که تاسې موټر نه لرئ او غواړئ چې یو ایالت څخه بل ایالت ته سفر وکړئ او یا هم په ایالت کې د ښارونو تر منځ سفر ولرئ نو تاسې سره درې لارې شتون لري چې هغه دي: د الوتکې له لارې سفر، د اور ګاډی له لارې سفر او د بس له لارې سفر کول.

 

الوتکه

د الوتکې له لارې سفر کول عمومأ د ایالتونو تر منځ د سفر کولو تر ټولو ګرانه لاره ده که څه هم کیدای شي چې دا تاسې لپاره یواځینۍ ریښتینې انتخاب وي کله چې تاسې لیرې ځئ او یا غواړئ چي منزل ته مو ژر ورسیږئ. که چیرې تاسې لوی هوایي ډګر ته نږدۍ اوسیږئ نو تاسې سره به د الوتنې ډیر اختیارونه شتون ولري او ممکن خپل منزل ته ارزانه او مستقیمه الوتنه ومومئ. که تاسې یواځې یو کوچني سیمییز هوایي ډګر ته نږدۍ اوسیږئ او یا هم اخري منزل مو کوچنی هوایي ډګر وي نو ممکن ستاسې د هوا له لارې سفر قیمته وي. د هوا له لارې سفر هم کله کله د سخت باران، باد، تندر، یخ او د اوړي یا واورې له امله ګډوډیږي.

 

د ۲۰۲۲ کال څیړنې ښودلي چې د متحده ایالاتو د کورني الوتکې له لارې د سفر ټیکټ اخیستلو لپاره غوره وخت د ۷۰ ورځو څخه د مخه و، او ټیټ نرخ ټیکټ اخیستلو لپاره له ۴۶ څخه تر ۱۶۴ ورځو ښودل شوی. د الوتنې څخه څو ورځې یا څو اونۍ د مخه د هوایي ټیکټونو پیرودل تقریبأ تل خورا ګران وي او مستقیمې الوتنې عمومأ خورا ګرانې وي. اخري منزل ته رسیدو لپاره په مختلفو الوتکو کې پرواز کولو ته (Layover) وایي. کله چې پرېکړه وکړئ چي په الوتکه کې به سفر ولرئ نو په یاد ولرئ چي د هوایي شرکت اضافي فیسونه او د بکسونو د وړلو فیسونه درسره نوټ کړئ او ځان پوه کړئ چي څومره وخت او مصارف به د هوایي ډګر څخه تر وتلو پورې اجراء کوئ.

 

اورګاډی

په متحده ایالاتو کې یواځینی د اوږ واټن سفر وهونکي بین الایالتي اورګاډی د امټریک Amtrak په نوم یادېږي چې قسمأ د متحده ایالاتو د حکومت لخوا پر مخ وړل کیږي. په متحده ایالاتو کې د اورګاډی خدمت هغومره پرمختللې یا ګړندی نه دي لکه څنګه چي په ځینو نورو هیوادونو کې دي او کیدای شي چي په متحده ایالاتو کې ګران هم وي. په هر صورت، که تاسې د متحده ایالاتو په ختیځ ساحل East Coast کې ژوند کوئ، په ځانګړي ډول د بوسټن او واشنګټن ډي سي تر منځ یاست او د امټریک سټیشن ته نږدی یاست، نو هر چیرې چې ځئ رېل ګاډی یو څه ارزانه، اسانه او کله کله د هوا له لارې سفر په نسبت ګړندی هم وي. که ستاسې منزل ستاسې په ایالت کي یو کوچنی ښار وي یا ځینې ایالتونه په نظر کې لرئ نو ممکن امټریک د سفر لپاره غوره انتخاب وي. له سفر څخه دمخه نقشه درسره وګورئ تر څو پوه شئ چې منزل مو ممکن د امټریک پر لاره وي. ځینې ایالتونه خصوصأ ختیځ ساحل هم د رېل سیمییز خدمات لري چې په ایالتونو کې لوی او واړه ښارونه سره نښلوي او یا هم ګاونډي ایالتونه سره نښلوي.

