سره له دې چی په متحده ایالاتو کې هوا د یو ځای څخه بل ځای ته توپیر لري، بیا هم ممکنه ده چي کور مو د کال په دوران کي ځینې وختونه ډیر ګرم وي او حتی ځینې ځایونو کې تودوخه ممکن دومره غیر صحي شي چی ژوند ته هم ګواښ پیښ کړي. د کور یخولو لپاره انرژي تل ګرانه وي او تقریبأ تل د کور د کرایې څخه جدا پرې کیږي. له همدې امله تاسې باید داسې پلان عملي کړئ چي هم مو کور یخ وساتئ او هم د انرژي مصرف مو کم کړئ.

 

په متحده ایالاتو کې تقریبا ټول د هوا یخولو آلې په برق چلیږي. که په کور کي د ایرکنډیشن سیستم لرئ نو تاسې یې باید په سمه توګه استعمال کړئ تر څو مو کور هم یخ وي او بریښنا مو هم کمه مصرف شي. رطوبت کموونکي آلي (dehumidifier) هم د کور په یخولو کي مرسته کوي ځکه چي دا آله رطوبت کموي چي د کور په یخوالي کي مرسته کوي. په هر صورت د رطوبت کمول (dehumidifier) آلې زیات وخت لپاره استعمال ته اړتیا وي چي انرژي هم کاروي. هغه باد پکې چی په برق چلیږي د (dehumidifier) آلې او د ایرکنډیشن سیستم په پرتله لږه بریښنا استهلاکوي. نو د ایرکنډیشن پر ځای د میز، مځکي یا چت پکې د کور په یخولو کي اغیزمن رول لوبوي او انرژي هم لږه کاروي. د لوړی تودوخې پر مهال د ایرکنډیشن سره یو ځای د پکې استعمال د کوټی په یخولو کي اغیزمن وي او هم لږه انرژي مصروفوي.

 

که تاسې د خپل کور د یخولو لپاره ایرکنډیشنر ته اړتیا لرئ نو په یاد ولرئ چي په متحده ایالاتو کې په کرایي کورونو کي درې ډوله د هوا یخولو سیستمونه شتون لري:

 

۱) هغه ایرکنډیشنونه چي د کوټو په کړکیو کې نصبیږي.

۲) ګرځنده ایرکنډیشنونه چي عرابې لري او پر مځکه ایښودل کیږي چي له یوې کوټې څخه بلې کوټې ته یې انتقال اسان وي.

۳) هغه ایرکنډیشن چي د اصلي واحد په ډول په کور کي دننه نصب شوی وي او د مرکزي ایرکنډیشن په توګه تری کار اخیستل کیږي.

 

د کړکۍ ایرکنډیشنر

د کرایي کور د یخولو تر ټولو عامه لاره د کړکۍ ایرکنډیشنونو ده. کیدای شي چي د کور د مالک له اړخه په خونو کې د کړکۍ ایرکنډیشنر دمخه نصب شوی وي، مګر معمولا کرایه ورکوونکي خپل ایر کنډیشنر اخلي او نصبوي یې.

 

ګرځنده ایرکنډیشنرونه

هغه ایرکنډیشنرونه چي له ۲۲ انچو پراخه وي په کړکیو کې یې نصبول ممکن نه دي. که په کور کي مو کړکۍ پراخوالی له ۲۲ انچونو کم وي نو ګرځنده ایرکنډیشنربه ستاسې یواځینی اختیار وي. ګرځنده ایرکنډیشنرونه د کړکۍ ایرکنډیشنرونو په پرتله ډیر انرژي مصرفوي او په خپله داسې ایرکنډیشنرونه هم ګران دي.

 

د ایرکنډیشنرونو پیرودلو لپاره ځینې لارښوونی

  • که تاسې یو ایرکنډیشنر واخلۍ نو د Energy Star لوګو یې وګورئ. هغه ایرکنډیشنرونه چي د Energy Star لوګو لري، ازمویل شوي او تایید شوي چي د بریښنا په کم مصرف کي مؤثر دي.
  • د کوټې د اندازې مطابق چي تاسې یې یخوئ ایرکڼدیشنر غوره کړئ. که چیرې تاسې داسې یو ایرکنډیشن وپیرئ چي د کوټې د اندازې لوړ وي، نو شاید تاسې د اندازې زیاته بریښنا اضافه مصرف کړئ او که تاسې داسې ایرکنډیشن وپیرئ چي د کوټی د یخولو لپاره کافي ځواک نه لري نو داسې آله ممکن کوټه مو کافي یخه نه کړي او بالاخره انرژي به مو زیاته مصرف او ضایع شي.
  • د ایرکڼدیشنر اکثره ماډلونه ټایمرې یا د وخت ثبتولو فنکشنې لري چي کولای شي د ورځې او دشپې پرمهال په مختلفو وختونو کې د تودوخی درجه تنظیم کړي کومه چي د انرژي کارول کموي کله چي تاسې په کور کی نه یاست. داسې ایرکنډیشنر غوره کړئ چي تاسې وشئ کولای تنظیم او پروګرام یې کړئ.

