د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۱د متحده ایالاتو د کورني امنیت ریاست (DHS) اعلان وکړ چي د افغانستان لپاره به د لنډمهاله خوندي حالت موده د ۱۸ میاشتو لپاره ریډیزاین او تمدید شي. دواړه ریډیزاین او تمدید به د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۲۱ څخه پیل کیږي او د ۲۰۲۵ کال د می په ۲۰ باندې پای ته رسیږي.

 

آیا تاسې دم مهال TPS لرئ؟ که چیری تاسې TPS لرئ او غواړئ چي د ۲۰۲۵ کال می ۲۱ پورې مو موده نوره هم وغځوئ، تاسې باید بیا ځلی د ۶۰ ورځو په دوران کې ځانونه راجسټر کړئ چي ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۱ او ۲۰۲۳ کال د نومبر ۲۱ په منځ کې کولای شئ چي ځانونه راجستر کړئ.

 

 آیا TPS نه لرئ؟ تاسې ممکن ورته وړ یاست. هغه کسان چي د افغانستان تبعه وي (او هغه چي یې تبعه نه دي خو په نږدۍ وختو کې یې په مسلسل ډول په افغانستان کي ژوند کړی وي) او بیا یې په متحده ایالاتو کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۲۱ څخه را پدیخوا په مسلسل ډول یې ژوند کړی وي، او د ۲۰۲۳ کال د نومبر ۲۱ راهیسې په دوامداره توګه په متحده ایالاتو کې فزیکي شتون لرلي وي، کولای شي چي د TPS تر لاسه کولو لپاره غوښتنلیک وړاندی کړي. که تاسې په لومړي ځل غوښتنلیک لیږئ نو کولای شئ چي د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۲۵ څخه تر ۲۰۲۵ کال د اپریل ۱۹ مو اپلیکیشن واستوئ.

 

 تر ټولو زیات پوښتل شوي سوالونه: د افغانانو لپاره لنډمهاله خوندي حالت

 

پوښتنه: لنډمهاله خوندي حالت (TPS) څه ته وایي؟

ځواب: TPS د کډوالۍ لنډ مهاله خوندي حالت ته وایي چي د ځینو هیوادونو هغو اتباعو ته ورکول کیږي چي په هیواد کي د جګړې، طبیعي ناورین، یا نورو شرایطو سره مخ وي او هیواد ته یې بیرته ستنیدل ستونځمن وي یا یې امنیت ته خطر وي. TPS تاسې ته اجازه درکوي چي په امریکا کي په مؤقت ډول ژوند وکړئ او پکې په قانوني توګه کار وکړئ. TPS دایمي کډوالۍ یا ګرین کارت ته لار نه هواروي. افغان پارولیان او TPS درلودونکي چي غواړي په امریکا کي په دایمي ډول ژوند وکړي باید په امریکا کي د قبلیدو لپاره یو له څو لارو چارو انتخاب کړي چی ورته وړ وي.

 

پوښتنه: څوک TPS لپاره درخواست لیږلو ته وړ دي؟

ځواب: که تاسې افغان یاست (یا تاسې د افغانستان تابعیت نه لرئ خو هلته په وروستیو وختونو کې اوسیدلي یاست) او اوس په متحده ایالاتو کې یاست، تاسې کولای شئ چي د TPS غوښتنه وکړئ. دا به تاسې ته اجازه درکړي چي په متحده ایالاتو کې په قانوني توګه ژوند وکړئ او کار وکړئ تر هغه چي افغانستان د TPS هیوادو نومول شوی وي. هغه خلک چي دایمي حیثیت لري، لکه قانوني دایمي اوسیدونکي، پناه غوښتونکي یا کډوال وي د TPS لپاره وړ نه دي.

