کله چي نوي تعلیمي کال پیل شي نو مهمه ده ډاډ تر لاسه کړئ چي کوچنیان مو په فزیکي او ذهني ډول بیرته ټولګي ته د ستنیدو لپاره چمتو دي. راځئ چي ځینې هغه لارښووني ومومو چي زموږ کوچنیانو لپاره ټولګي ته بیرته ستنیدل اسانه کوي.

 

د کوچني سره مو خبری وکړئ

ښوونځۍ ته د چمتووالي پر مهال مو د اولادونو سره خبرې پیل کړئ. کوچنیان مو شاید ډول ډول احساسات ولري چي په هغې کي جذبه، اضطراب او حتی ویره هم شامل دی. داسې حالتونه په ځانګړي ډول د هغو کوچنیانو لپاره صدق کوي چی په لومړي ځل یا نوي ښوونځۍ ته ځي، یا په متحده ایالاتو کې په لومړي ځل ښوونځي ته ځي. د داسې کوچنیانو څخه د دوی د احساساتو په اړه وپوښتئ. ورته ووایاست چي دوی باید تاسې سره خبرې وکړي که چیري دوی په ښوونځۍ کي د ملګرو، ښوونکو، یا کورنۍ دنده کې له ستونځو سره مخ وي.

 

پوره خوب کول

د کوچنیانو لپاره مو پوره خوب کول اړین دي تر څو یې په فزیکي او ذهني ډول صحت ښه وي او هم په ښوونځۍ کي ښه فعالیت ولري. د اوړي د رخصتیو په جریان کې ماشومان شاید خپل خوب کولو د تقسیم اوقات مطابق جوړ کړی وي، یعنې دوی ناوخته ویده کیږي او سهار ناوخته پاڅیږي. د دې لپاره چي تاسې ورسره د خوب کولو په سمون کي مرسته وکړئ اړینه ده چي په وخت یې ویده کړئ او په وخت یې پآڅوئ. پرلپسې پر وخت ویده کول او پر وخت له خوبه پاڅول د کوچنیانو خوب سمولای شي.

 

د خوب وخت معمول ګرځول ګټور دی خصوصأ کله چي ټوله کورنۍ په شریکه فضا کي ویده شي. د خوب کولو څخه د مخه د آرام کولو فعالیتونه لکه کتاب لوستل، لمونځ کول، یا ستاسې د ورځي لپاره یو ځای ناسته کولای شي چي د بدن په آرامۍ کي مرسته وکړي کومه چي د خوب کولو لامل کیږي. پدې کي د خوب کولو د مخه ځینې فعالیتونه شامل دي لکه د غاښو برس کول، د مخ مینځل، کتاب لوستل، لمونځ کول، یا یو ځای ناسته او د ورځي په اړه خبری کول دي. انسان که د هر عمر وي پوره خوب کولو ته اړتیا لري تر څو په روښانه ډول فکر وکړي او په آسانه زده کړه وکولای شي. دا عمل په ځانګړي ډول د ماشومانو او ځوانانو لپاره صدق کوي چي دوی باید پوره خوب وکړي. هغه کوچنیان چی عمرونه د یو او دوه کلونو تر منځ وي له ۱۱ تر ۱۴ ساعتونو خوب ته اړتیا لري چي په هغې کی لنډ خوب هم شامل وي. په وړکتون کي چي کوچنیان له ۳ تر ۵ کلونو عمر لري باید ۱۰ تر ۱۳ ساعتونو خوب وکړي. هغه کوچنیان چی عمرونه یې له ۶ تر ۱۳ کلونو وي باید له ۹ تر ۱۲ ساعتونو خوب وکړي او هغه ځوانان چي عمرونه یې له ۱۴ تر ۱۷ کلونو وي باید ۸ تر ۱۰ ساعتونو خوب ولري.

 

صحي خواړه او حرکت

د اوړي په دوران کي کوچنیان ممکن په وخت خواړه ونه خوري او شاید خوراک یې غیر صحي هم وي. کله چي نوی تعلیمي کال پیل شي نو کوچنیان مو وهڅوئ چي صحي خواړه وخوري. چي په دې کي د کوچنیانو د سهار خواړه، د غرمي خواړه او یا هم د ښوونځۍ لخوا په وړیا ډول یا ارزانه خواړو په پروګرام کي مو کوچنیان شامل کړئ.

متوازن او ښه خواړه د ماشومانو د ودې، پرمختګ او د زده کړو فعالیت لپاره اهم دي. مخکې له دې چي نوي تعلیمي کال پیل شي، د کوچنیانو د خوراک عادوتونو ارزولو ته وخت ورکړئ تر څو مهم تغییرات پکې راولئ. هغه خوراک چي په هغې کي پروټين، حبوبات، میوې، یا سبزي شتون ولري غوره خواړه شمیرل کیږي. ښه خواړه په ښوونځۍ کي د یوې ګټورې ورځې لپاره اړینه انرژي چمتو کوي.

