طوفان (Hurricane) څه ته وایی؟

طوفانونه (Hurricanes) پیاوړي بادونه دي چي کولای شي کورونو، تأسیساتو او د انسانانو ژوند ته جدي خطرونه پیښ کړي. ښه چمتووالې او د طوفان پر مهال خوندي پاتې کیدو پر لارو چارو پوهیدل په سیمه کي د هر اوسیدونکي یا ورتلونکي وګړي لپاره خورا مهم دي.

 

طوفانونه یا Hurricanes د مکسیکو په خلیج یا اتلانتیک سمندر کي رامنځته کیږي. دا طوفانونه کولای شي چي په تیزۍ سره په مرتب ډول وده وکړي. ځینې وختونه دا طوفانونه په سلګونو میله پراخه وي چي کولای شي په لنډ وخت کي لویې سیمې اغیزمن وکړي. که تاسې په سویلي ټیکساس، لویزیانا، میسیسیپي، الاباما، فلوریدا، جورجیا، سویلي کارولینا، شمالي کارولاینا، ویرجینیا، ډي سي، میریلینډ، ډیلاویر، ختیځ پنسلوانیا، نیو جرسي، ختیځ نیویارک، کنیټیکټ، ماسچوسیټس، نیو همشایر او یا په مېن ایالت کي ژوند کوئ نو تاسې په ځانګړي ډول د طوفانونو له خطر سره مخ یاست. طوفانونه په همدې ډول کولای شي چي د پورته ذکر شوو ایالتونو داخلي سیمو ته هم ورسیږي چي د باران، سیلابونو، زیان رسوونکي باد او حتی طوفانونو سبب کیږي. د طوفان رسمي موسم د جون له ۱ څخه تر نومبر ۳۰ پورې وي.

 

با خبر پاتې شئ

د باوري سرچینو څخه د تازه معلوماتو لاسته راوړلو سره ځانونه تل با خبر ساتئ چي ځینې سرچینې یې داسې دي: د ملي طوفان مرکز، سیمییز بیړنی حالاتو مدیریت ادارې او خبرونه. ستاسې د سیمې لپاره د طوفان لیدونو او اخطارونو ته پام وکړئ. ستاسې په سیمه کي د طوفان لید (hurricane watch) یعنې طوفان راتلل ممکن دي او د طوفان خبردارۍ (hurricane warning) یعنې طوفان راتلونکی دی تر منځ توپیر وپیژنئ.

 

یو بیړنۍ بکسه چمتو کړئ

د هر ډول طوفان له ګواښونو څخه د مخه یوه بکسه جوړه کړۍ چي د اضطراري حالت لپاه په کار راځي او ډاډ تر لاسه کړئ چی د پینځو ورځو لپاره خواړه او اوبه ولرئ. په یاد ولرئ چي ستاسې د نل اوبه ممکن د طوفان وروسته ککړی شي او که چیرې د طوفان په اړه لید یا خبرداری خپور شي نو پلورنځي هم ممکن د اوبو، خواړو او نورو مهمو توکو څخه ژر خالي شي. د بیړني بکسو په اړه د نورو معلوماتو لپاره د Settle In د مرستې مرکز دا لینک ته ورشئ: 

 

https://www.settlein.support/hc/ps/articles/10905687945885

 

ملکیت مو خوندي کړئ

د احتمالي زیان څخه د خپلې کور ساتنې لپاره احتیاطي تدابیر ونیسئ. ونې او بوټې پرې کړئ، بهر لوښې او سامانونه خوندي کړئ، او دروازې او کړکۍ مو کلکې کړئ. کثافات دانۍ، د حویلۍ فرنیچر، ګریلونه، یا هر هغه تجهیزات خوندي کړئ یا کور ته دننه راوړئ چي د قوي باد پر مهال خطر پیښوي.

 

کله چي د وتلو مشوره درکړل شي نو ووځئ

که چیرې چارواکې مو د سیمې څخه د وتلو لپاره امر صادر کړي نو جدي یې ونیسئ او ژر تر ژره ووځئ. ځان دمخه خبر کړئ او د وتلو لارې تعقیب کړئ. مخکې له مخکې پلان شوی منزل په ‌ذهن کي ونیسئ لکه د یو ملګري یا خپلوانو کور مو، هوټل، یا ټاکل شوي سرپناه. د درنو ترافیکو او احتمالي خطرونو د مخنیوي لپاره له سیمې وختې ووځئ. په یاد ولرئ کله چي د خونديتوب په لټه کي یاست، تل غوره ده چي احتیاط وکړئ.

 

د کورنۍ لپاره مو بیړنی پلان جوړ کړئ

د کورنۍ لپاره مو بیړنی پلان جوړ کړئ او ډاډ تر لاسه کړئ چي په کور کي مو هر یو شخص پرې پوه وي. د جلا کیدو په صورت کي د یو ځای کیدو ځای هم په نښه کړئ. د کورنۍ هر یو غړي ته مسؤلیتونه وټاکۍ لکه د مهمو اسنادو راټولول، د بیړني کیټ بسته کول، یا د څارویو ساتنه. خپل پلان د اغیزمنې سیمې څخه بهر د خپلوانو یا ملګرو سره شریک کړئ تر څو دوی ستاسې د ځای په اړه خبر وي.

 

د طوفان پر مهال خوندي پاتی شئ

که تاسې د وتلو توان نه لرئ، لاندې اړین احتیاطي تدابیر ونیسئ:

  • په کور دننه پاته شئ او له کړکیو او دروازې لیرې شئ.
  • د طوفان پر مهال کړکۍ، پردې او شیډونه بندې وساتئ تر څو د کړکۍ د شیشو ماتیدو پر وخت له ماتو شیشو او پرزو وژغورل شئ.
  • د خپل کور په ټیټه سطحه کي په یوه کوچنۍ، بې کړکۍ، داخلي خونه کي پناه واخلئ.
  • د هوا تازه معلومات او خبرتیاوې وڅارئ.
  • خپل بیړنی بکسه یا کیټ او د تازه اوبو ته لاسرسی اسانه کړئ.
  • د رڼا ورکولو لپاره د شمعې پر ځای د لاسي څراغونو څخه کار واخلئ ځکه چي شمع د اور خطر لري.
  • د طوفان پر مهال د بریښنایي وسایلو او لین لرونکو تیلفونو له کارولو ډډه وکړئ.
  • د تازه معلوماتو او لارښوونو لپاره د ځایی چارواکو سره اړیکه ونیسئ.

 

د طوفان څخه وروسته

حتی وروسته له دې چي طوفان تیر شي، مهمه ده چي لا هم محتاط اوسئ او د خوندیتوب لارښوونې تعقیب کړئ. سیلاب ځپلو سیمو ته له ورتګ څخه ډډه وکړئ او د بریښنا د لینونو او کثافاتو څخه لیرې پاتې شئ. د احتمالي خطرونو څخه خبر اوسئ لکه د ودانیو کمزوری جوړښت یا ککړی اوبه. د خپل چاپیریال ارزونه وکړئ او د بیړنیو حالاتو د مسؤلو چارواکو لارښوونې تعقیب کړئ.