 

پوښتنه: TPS ته د وړ کیدو لپاره افغان اتباع باید کوم شرایط پوره کړي؟ 

ځواب: TPS د وړتیا لپاره باید افغان تابعیت لرونکي د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر په ۲۰ (یا د هغه څخه مخکې) په متحده ایالاتو کې ژوند کړي وي. دا په دې معنی چي د ۲۰۳۲ کال د سپتمبر په ۲۰ متحده ایالات یو اصلي هیواد وو چي تاسې پکې ژوند او کار کاوه. برسیره پر دې TPS لپاره غوښتنلیک ورکوونکی باید په متحده ایالاتو کې په مسلسله توګه د ۲۰۲۳ کال د نومبر د ۲۰ را پدیخوا پرته له بهر ته تللو ژوند کړي وي. مسلسل فزیکی شتون پدې معنی چي تاسې په متحده ایالاتو کې یاست او بهر ته سفر مو نه دي کړي. په امریکا کي د اوسیدلو او فزیکي شتون په اړه ځینې استثنا‌‌‌ءات شتون لري د هغو لپاره چي د متحده ایالاتو څخه لنډ وخت لپاره بهر ته سفر کوي.

هغه کسان چې د TPS لپاره غوښتنه کوي باید جدي جرمي ریکارډ ونه لري. که تاسې په امریکا کي پر یوه یا دوه یا ډیرو جرمونو محکوم شوي یاست، تاسې شاید د TPS ګټو یا نوي کولو لپاره یې وړ نه یاست. هغه کسان هم TPS ته وړ نه دي چي د بل فرد په څارنی یا په ترهګریزونو فعالیتونو کې ښکیل وي یا یې ملاتړ کړي وي. که چیری تاسې TPS ته د وړتیا په هکله تشویش یا پوښتنې لرئ نو د حقوقي خدماتو چمتو کوونکو سره اړیکه ونیسئ.

 

پوښتنه: زه متحده ایالاتو ته د متحدینو د ښه راغلاست عملیات (OAW) په نتیجه کي راغلی یم او د بشردوستانه پارولي حیثیت لرم. TPS د پارولیانو مصؤنیت ته ډیر ورته بریښي، او زه پارول مخکې له مخکې لرم. زه ولې TPS ته غوښتنلیک واستوم؟ که چیری ما ته TPS راکړل شي نو زما د پارول حیثیت سره څه کیږي؟

 

ځواب: هغه افغانان چي پارول لري، او کله چي TPS ورکړل شي نو خپل پارول به لا هم ورسره وي. له همدې امله باید وارخطا نه شئ. که TPS د ۱۸ نورو میاشتو لپاره وغځیږي نو یواځې هغه کسان چي د مخه TPS ولري اسناد به یې تمدیدیږي. د متحدینو د ښه راغلاست عملیات له لارې راغلي افغانانو لپاره د پارول موده یواځې دوه کاله ده، دا په دې معنی چي د ځینو د پارول موده ممکن د اوسني TPS مودې د مخه پوره شي. دم مهال واضحه نه ده چي USCIS به د افغانانو د پارول مودې پای ته رسیدو سره د پارول موده به یو ځل بیا تمدید کړي او کنه. له همدې امله TPS ته اپلای کول کیدای شي چي غوره لاره وي تر څو کډوال په متحده ایالاتو کې په قانوني ډول پاتی شي او د کار کولو اجازتنامه کي یې خنډ او ځنډ واقع نه شي.

 

پوښتنه: د TPS لپاره د اپلای کولو کوم وخت غوره دي؟

ځواب: که تاسی اوسمهال TPS لرئ او غواړئ چي لنډمهاله خوندي حالت مو وغځوئ نو تاسې باید د ۶۰ ورځو بیا راجسټریشن په دوره کې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۲۵ څخه تر ۲۰۲۳ د نومبر ۲۵ پورې بیا راجستر شئ تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چي تاسې TPS لرئ او د کار کولو او په متحده ایالاتو کې قانوني اوسیدلو کي خنډ نه وي.

 

که چیری تاسې د لومړي ځل لپاره د TPS غوښتنه کوئ، د راجسټریشن موده د ۲۰۲۳ کال د سپتمنبر ۲۵ څه تر ۲۰۲۵ کال د مې ۲۰ نیټې پورې دوام لري. هغه افغانان چي متحده ایالاتو ته د بشردوستانه پارول له لارې راغلي وي باید لږ تر لږه ۶ میاشتې مخکې TPS ته غوښتنلیک لیږلو پلان جوړ کړي تر څو په متحده ایالاتو کې د غیر قانوني اوسیدنې او په کار کولو کي د تشی مخنیوي وشي.