 

تاسې کولای شئ چې د دغه ویب پاڼي له لارې د اورګاډی تکتونه دمخه تر لاسه کړئ او یا هم (۷۲۴۵-۸۷۲-۸۰۰-۱) شمیرې ته زنګ ووهئ یا د ریلګاډي په سټیشن کې د عملې څخه یې خدمات تر لاسه کړئ. د ټیکټ اخیستلو لپاره باید ډیبیټ کارت یا کریډیټ کارت ولرئ او هم باید پرې لوګو موجوده وي لکه ویزا کارت یا ماسټر کارت او هم باید ایمیل ادرس ولرئ تر څو ټیکټ وپیرئ. کله چې ټیکیټ وپیرئ نو د برېښنا لیک له لارې به په پي ډي ایف فایل کي ټیکیټ تر لاسه کړئ. کله چې اورګاډی کي کښینئ نو د عملې د راتګ په صورت کې به مو پر خپل تیلیفون ورته پي ډي ایف فایل ټیکیټ وښایاست. ډاډ تر لاسه کړئ چي تیلیفون مو په پوره ډول چارج شوی وي.

 

که امکان یې وي نو تاسې ته سپارښتنه کیږي چي د امټریک ټکټونه لږ تر لږه یوه میاشت د مخه وپیرئ تر څو په ارزانه ډول یې تر لاسه کړئ. د سفر څخه فقط څو ورځې یا یوه اونۍ دمخه او یا هم د رخصتیو او لوړی غوښتنې پرمهال ټکټونه عمومأ قیمته وي.

 

بس

د بس سفر معمولأ د ایالتونو تر منځ سفر کولو لپاره خورا ارزانه لاره ده او نږدۍ د متحده ایالاتو هر ښار یا ښارګوټی ته د بس سفرونه شتون لري. د بس سره سفر ممکن ورو وي اما سفر یې ارامه دی او ممکن هغه ځایو پورې مو یوسي چیرې چې ریلګاډی او الوتکه سفر نه کوي. په متحده ایالاتو کې د بس دوه لوی خدمت وړاندی کوونکي شرکتونه شتون لري چی یو یی Flixbus او بل یی Greyhound نومیږي. دغه دوه شرکتونه تاسې په متحده ایالاتو کې نږدۍ هر چیرې بوځي او د ریلګاډی او الوتکې په نسبت ارزانه خدمات تر لاسه کولای شئ. ځینې نور د بس خدماتو وړاندی کوونکې شرکتونو نومونه د Mega Bus، Peter Pan او Lux Bus په نامه دي. تاسې کولای شئ چې د دې بسونو د خدماتو چمتو کوونکو څخه ټیکټونه د هغوی د وېب پاڼو څخه واخلئ. په همدې ډول ځینې خصوصي د بس شرکتونه هم شتون لري چې په متحده ایالاتو کې ځینو ښارونو او مشخصو سیمو ته سفرونه لري لکه شمال ختیځ، منځنی اتلانتیک سیمه، منځنی لویدیځ یا د لویدیځ ساحل.

 

کوم ډول سفر باید غوره کړم؟

د هوا، اورګاډي او بس لپاره د لګښت او سفر وخت پرتله کول کیدای شي چي درته پیسې خوندي کړي او ستاسې په پلان کولو کي درسره مرسته وکړي. ځینې وختونه د هوا، ریل یا بس ترکیب ممکن تاسې لپاره غوره انتخاب وي. په یاد ولرئ که تاسې غواړئ چې د سفر لپاره غوره قیمت تر لاسه کړئ نو غوره ده چي تر وروستئ شیبې پورې انتظار ونه کړئ. که امکان یې وي نو تل خپل ټیکټونه دمخه وپیرئ.