متحده ایالاتو ته د سپیو او پیشوګانې واردول د ناروغیو کنټرول او مخنیوي مرکز یا CDC لخوا کیږي. د CDC یو شرط دا دي چې سپیان او پیشوګانې د را رسیدلو پر مهال باید روغ وي او د لوړو خطر لرونکو هیوادونو سپي باید د لیونتوب یا rabies پر وړاندی واکسین شوي وي.

 

متحده ایالاتو ته سپي راوړل

متحده ایالاتو د ۲۰۲۴ کال د جولای تر ۳۱ پوری د اکثرو هغو هیوادونو څخه د سپو واردولو اجازه ورکوي چې د سپو د لیونتوب امراض په کې په جدي ډول لوړ وي. په همدې ډول، ټول هغه سپي چې له دغو هیوادونو متحده ایالاتو ته راوړل کیږي یا د غه هیوادونو ته په تیرو شپږو میاشتو کې وړل شوي وي اړ دي چې د بین المللي سټینډرډ مؤسسې (ISO) سخت معیارونه پوره کړي او ثابت شي چې دغه سپي د لیونتوب پر وړاندی واکسین شوي دي او مایکروچیپ لري. له دغه هیوادونو څخه راوړل شوي سپي یواځې د متحده ایالاتو هغو ۱۸ هوایي هډو کې کوځیدای شي چي د CDC روغتیایي سټیشن ولري او صحي اسناد یې باید د تصدیق شوي ژباړونکي لخوا انګلیسي ژبې ته ترجمه شوي وي. هر هغه سپي چې عمر یې له شپږو میاشتو کم وي او په تیرو شپږو میاشتو کې یې د لوړ خطر لرونکو هیوادونو څخه په کوم هیواد کې وخت تیر کړی وي متحده ایالاتو ته د راوړلو اجازه نه لري.

 

هغه سپي چې د لیونتوب په لحاظ په لوړ خطر لرونکو هیوادونو کې نه وي پاتې شوي د CDC لخوا د لیونتوب په مقابل کی یې واکسین کول مهم نه دي اما تاسې باید په لیکل شوي یا شفاهي بڼه ووایاست چې دغه سپی یا سپي مو په تیرو شپږو میاشتو یا که یې عمر له شپږو میاشتو کم وي نو د زیږیدلو څخه وروسته هغه هیواد ته نه دي وړي چې د سپو د لیونتوب له لوړ خطر سره مخ دي. CDC د هغو هیوادونو لپاره چې د سپو لیونتوب له لوړ خطر سره نه وي مخ د سپیو د لیونتوب په مقابل کې د واکسینو اسناد شرط نه بولي خو خلک هڅوي چې دغه شرایط پوره کړي.

 

متحده ایالاتو ته د سپیو د راوړلو په اړه په دغه لینک کې مفصل معلومات درسره ولولئ: https://www.cdc.gov/importation/bringing-an-animal-into-the-united-states/dogs.html

 

نوټ: تاسې باید د CDC ټول شرایط پوره کړئ، که داسې ونه شي نو ستاسې سپي ته به متحده ایالاتو ته د واردولو اجازه ورنه کړل شي. که چیرې سپی مو بیرته لیږل کیږي نو ستاسې په لګښت به بیرته وروستي هیواد ته ولیږل شي. د لیږلو هیواد هغه دی چی وروستي سفر یې ترې پیل شوی نه دا چي چیرې سپی زیږیدلی یا چیرې ساتل شوی.

 

متحده ایالاتو ته د پیشو راوړل

CDC متحده ایالاتو ته د کورنۍ پیشو راوړلو لپاره د روغتیا عمومي سند شرط نه بولي که څه هم ځینې هوایی شرکتونه یې شرط ګڼي. د سفر څخه دمخه د هوایي شرکت سره مو وغږیږئ او د سفر له مخې یې د پیشو د صحت سند شرط پوره کړئ.

 

پیشوګانې متحده ایالاتو ته د واردولو لپاره د سپیو د لیونتوب په مقابل کې واکسینو ته اړتیا نه لري سره له دې چی CDC خلک هڅوي چې د پیشوګانو د واکسینولو ټول شرایط پوره کړي. پیشوګانې بندرونو ته د راوړلو پر مهال کتل کیږي او که چیرې د ساري ناروغۍ هغه شواهد پکې وموندل شي چې انسانانو ته انتقالیږي نو کیدای شي چې متحده ایالاتو ته له داخلیدو منع شي.

 

که چیرې پیشو ناروغه وي نو په پورټ کې به د څښتن پر مصرف د متخصص ویترنر لخوا معاینه شي.

 

د ایالت لخوا د څارویو په اړه مقررات

د فدرالي مقرراتو برسیره دا مهمه ده چې پوه شئ چي په متحده ایالاتو کې هر ایالت د څارویو واردولو په اړه خپل مقررات لري چې ممکن د فدرال د مقرراتو څخه سخت وي. ډاډ تر لاسه کړئ چې د لاندې لینک له لارې ټول هغه ایالتي مقررات درسره وګورئ چي تاسې سره د سفر وروستۍ منزل ته په رسیدو کې مرسته کوي: https://www.aphis.usda.gov/aphis/pet-travel/interstate-pet-travel

 

هغه لارې چی له مخې یې خپل حیوانات درسره انتقالولای شئ

ستاسې د حیواناتو د انتقال لپاره مختلفې لارې شتون لري. د نورو معلوماتو لپاره دغه لینک درسره وګورئ: https://www.state.gov/pets-and-international-travel/#PetPolicies