د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر ۱۳ وروسته، مثبت پناه غوښتونکي باید د خپل پناه غوښتنې مرکې یا اینټرویو ته یو ژباړونکی ځان سره راوړي که چیری دوی په انګلیسي ژبه روان نه وي یا غواړي چې د انګلیسي پرته په بله ژبه کې د دوی مرکه تر سره شي. که یو مثبت پناه غوښتونکی ژباړونکي ته اړتیا لري او ځان سره یې نه راوړي، یا که د دوی ترجمان په انګلیسي ژبه او هغه ژبه چې غوښتونکی یې خبرې کوي روان نه وي، او غوښتونکی ښه دلیل و نه لري، USCIS کیدای شي دا د مرکې لپاره د حاضریدو ناکامي وګني او کیدای شي د پناه یا اسایلم غوښتنلیک رد کړي یا یې مهاجرت قاضي ته غوښتنلیک وسپاري. USCIS به د هرې انفرادي قضیې پر بنسټ ښه لامل تعیین کړي.

 

د ژباړونکي اړتیاوې:

• ژباړونکی باید په انګلیسي ژبه او په هغه ژبه چې غوښتونکی یې په روانۍ سره خبرې کوي روان وي او باید لږترلږه ۱۸کلن وي.

 

ژباړونکی باید لاندې کسان نه وي:

  • یو فرد چې د پناه غوښتنې یا اسایلم دوسیه لري او تر اوسه یې مرکه نه ده شوې
  • د غوښتنلیک ورکوونکي وکیل یا رسمي استازی
  • یو شاهد چې د غوښتونکي په استازیتوب شاهدي ورکوي
  • د غوښتونکي د تابعیت هیواد (یا، که بې وطنه وي، د دوی وروستی استوګنځای) د حکومت استازی یا کارمند