د لیډ رنګ مسمومیت څه ته وایی؟

لیډ یو طبییعي زهرجن فلز ته وایي چي کیدای شي د خوړلو، لمس او تنفس کولو له لارې د انسان وجود ته داخل شي او جدي روغتیایي ستونځې رامنځته کړي. په تیرو وختونو کې لیډ په رنګ کي یو عنصر و چي د کورونو په داخل او بهر کې استعمالیده. که څه هم په متحده ایالاتو کې په ۱۹۷۸کي د لیډ پر بنسټ د ټولو رنګونو کارول منع شول په زړو کورونو کې د لیډ مسمومیت یو ریښتینی روغتیایي ګواښ ګڼل کیږي.

 

د لیډ مسمومیت کولای شي چي په هر چا اغیزه وکړي. او کوچنیان په ځانګړي ډول د جدي خطر سره مخ کړي ځکه کوچنیان کیدای شي چي توږیدلې رنګ لمس یا وخوري چي په هغې کي د لیډ مسمومیت شتون لري. د کوچنیانو جسم لا هم پرمختګ کوي، او د مغزو او عصبي سیستم د لیډ رنګ په مقابل کي ډیر حساس وي چي په نتیجه کي په کوچنیانو کې د چلند ستونځې رامنځته کړي، بلوغت یې وځنډوي، او مغزو ته یې زیان ورسوي. لیډ همدارنګه کولای شي چي د بدن غړو، وینې، او هاضمې سیستم ته هم زیان ورسوي. په ډیره لوړه کچه لیډ ممکن مرګوني وي. لیډ په طبیعي ډول د انسان په بدن کي نه موندل کیږي، او هر مقدار چي په ماشومانو کې وموندل شي زهري ګڼل کیږي.

 

مخکې له دې چي د کرایې تړون لاسلیک کړئ، او هغه کور یا اپارتمان ته داخل شئ چي د ۱۹۷۸ څخه د مخه جوړ شوی وي، د فدرال د قانون له مخې د کور څښتن مسؤل دي چې د لیډ له لارې د رنګ خطرونو په اړه معلومات شریک کړي. برسېره پر دې، ایالتونه او ښارونه خپل قوانین لري، چي د لیډ ککړتیا او لیډ مسمومیت په ګوته کوي. ځینې ایالتونه، او ښارونه په دې اړه خورا سخت قوانین لري. د بېلګي په ډول، د نیو یارک ایالت د قانون له مخې هغه کوچنیان چې عمرونه یې د شپږو میاشتو او شپږو کلونو تر منځ وي باید هر ځل ډاکټر ته د معمولو طبي معایناتو پر مهال یې باید ليډ مسمومیت هٌم معاینه شي. ستاسې په ایالت یا ښار کې د ځانګړو لیډ قوانینو په اړه د نورو معلوماتو لپاره موږ ته پیغام راولیږئ.

https://www.facebook.com/SettleInUS

 

کوچنیان څنګه له زړو رنګونو د لیډ مسمومیت اخلي؟

زړه رنګمالي په اسانه بېلېدای شي او هم رالویدای شي. کیدای شي چي کوچنیان هغه رنګونه چي پر مځکه لویږي وخوري. رنګونه هم کوچني ذرې په هوا کي پریږدي چي د ګرد په توګه د کوچنیانو د لوبو پر سامان یا په نورو شیانو پریوځي چي شاید ماشومان یې خولې ته واچوي. کوچنیان همدارنګه د لیډ مسمومیت د توکو د څټلو، او ژوولو هم اخیستلای شي. داسې توکې کیدای شي چي کړکۍ وي، فرنیچر وي ، میزونه او یا هر هغه توکې وي چي رنګ ورپورې وي یا د لیډ ګرد پرې پروت وي. همدارنګه، که چیري د لیډ رنګمالي توګول شوي وي یا ګرول شوي وي تر څو پرې بل رنګ شي، بیا هم د لیډ مسمومیت لرونکي ګرد خوشي کوي چي ټول کور پورې وي، او باید د پاکولو متخصص لخوا په مکمله توګه پاک شي.

