د یخو میاشتو پر مهال د انرژي او پیسو سپمولو لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چي که په کور کي مو ترموسټاټ ولرئ نو په ښه ډول یې وکاروئ. ترموسټاټ یو کوچنۍ بکس ته ورته ماشین دی چي په دیوال کي نصب وي او په اوتومات ډول په کور کي تودوخه فعالوي او بندوي یې تر څو ستاسې کور په هغه حرارت کي وساتي چي تاسې تنظیم کړی. ډیرۍ ترموسټاټونه په اتوماتیک ډول ټیټه تودوخه کي ساتل یا تل یې تنظیمول د کور لپاره ډیرې پیسې سپما کولاي شي.

 

کله چي په کور کي یاست نو د کور ترموسټاټ مو په ۶۸° فارنهایټ (۲۰ سانتیګراد) کي وساتئ. که تاسې ته معلومه شي چي د تودوخې بیل مو خورا لوړ دی نو نور یې هم کښتنه کړئ او ګرم کالي واغوندئ. په دې سره کولای شئ چي ۳ سلنه انرژی وسپموئ او بیل مو کم شي. کله چي ویده کیږئ نو ترموسټاټ مو ۶۲ فارنهایت ته کښته کړئ او داسې یې تنظیم کړئ چي د کورنۍ له ویښیدو یو نیم ساعت د مخه بیرته ۶۸ فارنهایټ (۱۷ سانتیګراد) ته مو د کور تودوخه بدله شي. کله چي تاسې کار ته ځئ او کوچنیان مو مکتب ته ځي نو ترموسټاټ مو ۶۲ فارهنایټ (۱۷ سانتیګراد) درجو ته واړوئ او له راتګ څخه د مخه یې بیرته ۶۸ فارنهایټ (۲۰ سانتیګراد) درجو ته تنظیم کړئ.

 

مهم: هیڅکله په ژمي کي د کور تودوخه په بشپړ ډول مه بندوئ. که تاسې ولاړ شئ نو د ۵۵ او ۶۰ فارنهایټ (۱۳-۱۵ سانتیګراد) درجو په منځ کې یې تنظیم کړئ. که تاسې د کور ګرمولو سیسټم بند کړئ نو ستاسې د کور پایپیونه به کنګل او مات به شي او تاسې به د نل دوانۍ او کور کي د اوبو له امله د زیانونو مسؤل یاست چي کیدای شي په زرګونو ډالر وي.

 

ځینې د کرایي کورونه د خونو په دیوالونو کې ځانګړي بریښنایي هیټرونه لري. دا هیټرونه په هغه کوټو کې چي نه یې کاروئ بند کړئ او یواځې په پخلنځئ او تشنابونو کې مه بندوئ تر څو پایپونه مو د یخنۍ له امله د ماتیدو وژغوري. که چیری تاسې د اضافي تودوخې لپاره ګرځنده بریښنایي بخارۍ کاروئ نو لاندې لارښوونې عملي کړئ:

 

  • که په کور کي نه یاست نو هیڅکله یې چالان مه پریږدئ.
  • اضافي اوږد مزی مه استعمالوئ.
  • کله چي یې نه کاروئ نو د برق څخه یې لیري کړئ.
  • هغه توکې چي لمبه کوي د بخارۍ څخه لیري وساتئ لکه جامې، کاغذ، یا فرنیچر چي لږ تر لږه باید درې فټه لیري وساتل شي.

 

په یاد ولرئ چي د ګرځنده بریښنایي هیټرونه ډیره انرژي کاروي. یواځې د اړتیا پر مهال یې وکاروئ.

 

سړه هوا بهر وساتئ او ګرمه هوا دننه وساتئ

 

کورونه تقریبأ په عادي ډول یو پر دریمه اندازه انرژي د کور د کړکیو او درشل له لارې ضایع کوي. هغه ځایونه چي خلاص وي نو د انسلېشن او د هواد د بندولو موادو سره بند کړئ تر څو یخه هوا د کور بهر پاتې شي او ګرمه هوا د کور دننه پاتې شي. د دروازې په لاندې برخه کي د هوا بندولو سویپیونه ولګوئ. تاسې کولای شئ چي دا توکې په سیمه کي د هارډویر یا لویو مغازو څخه چي د کور سامان خرڅوي وپيرئ. په کور کي داسې واړه سوري په کال کي له ۱۰ تر ۲۰ سلنه بریښنا ضایع کوي.

 

د ژمي پر مهال پردې کولای شي چي د کور په ګرمولو کي ونډه واخلي او تر ۱۰ فیصده انرژي سپما کړي. که پردې کړکیو ته نږدۍ ځوړندې وي نو کولای شي چي تر ۲۵ سلنه انرژي سپما کړي اما د ورځې پر مهال پردې پرانیستل د کور په ګرمولو کي هم مرسته کوي. په یاد ولرئ چي د شپې پر مهال د کوټو پردې بندې وساتئ خصوصأ هغه کوټې چي د لمر وړانګی ورته نه داخلیږي. همدارنګه په یاد ولرئ چي د بخارۍ هوا د فرنیچر یا نورو توکو په واسطه نه وي بند شوي. که تاسې د انرژۍ بیل په اداء کولو کی ستونځه لرئ نو په لاندې لینک کي ځینې دولتي او خیریه پروګرامونه شتون لري چي کیدای شي درسره مرسته وکړي:

 

https://www.needhelppayingbills.com/html/need_help_with_electric_bills.html

 

اعلامیه: دا مقاله د مهاجرینو د هستوګنې حلونو یا Refugee Housing Solutions سره په ملګرتیا جوړه شوی. د مهاجرینو د هستوګنې حلونه د کلیسا د نړیوال خدمت یوه پروژه ده چي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یې مالي ملاتړ کیږي.