د ښوونځي د ورځې پای ته له رسیدو وروسته، په متحده ایالاتو کې ډیرۍ ماشومان په هغه فعالیتونو کې برخه اخلي چې پر زده کړی، هنرونو، موسیقي، روغتیا، سپورت، فزیکي فیټنیس او ارامۍ تمرکز کوي. دا څارل شوي ډلییز فعالیتونه د ښوونځي وروسته فعالیتونه بلل کیږي او ډیرۍ ماشومان په دې توګه سره ملګري کیږي. د ښوونځي څخه وروسته فعالیتونه ماشومانو ته فرصت ورکوي چې د خپلو همصنفیانو سره وخت تیر کړي، له ښوونکو څخه زده کړې وکړي، او د ژوند مهارتونه زده کړي چې کیدای شي په ټولنه کې دوی ته پر ځان د باور احساس ورکړي. داسې ډیرۍ ښې لارې شتون لري چې د نویو راغلو میلمنو سره مرسته کوي چې په نوي هیواد کې د هوساینې احساس وکړي.

 

لاندې د ښوونځي وروسته فعالیتونو ځینې ډولونه دي چې په متحده ایالاتو کې مشهور دي:

 

 سپورت

په متحده ایالاتو کې ډیرۍ کوچنیان له ښوونځي وروسته سپورت کول غوره کوي. فوټبال، باسکټبال، بېسبال، منډه، جمناسټیک، والیبال او لامبو وهل په متحده ایالاتو له مشهورو سپورتونو څخه دي. سپورت سره یو ځای کېدل یو له بهترو لارو ده چې کوچنیانو سره مو مرسته کوي تر څو ملګري پیدا کړي، صحتمند وي، تمرین وکړي او د ټیمي مهارتونو ته وده ورکړي.

 

آرټ او موسیقي

ستاسې د ماشوم ښوونخي یا ستاسې په ټولنه کې کوم بل بنسټ ممکن د آرټ او موسیقي پرورګرامونه د ښوونځۍ له وخته وروسته په وړیا ډول یا ارزانه تدریس کي. داسې پروګرامونه ځینې فعالیتونه وړاندې کوي لکه رسامي، نقاشي، لیکل، عکاسي، د فلم جوړول، سینما، ډانس یا هم سندرې ویل. ځینې د موسیقي پروګرامونه ارزانه یا وړیا د موسیقي آلې په کرایه ورکوي او هم زده کړې ورکوي.  

 

ټولنې سره اړیکه کې پاتې کېدل

د متحده ایالاتو په ځینو برخو کې د زده کړیالانو په ټولنه کې په وړیا ډول خدمت وړاندې کول ډېر مهم ګڼل کیږي. ځینې ایالاتونه شرط ګڼی چې متعلمین باید څو ساعتونه په وړیا ډول کار وکړي تر څو د ښوونځۍ څخه فارغ شي. په همدې ډول کله چې متعلمین کالجونو او پوهنتونو ته اپلای کوي نو هغه متعلمینو ته زیات ارزښت ورکوي چې په ټولنه کې یې خدمات وړاندې کړی وي.

 

نور معلومات چیرې تر لاسه کړم؟

ښوونځۍ، دودیز مرکزونه، مذهبي ځایونه، کتابتونونه، د ټولنې مرکزونه، او غیر انتفاعي سازمانونه یې ځینې مثالونه دي چیرې چې ستاسې کوچنیانو ته د ښوونځۍ څخه وروسته د داسې فعالیتونو خدمات وړاندې کوي. د خپل کوچني ښوونځۍ په اداره کې د مکتب وروسته فعالیتونو په اړه پوښتنه وکړئ. اکثره یې وړیا یا د لږ قیمت لرونکي دي او هم وخت کې یې تغیر را وستلای شئ تر څو د کوچني په زده کړه او مسؤلیتونو کې مو خلل واقع نه شي. تل ډاډ تر لاسه کړئ چې د پروګرام پر پالیسۍ او لایحې ځان پوه کړئ تر څو مو کوچنی خوندي وي چې په کې د روزونکي سابقه کتل شوي وي، د هر روزونکي پر سر د شاګردانو تناسب معلوم وي، ټول کار کوونکي په سمه توګه روزل شوي وي او د سپورت په فعالیتونو کې یو داسې کس باید د روزنې پر مهال موجود وي چې د لومړي درملنې او CPR روزنه یې تر لاسه کړي وي.