فزیکي فعالیت هم د ماشوم فزیکي روغتیا، د زده کړی وړتیا، او احساساتي هوساینې لپاره حیاتي ده. په دې اړه فکر وکړئ چي تاسې څنګه کولای شئ د خپلو کوچنیانو سره مو په منظم ډول حرکت وکړئ حتی که دا یواځې لنډ مزل، د باسکټبال لوبه، یا خوراک وروسته د پتنګ الوځولو لوبه هم وي. منظم فزیکي فعالیت د دوی د ودې عمومي روغتیا، په ټولګي کي تمرکز او د زده کړی وړتیا او د خوب کیفیت ښه کوي.

 

د احساساتو د ملاتړ چاپیریال رامنځته کول

نوی تعلیمي کال کیدای شي د کوچنیانو لپاره مختلف احساسات پیدا کړي چي په هغې کي جذبه او اضطراب شامل دی. د دوی خبرو ته غوږ نیول، او د دوی ښوونځۍ ته د بیرته تګ لپاره د دوی احساسات او اندیښنې اوریدل یې په حلولو کي مرسته کوي. د مثبتو تجربو په هکله بحث کول یا هغه څه ورته یا دول چي دوی په تیرو وختونو کي په ښوونځۍ کی درلودل او څنګه یې ملاتړ تر لاسه کړ ښه دي. په همدې ډول کوچنیانو ته باید ډاډ ورکړل شي چي دوی به د ښوونځۍ په ټول کال کي ستاسې ملاتړ ولري.

 

هڅه وکړئ چي د ښوونځۍ پر پیل او پای ځان خبر کړئ، او پر دې هم ځان پوه کړئ چي ستاسې کوچنی به کله ښوونځۍ ته ځي او کله به کورته راځي. که تاسې انټرنیټ ته لاسرسی لرئ او په انګلیسي ژبه پوه یاست یا هم څوک پيژنۍ چي په انګلیسي ژبه خبری کولای شي نو د ښوونځۍ ویبپاڼی ته ورشئ، د ښوونکو په اړه ولولئ، او هم پر دې پوه شئ چي په ښوونځۍ کي کوم فعالیتونه شتون لري. دا هر څه مو د کوچني سره شریک کړئ تر څو ګونګ حالت نه وي او ستاسې او د کوچني ذهني فشار مو کم وي. د کوچني د ناروغتیا په صورت کي خپل پلان درسره وسنجنوئ. دا د دې لپاره چي پوه شئ چي څه وکړئ او په ښوونځۍ کي چا سره اړیکه ونیسئ. د وړ ماشومانو لپاره ځان پوه کړئ چي که چیری دوی خفه وي یا تاسې یادوي نو باید څه وکړئ. د بیلګي په توګه کوچني ته مو یو څه ورکول یا جیب کي ايښودل یا هم ورته د ورو ساه اخیستلو تجربه وښایاست.

 

ښوونځۍ ته بیرته د تګ په پروسه کي دوی شاملول د خپلواکۍ او مسؤلیت احساس رامنځته کوي چي کیدای شي اندیښنه کمه کړي. دوی ته اجازه ورکړئ چي د ښوونځۍ تجهیزات، د غرمې ډوډۍ بکسه، او کتابونه بکسه په خپله غوره کړي. دا کار کولای شي چي په کوچنیانو کي مو باور او لیوالتیا زیاته کړي.

 

ځینې ماشومان ممکن د ناروغۍ او میکروبونو په اړه اندیښمن وي، یا په ځانګړي ډول د کوویډ-۱۹ څخه د ناروغیدو په اړه اندیښمن وي. د خپلو ماشومانو سره مو د لاسونو د حفظ الصحې په اړه خبرې وکړئ لکه د خوړو څخه د مخه یا د تشناب څخه وروسته لاسونه پریمینځل د دوی د ذهني فشار په کمولو کي مرسته کوي. تاسې کولای شئ چي کوچنیانو سره مو د ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره پر واکسین کولو هم وغږیږئ. لکه د زکام څخه د وقایې واکسین یا د کوویډ-۱۹ دوه اړخیز بوسټرونو لپاره د ملاقات لپآره غوښتنه وکړئ.

 

لکه څرنګه چي نوی ښوونیز کال نږدې کیږي، په یاد ولرئ چي چمتووالې یواځې ښوونځی لپاره د توکو پیرودل نه دي بلکه له دې څخه ډیر دي. متوجه اوسئ چي کوچنی مو ښه خوب وکړي، صحي خواړه وخوري ځکه چي دا ټول د کوچني د هوسایې، خوښئ او بریالیتوب چانس زیاتوي. د متوازن او ملاتړ کوونکي ژوند انداز مو کوچنیان ښه چمتو کوي، خوب یې بهتره کیږي او د ښوونځۍ نوی تعلیمي کال لپاره په بهتر ډول چمتو کیږي.