 

د لیډ مسمومیت نښی نښانی څه دي؟

د لیډ مسمومیت نښانی تر هغه و خت نه څرګندیږي تر څو د خطرناک مقدار تر کچې د انسان په وجود کي د لیډ مسمومیت نه وي جمع شوی. له همدی امله، مهمه ده چي په کور کې د لیډ مسمومیت پر خطرونو ځان مخکې له مخکې خبر کړئ. په کوچنیانو کې د لیډ مسمومیت ځینې نښې نښانې په لاندې ډول دي:

  • په زده کړو کې ستونځې
  • په عادت کي تغیرات
  • ژر خفه کیدل
  • سر دردی
  • د اشتها کمیدل
  • د وزن کمیدل
  • ستړیا
  • د خیټی درد
  • کانګی کول
  • قبضیت
  • کڼیدل
  • میرګي

 

څنګه کولای شم چی د لیډ مسمومیت لرونکي کور یا اپارتمان په اړه خبر اوسم؟

تر څو چي کور د متخصص لخوا کتل شوی نه وي، ناشونې ده چي عام کس په دې پوه شي چي په کور کي د لیډ مسمویت رنګمالي تر سره شوی کومه چي په هغه کورونو کې شاید وموندل شي چي د ۱۹۷۸ کال څخه د مخه جوړ شوي وي. ډاډ تر لاسه کړئ چي د کور خاوند د فدرال قوانین او لایحې مراعاتوي. په ځینو ایالتونو کې، د لیډ په اړه د هغه کور چي ۱۹۷۸ کال څخه د مخه جوړ شوي د متخصصینو لخوا یې کتل باید تر سره شي خصوصأ کله چي هغه کورته کوچنیان کډه کیږي.

 

زه باید د لیډ پر بنسټ رنګ څخه د احتمالي مسمومیت د کنټرول لپاره کوم ګامونه پورته کړم؟

  • هغه کور چي تاسې د کرایې لپاره یې غواړئ، پر آنلاین بڼه یې وګورئ چي د ۱۹۷۸ څخه خو د مخه نه دي جوړ شوی. تاسې داسې کورونه د کور خرڅولو پر ځینو ویبپاڼو کتلای شئ لکه Realtor، Zillow یا Trulia. دا معلومات تاسې کولای شئ چي پر آنلاین بڼه، یا د ایالت او ښار پر ډاټابیس هم وګورئ.
  • د کور مالک ته مو په کلکه ووایاست چي تاسې ته په کور کي د لیډ مسمومیت خطرونو په اړه ټول معلومات او د قانوني سپارښتنې در وسپاري مخکې له دې چي کورته کډه شئ.
  • که تاسې کور کي نوی زیږیدلی کوچنی لرئ یا مو کوچنی د شپږو کلونو کم عمر لري نو د کور څښتن خبر کړئ.
  • که د کرایي کور کي مو رنګ توییږي نو د کور څښتن ته ووایاست.
  • د کوچني ډاکټر ته مو د لیډ مسمومیت په اړه ووایاست.
  • که مو کوچنی له شپږو کلونو کم عمر لري نو د لیډ مسمومیت ټیسټونه یې اقلأ په کال کي یو ځل تر سره کړی.

 

که چیری تاسې ته معلومه شي چي ستاسې د کرایي کور د ۱۹۷۸ کال څخه د مخه جوړ شوی او پاک شوی نه دي لاندې مؤقتي اقدامات ترسره کولای شئ تر څو مو کوچني د لیډ مسمومیت څخه وژغورل شی:

  • کور مو هر وخت د پاکولو توکو سره پاکوئ چي په هغې کي صابون اوبه او وایپونه شامل دي تر څو ګرد او د رنګ ماتې شوی ټوټې د پاکولو پر مهال لیرې شي. د رنګ برخه په کلکه توګه ومښئ تر څو د لیډ مسمومیت له منځه ولاړ شي. کله چي مو کار پوره کړ، نو د پاکولو ټوټی او کاغذونه په یو پلاستیک کي وتړئ او ویې غورځوئ. کړکۍ، دروازو مخه، او مځکې ته باید تر ټولو زیاته پاملرنه وشي.
  • د کوچنیانو لاسونه مو د ویده کیدو او خوړلو دمخه پاک پریمینځئ. همدارنګه مو د کوچنیانو د لوبو سامان، بوتلونه او چوشکونه هم پریمینځئ.

 

په یاد ولرئ، د لیډ مسمومیت څخه مو د کوچنیانو ژغورلو یواځینې لاره دا ده چي باید کور مو د لیډ لرونکو رنګونو څخه کاملأ پاک شي.

 

اعلامیه: دا مقاله د مهاجرینو د هستوګنې حلونو یا Refugee Housing Solutions سره په ملګرتیا جوړه شوی. د Refugee Housing Solutions د کلیسا د نړیوال خدماتو یوه پروژه ده چي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یې مالي ملاتړ کیږي.