د جامو پیرودلو پر مهال پیسې سپما کول

 

په متحده ایالاتو کې ډیرۍ داسې ځایونه شتون لري چیرې چې تاسې کولای شئ کیفیت لرونکی کارول شوی جامې وپیرئ چې د نوو جامو په پرتله یې قیمت کم وي. تاسې کولای شئ چې په خپل ښار یا ښارګوټي کې هغه پلورنځي ومومئ چې د غیر انتفاعي سازمانونو لخوا پر مخ وړل کیږي چې د جامو بسپنه راټولوي او په ټولنه کې یې په ارزانه بیه پلوري.

 

ګوډ وېل (Goodwill) یو لوی شرکت دې چی کارول شوی جامې پلوري او د متحده ایالاتو په ښارونو او او ښارګوټو کې له ۴۰۰۰ څخه زیات هټۍ لري. تاسې کولای شئ چې د Goodwill دوکانونه د locator په واسطه ومومئ. د Goodwill په پلورنځي کې به تاسې وکولای شئ چې د ښځو او نارینه و لپاره مختلف النوع د جامو سټایلونه ومومئ. د جامو لېست په دوامداره توګه تازه کیږي ځکه چې د مرستې په توګه ډیری جامې ورکول کیږي. له همدې امله تاسې کولای شئ چې په هرو څو اونیو کې نوي توکې ومومئ.

 

سلوېشن آرمي (Salvation Army) یو بل لوی شرکت دی چې د Goodwill شرکت ته ورته دی او استعمال شوی جامې پلوري. د Salvation Army په متحده ایالاتو کې تقریبأ ۸۰۰۰ پلورنځایونه لري. تاسې کولای شئ چې د locator له لارې داسې پلورنځایونه ومومئ.

 

ستاسې په ښار یا ښارګوټي کې ممکن د سپما کوچنی پلورنځای هم شتون ولري چې کارول شوی جامې په کې په مناسب قیمت پلورل کیږي. د ګوګل نقشې ته ورشئ او د لټون په بار کې thrift stores ولیکئ تر څو Goodwill, Salvation Army او نور د استعمال شوو کالو پلورنځایونه ومومئ.