 

د کور یخولو پر مهال د انرژۍ سپمولو لپاره لارښوونې

  • د متحده ایالاتو د انرژي وزارت واړندیز کوي چي د کور د یخوالي حالت مو په ۷۸ درجو کي تنظیم کړئ. که دا راحته نه وي نو د تودوخی درجه یو څو درجې ټیټه کړئ. په یاد ولرئ چي هره فارنهایټ درجه چي تاسې یې د تودوخې له امله پورته کوئ نو د انرژي د لګښت مو له ۱ سلنی تر ۳ سلنو پورې انرژۍ مصرف سپموئ. لکه څرنګه چي بریښنا ګرانه ده، کیدای شي چي د بریښنا مصرف د پام وړ تغیر وکړي.
  • په ګرمه ورځ کي کله چي څوک په کور کي نه وي، د کور ایرکنډیشنر مو په بشپړ ډول مه بندوئ، تاسې کولای شئ چي ۷۸ درجو یا له دې یې لږ لوړ وساتئ. دا به مو انرژۍ خوندي کړي او هم به مو کور ستاسې له راتلو وروسته مناسبې تودوخی ژر را وګرځي.
  • په کړکیو کې د کړۍ سیوری یا پردې وکاروئ یا ییې نصب کړئ او د لمر مخنیوی پرې وکړئ.
  • ځینې ایرکنډیشنرونه فلټرونه لري چي تاسې کولای شئ تل یې پاک وساتئ او ځینې نور فلټرونه دي چي تاسې یې بدلولو ته اړتیا لرئ. لکه څرنګه چي وړاندیز شوي یا کله چي په ښکاره ډول ناپاک وي نو د ایرکنډیشنر فلټر مو پاک کړئ یا یې بدل کړئ. یو ناپاک ایرکنډیشنر ډیره انرژي مصرفوي.
  • د ایرکنډییشنر نصبولو وروسته د کړکۍ شاوخوا بنده کړئ تر څو یخه هوا په کوټه کي ایساره کړئ. او د نورو کړکیو درزونه او چاودونه بند کړئ تر څو کوټې ته ګرمه هوا داخله نه شي.
  • کله چي ایرکنډیشنر چالان وي نو دروازې مو بندی وساتئ.
  • ټولې کړکۍ وتړئ چیرې چې ایرکنډیشنر شتون لري.
  • کله چي په کړکیو کې ایرکنډیشنرونه نصب کړئ یا په کور کي مو مرکزي ایرکنډیشن نصب وي، ډاډ تر لاسه کړئ چي د ایرکنډیشن د هوا ورکولو ځای مخه خلاصه وي او په فرنیچر مو نه وي بنده کړي.
  • په ګرمو ورځو کې کوښښ وکړئ چي ګرموونکي آلې استعمالې نه کړئ لکه منقل، یا د پخلنځي آلې. ټول هغه ګروپونه چې نه یې استعمالوئ بند یې وساتئ.
  • د سینټیټیک پر ځای کتان پارچې استعمال کړئ تر څو وجود مو یخ وساتي.
  • د انرژي ځینې شرکتونه داسې ځینې پلانونه لري چي له مخې یې د لږی ګرمۍ پر مهال چي د ایرکنډیشن تقاضا کمه وي بریښنا ارزانه پلوري او ورته "off peak" هم وایي. دې ته کله کله د بریښنا کارولو وخت یا (TOU) هم وایي. د دوبي پر مهال د شپې لخوا کله چي هوا مناسبه وي او ایرکنډیشنر ته ډیره اړتیا نه وي، نو بریښنا هم ارزانه وي. ځینې شرکتونه TOU ستاسې په پلان کي له مخې لري او ځینې نورو شرکتونو ته یې باید غوښتنه وکړئ. د هغه شرکت سره خبرې وکړئ چي تاسې ته بریښنا درکوي او ورڅخه وپوښتئ چي TOU چي په دوبي کی د ماښام له ۸ بجو پیل کیږي او د سهار تر ۸ بجو وي تاسې ته په کوم قیمت درکوي. د TOU پر مهال د یخې هوا لپاره د ایرکنډیشنر او یا هوا صافوونکي آلې استعمالول ستاسې د برق مصرف کمولای شئ او پیسې هم خوندي کولای شئ.

 

که تاسې د خپل د بریښنا بیل نشئ ورکولای نو ځینې داسې دولتي او مرستندویه ادارې شتون لري چي تاسې سره یې په پرې کولو کی مرسته کوي. د نورو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته ورشئ:

https://www.needhelppayingbills.com/html/need_help_with_electric_bills.html

 

اعلامیه: دا مقاله د کډوالو د کورونو د حل لارې Refuge Housing Solutions برنامې سره په شراکت چمتو شوی. Refuge Housing Solutions د کلیسا نړیوال خدمت یا Church World Service یو پروژه ده چي تمویل یې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا کیږي.