 

پوښتنه: د TPS غوښتنلیک پروسه څه ته وایي؟

ځواب: هغه کسان چي د TPS لپاره غوښتنلیک ته لیوالتیا لري په کلکه هڅول کیږي چي د وړ قانوني خدماتو چمتو کوونکي سره خبرې وکړي تر څو ډاډ تر لاسه کړي چي ټول شرایط پوره کوي او دا چي د غوښتنلیک سپارلو د مخه هیڅ قانوني اندیښنه نه لري. دا مهمه ده چي پوه شئ چي هر فرد باید د خپل TPS غوښتنلیک ولري چي په هغه کي میړه/ښځه او کوچنیان شامل دي. د TPS لپاره غوښتنلیک په I-821 فورمه کي ځای پر ځای شوی کوم چي باید د متحده ایالاتو د تابعیت او کډوالۍ خدماتو اداره (USCIS) سره ثبت شي. د نورو اسنادو سره یو ځای چي شرایط پوره کړي، فیس او یا د فیس بښلو بشپړه I-912 فورمه ولیږئ. که چیری د TPS غوښتونکي د کار کولو اجازه هم غواړي او یاهم غواړي چي هویت لپاره اسناد ولري (لکه کوچنیان) دوی باید د I-765 فورمه چي د کار کولو اجازتنامې فورمه هم ورته وایي غوښتنليک ورته ولیږي. د نورو جزئیاتو لپاره غوښتونکي باید د USCIS ویبپاڼې سره مشوره وکړي.

 

پوښتنه: د TPS اپلیکېشن لپاره کومو اسنادو ته اړتیا ده؟

ځواب: که د لومړي ځل لپاره TPS ته اپلای کوئ نو درې شیان باید ثابت کړئ:

(۱) چي تاسې د افغانستان تبعه یاست

(۲) تاسې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې له ۲۰ څخه را پدیخوا په متحده ایالاتو کې په مسلسل ډول میشت یاست

او

(۳) تاسې د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له ۲۱ څخه را پدیخوا په متحده ایالاتو کې مسلسل په فزیکي ډول شتون لرئ.

 

د غوښتنلیک او نورو اسنادو لیږلو پر مهال باید تاسې د اصلي اسنادو کاپي ولیږئ. اصلي اسناد مو مه لیږئ.

 

(۱) د افغان تابعیت د ثبوت لپاره، یو غوښتونکی کولی شي پاسپورټ، د عکس سره د زیږون سند، د افغانستان د ملي هویت سند چي عکس او یا هم د ګوتو نښان ورسره وي درسره چمتو کړئ.

(۲) د دې لپاره چي امریکا ته د دخول وخت مو ثابت کړئ، تاسې کولای شئ چي پر پاسپورټ مو د دخول ټاپه وښایئ، I-94 یا هم کوم بل ثبوت باید ولرئ تر څو ثابت کړئ چي تاسې امریکا ته د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې پر ۲۰ مه یا هم له هغې مخکې راغلي یاست.

(۳) د دې لپاره چي د ۲۰۲۳ د سپتمبر د میاشتې پر ۲۰ یا له هغې مخکې مو متحده ایالاتو ته راتګ ثابت کړئ او یا دا ثابته کړئ چي د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې ۲۱ څخه را پدیخوا تاسې په متحده ایالاتو کې فزیکي شتون لرئ نو تاسې کولای شئ چي مختلف اسناد وړاندی کړئ. پدې کي د کار کولو اسنادونه لکه د معاش رسید، W2 سند، د بانک سند، د برق بل سند، د مکتب، شفاخانې یا هم ستاسې د بیا میشتیدنې لخوا چمتو شوی کاغذونه شامل دي. د دې لپاره چي په دې اړه نور هم زده کړئ، د خپل قانوني خدماتو چمتو کوونکي سره اړیکه ټینګه کړئ او یا هم د USCIS ویب سایټ درسره وګورئ.

