که مو کله هم پر کنګل/ یخ قدم وهلی وي یا مو موټر پرې چلولی وي نو درته به معلومه وي چې داسې ځایونه خویه او خطرناک وي. خو د تور یخ یا ‌Black Ice په نامه چې پر سړکونو وي تر ټولو ډېر خطرناک بلل کېږي ځکه چې ډېر خویه وي او لیدل یې تقریبأ ناشوني وي. تور یخ په منځ کې بړبوکۍ نه لري او دهغه سړک په څېر ښکاري چې تاسې پرې موټر چلوئ. له همدې امله مهمه ده پوه شئ چې کله او چیرې ممکن پر سړک یخ شتون لري تر څو موټر چلوونکي د داسې اکثرأ نه لیدونکي خطر څخه ځان وژغوري.

 

تور یخ کله جوړیږي؟

تور یخ اکثرا د شپې یا سهار په پیل کې رامنځته کېږي ځکه چې د تودوخې درجه ټیټه وي.

 

تور یخ چېرې رامنځته کېږي؟

تور یخ د سړک په هغو برخو کې رامنځته کېږي چې ډېر لمر نه وي لکه د ونې لاندې سړک یا په تونل کې او هم پرلپسې ډول په هغو سړکونو هم رامنځته کېږي چې لږ ترافیک ولري. همدارنګه تور یخ په اسانه پر پلونو، سړکونو، او د پلونو لاندې پر سړکونو جوړېږي ځکه چې پر داسې سړکونو هوا یخ جوړولو کې پوره مرسته کوي.

.

د تور یخ نښی څه دي؟

تور یخ عمومأ پټ وي او ناشونی ده چې پر سړک په سترګو ولیدل شي. خو کله کله د لمر د وړانګو، یا د ورځې او ماښام پر مهال د رڼا له امله په ځانګړو شرایطو کې کیدای شي چې ولیدل شي. که سړک ټول تور ښکاري او بیا مخکې د سړک بله برخه روښانه ښکاري نو ممکن چې دا تور یخ وي. که تاسې د ورځې یا شپې له مخې موټری وګورئ چې بدون له کوم دلیله خوییږي نو دا د تور یخ نښه ده.

 

د تور یخ لیدو پر مهال څه باید وشي

کله چې د تور یخ سره مخ شئ او موټر مو خویه شي نو تر ټولو مهمه دا ده چې ارام اوسئ. سمدستي مو د اکسیلیریټر څخه پښه لیری کړئ او بریک باندې پښه مه ږدئ ځکه چې بریک وهل مو موټر خویه کوي. کوښښ وکړئ چې موټر نېغ کړئ خو که چیرې مو د موټر شاته ټایرونه خویه شوي وي نو ورو سټیرینګ ویل هم همغه خوا ته واړوئ. که چیرې ستاسې موټر شاته ټایرونه په یوه خوا خویه کیږي او تاسې سټیرینګ ویل بل خوا ته تاو کړئ نو موټر به مو تاو شي او له کنتروله بهر شي. که تاسې ګېر لرونکي موټر چلوئ نو هم کولای شئ چې موټر مو په کښته ګېر کې واچوئ تر څو زیات کنترول ولرئ.

 

تور یخ اکثرأ نه ښکاري او ډېر کله ځای پر ځای کنګل وي. که چېرې تاسې تور یخ سره مخ شئ او داسې د سړک بله برخه وګورئ چې واوره لري یا هم شګه ولري نو موټر مو هملته یوسئ تر څو د موټر کنترول تر لاسه کړئ. که چېرې موټر مو له سړک څخه بهر شي نو کوښښ وکړئ چې پر داسې ځای یې برابر کړئ چې تر ټولو ورته کم زیان ورسېږي.

 

د تور یخ سره له مخامخېدو وروسته، ارامه اوسئ او که امکان یې وي نو د خوندی شرایطو لپاره صبر وکړئ لکه د تودوخې درجې لوړېدو انتظار یا هم د سړکونو د شګو یا مالګی کولو عملی ته انتظار کول. که تاسې باید موټر چلولو ته دوام ورکړئ نو ورو موټر وچلوئ او د خطر څراغونه مو وکاروئ تر څو نور موټر چلوونکي خبر کړئ چې تاسې د خطر له امله په نورمال سرعت موټر نه چلوئ.

 

د تور یخ حالاتو پر مهال د موټر چلولو په اړه نور عام احتیاطي تدابیر

  • که امکان یې وي او ډېر اړ نه اوسئ نو د کنګل جوړونکي هوا پر مهال له موټر چلولو څخه ډډه وکړئ.
  • موټر مو ورو وچلوئ. دا به تاسې ته نور کنترول هم درکړي تر څو د تور یخ یا کوم بل خطرناک حالت سره مقابله وکړئ.
  • د خپل موټر او د هغو موټرو تر منځ چې له تاسې مخکې دي ډېره فاصله پرېږدئ.
  • د موټر مخکې شیشه او ټولی کړکۍ مو د موټر چلولو پر مهال پاکې وساتئ.
  • د ورځې پر مهال مو د موټر لوړ څراغونه هم وکاروئ تر څو هر ډول احتمالي ځلا وګورئ چې ممکن د تور یخ د لیدو سبب کیږي.