې برخې ته وساتئ، د بیلګې په ډول په سهار یا ماښام وختونو کې مو کارونه تر سره کړئ. خپل پوره کوښښ وکړئ چي وخت مو سیوري ته تیر کړئ او په یخو ځایو کې پرلپسې وقفې واخلئ تر څو مو بدن ته د یخ کیدو فرصت ورکړئ.
  • لږ تر لږه بهر ته له وتلو ۱۵ څخه تر ۳۰ دقیقو د مخه د بدن هغه برخې چې لمر ته څرګند وي، سن سکرین هر دوه ساعته پس استعمال کړئ اوکه زیاته خوله کوئ یا لمبا کوئ نو باید ژر ژر سنسکرین استعمال کړئ. سربیره پر دې شونډی مو د لمر د سوځیدنې څخه خوندي وساتئ.
  •   که تاسې ایر کنډیشن نه لرئ نو یا باد پکه استعمال کړئ او یا هم کړکۍ خلاصې پریږدئ تر څو تازه هوا درورسیږي. د کړکیو پردې مو دګرمۍ پر مهال بندې وساتئ تر څو د لمر وړانګې له داخلیدو وژغوري. که امکان یې وي، هغه پلاستیک چي د لمر وړانګی او تودوخه بندوي پر خپلو کړکیو ولګوئ. ستاسې د وجود د ګرمۍ کمولو لپاره یا پکې استعمال کړئ یا هم کولر استعمال کړئ. ډیری ټولنې د سختې تودوخې پر مهال د بیړني یخولو مرکزونه هم پرانیزي. تاسې کولای شئ چي د خپل ښار د معلوماتو تیلیفون شمیرې ته زنګ ووهئ، ویب پاڼه یې وګورئ یا مو له ګاونډي څخه وغواړئ چي په سیمه کي درسره د بیړنۍ یخولو مرکز موندلو کي مرسته وکړي.

 

کوچنیان، او ډیر واړه ماشومان، سپینږیري، او هغه چي مخکې له مخکې طبي شرایط لري، د تودوخې اړوند ناروغیو لپاره ډیر حساس دي. ډاډ تر لاسه کړئ چي دوی یخ چاپیریال ته لاسرسی ولري او په کافي اندازه اوبه وسکي. که څوک مرستې ته اړتیا ولري نو مرسته ورسره وکړئ او ویې هڅوئ چي سمدلاسه د طبي پاملرنې غوښتنه وکړي خصوصأ کله چي د تودوخې ستړیا یا د سټروک نښې نښانې یې پر وجود څرګندې شي.