تنفسي ناروغۍ لکه انفلوینزا (فلو) تنفسي مخلوط وایرس (RSV)، عام زکام او کوویډ-۱۹ د ژمي پر مهال عام امراض ګڼل کیږي او پیښیدل یې هر وخت ممکن دي. د تنفسي ناروغۍ عفونیت عمومأ د انسان پر پوزه، مرۍ، او سږو اغیزه کوي چی کیدای شي د داسې ناروغیو له امله ځینې وګړي د شدیدو ستونځو سره مخ شي. وقایه، تشخیص او درملنه هر څوک له داسې جدي ناروغیو ژغورلای شي.

 

تنفسي ناروغۍ له یو شخص څخه بل شخص ته خپرېږي. که څوک په تنفسي ناروغي اخته وي او وټوخیږي، پرنجی او یا هم خبری وکړي نو میکروبونه هوا ته انتقالیږي او که نور خلک یې تنفس کړي نو کیدای شي چی هغوی هم ناروغه شي. ځینې تنفسي ناروغۍ لکه کوویډ-۱۹ کولای شي چی خلک پر سطحو د میکروبونو د لمس له لارې هم ناروغه کړي.

 

د تنفسي ناروغۍ احتمالي نښې نښانې:

  • تبه
  • ټوخی
  • ستړیا
  • د ستوني درد
  • پوزه بهیدل یا بندیدل
  • د عضلاتو یا بدن دردونه
  • سر دردی
  • کانګی او اسهال

د تنفسي ناروغیو نښې نښانې د فلو، عام زکام، او کوویډ-۱۹ نښو ته ورته دي. یواځې د معاینې له لارې یې توپیر کولای شئ. تاسې کولای شئ چی د ډاکټر معاینه خانې ته ورشئ او هلته معاینات تر سره کړئ، یا هم د ټولنې معایناتو مرکز ته ورشئ، یا یې په کار کی تر سره کړئ او یا هم ښوونځۍ او د فارمیسي په خونه کی مو ټېسټونه تر سره کړئ. د تنفسي ناروغیو معاینات عمومأ هغه خلک کوي چی صحي بیمه ولري چی په هغې کی میډیکېډ شامل دی. اکثره فارمیسي هم د کور لپاره د ټېسټ بکسه پلوری چی تاسې د کوویډ-۱۹ په څېر ناروغیو لپاره یې تر سره کولای شئ. دا ټېسټونه نورې تنفسي ناروغۍ نه معلوموي.

 

د تنفسي ناروغیو مخنیوي لپاره تر ټولو غوره لاره دا ده چی باید تاسې، کورنۍ او ټولنه مو واکسین شي. د فلو، تنفسي ناروغۍ، او کوویډ-۱۹ لپاره واکسین شتون لري. که چیرې تاسې د واکسینو کولو وروسته په تنفسي ناروغۍ اخته هم شئ نو واکسین مو د مرض له زیاتېدو او شدیدو ستونځو څخه ژغوري.

 

واکسین د لویانو، ماشومانو، او تر شپږو میاشتو کوچنیانو لپاره خوندي او اغیزمن دي. تاسې تنفسي ناروغۍ له هغو واکسینو چی د تنفسي ناروغۍ، زکام او کوویډ-۱۹ مخنیوي لپاره ترسره کیږي نه اخلئ. د واکسینو تر سره کولو وروسته د اخته کېدو په صورت کی شاید نسبتأ لږ ناروغ شئ او د شدیدې ناروغتیا احتمال ډېر کم دی. د زکام او کوویډ-۱۹ واکسین د هغو مېرمنو لپاره خوندي دي چی امېندواره وي یا هم کوچني ته شیدې ورکوي. امینداوره ښځې باید واکسین تر سره کړي ځکه چی واکسین نه یواځې د امیندوارۍ پر مهال د میرمنې ژوند ژغوري بلکه د کوچني د زېږېدلو په لومړیو اونیو او میاشتو کې هم د انسان ساتنه کوي.

 

د زکام، کوید-۱۹او تنفسي ناروغیو په مقابل کی واکسینېدل خوندي دي. د تنفسي ناروغیو، زکام او کوویډ-۱۹ په مقابل کی د واکسینو کول دوه اونۍ زده کړه کوي او بیا د ناروغتیا په مقابل کی ستاسې ژغورنه کوي.

 

د تنفسي ناروغۍ د مخنیوي په موخه د واکسینو کولو تر ټولو غوره وخت د اګست، سپتمبر، او اکتوبر میاشت ده خو تاسې کولای شئ چی هر کله وغواړئ واکسین تر لاسه کړئ. لکه څرنګه چی د زکام او کوویډ-۱۹ وایرسونه پرلپسې بدلون مومي، تاسې باید د زکام واکسین هر مني کی تر لاسه کړئ او باید د کوویډ-۱۹ په مقابل کی هم په منظم ډول بوسټرونه واخلئ. که تاسې فامیلي ډاکټر او نرس نه لرئ هم کولای شئ چی له نورو ځایو یې تر لاسه کړئ، د بیلګی په ډول د صحت څانګه، فارمیسي، او حتی مکتب او کار ځای.

 

کله چی د ناروغتیا احساس وکړئ نو د کار، ښوونځۍ او ټولنیزو غونډو ته د تللو پر ځای تر ټولو غوره یې دا ده چی کور کی پاتی شئ تر څو کورنۍ، ملګرو او ټولنې ته مو د مرض د خپرېدو مخنیوي وشي. که تاسې ناروغه یاست او باید له کوره ووځئ نو د ټوخي، او پرنجي پټولو لپاره ماسک واغوندئ.

 

د تنفسي ناروغۍ پر مهال په بند ځای کی را ټولېدل ممکن نورو ته د ناروغۍ خپرېدو خطر لوړ کړي او حتی ځینې وخت یې مخنیوي امکان نه لري. که شوني وي نو کړکۍ پرانیزئ تر څو د ناروغیو خپرېدل کم شي. خپل لاسونه او د توکو سطحې په پرلپسې توګه ومینځئ او پاکی یې کړئ تر څو خپل ځان او نورو ته د تنفسي ناروغۍ میکروبونو له خپرېدو مخنیوی وکړئ. د ځینو دودیزو کړنو څخه ډډه وکړئ لکه غېږه ورکول، لاس ورکول، ښکولول. کورنۍ او ملګرو سره مو د لیدو پر مهاله ډېر عادي لفظي ستړی مشي او سلام وکړئ.