 

 که تاسې TPS لرئ او غواړئ چي تمدید ته یې غوښتنلیک واستوئ نو تاسې ته د هغو اسنادو بیا ځلی لیږلو ته اړتیا نشته چي مو مخکې لیږلی وي.

 

پوښتنه: زه TPS لرم چی د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې پر ۲۰ یې تاریخ پای ته رسیږي. آیا زه بیا ځلی ځان راجستر کړم؟

ځواب: اوسنی غوښتونکي چي غواړي لنډمهاله خوندي حالت تمدید کړی باید د ۶۰ ورځو د بیا راجستر کیدو په وخت کي ځان راجستر کړي چي له ۲۰۲۳ کال د سپتمبر میاشتې ۲۵ څخه پیل کیږي او تر ۲۰۲۳ کال د نومبر ۲۴ پورې دوام لري تر څو ډاډ تر لاسه کړي چي TPS او کار په منځ کی ځنډ او مانع رامنځته نه شي. (نوټ: دا مهمه چي د TPS لپاره بیا ځلی ځان راجستر کړئ او تر اخر وخته پورې منتظر نه شئ ځکه چي که داسې وکړئ نو ممکن د کار کولو اجازې EAD وخت مو پای ته ورسیږي).

 

پوښتنه: ما TPS ته غوښتنلیک استولی خو زما اپلیکیشن لا هم په انتظار/ ریویو کي ده. زه باید څه وکړم؟

ځواب: USCIS به د افغانستان لپاره د پخوانیو TPS لپاره درج شویو غوښتنلیکونو پروسې ته دوام ورکړي. هغه کسان چي I-821 فورمه یې لیږلی وي او اوس په انتظار کي وي اړ نه دي چي بیا ځلی د لنډمهاله خوندي حالت لپاره غوښتلینک یا اړونده I-765 فورمه د کار کولو اجازې لپار ولیږي. کله چي USCIS د I-821 فورمه ومني نو غوښتونکي ته به د ۲۰۲۵ کال تر مې میاشتې پورې TPS ورکړي او هم به ورته د کار کولو اجازه ولیږي.

 

پوښتنه: داسې ښکاري چي د کډوالۍ په اړه معلومات خورا مفصل او شاید ډیر درانه وبریښي. د انفرادي قانوني مشورې لپاره چیری ولاړ شم؟

ځواب: هغه کسان چې د بیا میشتیدنې ادارې سره په اړیکه کي دی، کولای شي چي لومړی له هغوی سره مشوره وکړي. د بیا میشتیدنې ځینې ادارې ممکن کډوالۍ خدمتونه ولري، پداسې حال کي چي د بیا میشتیدنې نورې اداری ممکن د ټولنو سره اړیکې یا منابع ولري چي تاسې سره یې شریکولای شي. د بیا میشتیدنې ادارې سره د اړیکې د نه شتون په صورت کي تاسې کولای شئ چي د انټرنیټ په لیکه د دغه فهرست له لارې وکیل پیدا کړئ. تاسې باید خپل زیپ کوډ داخل کړئ تر څو د ټولو قانوني خدماتو چمتو کوونکو لیست وګورئ.

 

دا ډیره مهمه ده چي پوه یاست چي د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې را پدیخوا د ډیرو پارولیانو متحده ایالاتو ته له رارسیدلو سره د قانوني خدماتو لپاره خورا پراخه غوښتنه پیل شوی. ډیری حقوقوي خدمتونو چمتو کوونکي په ځانګړي ډول هغه خدمات چمتو کوونکي چي یا یې فیسونه ټیټ وي او یا فیس نه اخلي د مشورې لپاره د انتظار اوږد وخت ورکوي او یا هم د مؤقت وخت لپاره نوي متقاضیان نه اخلي. دا ډیره مهمه ده چي له زغم څخه کار واخلۍ او په هرو څو اونیو کې د خدماتو چمتو کوونکو سره اړیکه تینګه کړئ تر څو پوه شئ چي دوی نوي متقاضیان مني او که یې نه مني.