د رواني روغتیا پالنې تعریف د هر شخص د رواج، کورنۍ اصولو او پخوانیو تجربو پر اساس یو له بله توپیر لري. په متحده ایالاتو کې د یو فرد په رواني روغتیا کې د هغه احساساتو د هوساینې ټول اړخونه شامل دي. مثلأ څنګه خپل ذهني فشار اداره کوو، څنګه موږ له نورو سره اړیکه نیسو یا زموږ ذهن او بدن څنګه احساس کوي. د رواني روغتیا په اړه اندېښنې د شپې لخوا له بې خوبه کېدو نیولی تر خپل عزیز له لاسه ورکولو، بې دلیله د ویری احساس، یا په کار کې د فشار زیاتوالي پورې وي. په متحده ایالاتو کې د خلکو تر منځ عامه ده چې د رواني روغتیا په اړه خبرې وکړي او د مرستې غوښتنه وکړي.

 

په کور کی د رواني روغتیا درملنه

د ځینو خلکو لپاره شوني ده چې د ورځې په اوږدو کې یې د رواني ناروغۍ درملنه په کور کې تر سره شي. د بیلګې په ډول، د کوره بهر د قدم لپاره وتل تر څو د کار او ذهني فشار څخه لیرې او یو څه دمه شي. د ملګري یا د کورنۍ غړي سره پر هغو ستونځو غږېدل چې یې ځوروي، د شپې لخوا ښه خوب کول یا هم ژوره ساه اخیستل. دا ټول رواني صحت ته وده ورکوي.

 

د ډاکټر او یا مشاور ملاتړ

د ځینو نورو لپاره غوره ګڼل کېږي چې رواني روغتیا په اړه د متخصص سره وغږېږي. اما ځینو ته دا هم ګټوره ده چې د یو داسې مشاور سره خبرې وکړي چې د ذهني فشار او نورو ستونځو سره د مقابلې په اړه ورته ښه مشوره ورکوي.

په متحده ایالاتو کی د رواني روغتیا هوساینی په اړه د ملاتړ لپاره ډیر انتخابونه شتون لري. یو انتخاب به دا وي چې د خپلې لومړنۍ پاملرنې خدماتو چمتو کوونکي سره مو په دې اړه خبرې وکړئ تر څو د ذهني فشار کمولو یا د مزاج د تغیر لپاره درمل درکړي. بل انتخاب دا هم کیدای شي چې یو مشاور سره خبرې وکړئ تر څو داسې تخنیکونه زده کړئ چې د مشخصو ستونځو سره په مقابله کې درسره مرسته وکړي.

 

د ملاتړ ګروپونه

د رواني روغتیا د ملاتړ په موخه یوه بله بڼه هم شتون لري چې ورته د ملاتړ ګروپونه وایي چې له داسې افرادو جوړ شوی چې ورته شالید او اندېښنې لري. دا ډول ګروپونه د نوي مهارتونو د زده کړې او د هغو خلکو سره د لیدو فرصت برابروي چې شریکې تجربې لري. په ځینې ګروپونو کې حتی په انلاین بڼه هم برخه اخیستلای شئ.

 

 په روغتون کې درملنه

یواځې د رواني ناروغانو کوچنۍ سلنی ته په روغتون کې د بستر لپاره ویل کیږي. په روغتون کې دبستر لپاره یواځې هغه وخت ویل کیږي کله چې د ناروغ علامې پیچلی وي یا یې اندېښنې دومره لوړی وي چې د ناروغ یا د بل کس پر خوندیتوب اغیزه کوي. که تاسې یا بل څوک چې یې پیژنۍ د رواني ناروغۍ له امله په خطر کې وي نو په متحده ایالاتو کې له هره ځایه چې وي ۸-۸-۹ شمارې ته زنګ ووهئ تر څو په انګلیسي یا بله ژبه کې سمدستي ملاتړ تر لاسه کړئ.

 

د یو کس ذهني ناروغتیا نه یواځې پر هغه فرد اغیزه کوي بلکه ډیری وختونه پر کورنۍ او حتی ټولنه هم اغیزه کوي. ستاسې د ذهني روغتیا هوساینه نه یواځې ستاسې د صحت لپاره مفیده ده بلکه د هغه خلکو لپاره چې ستاسې تر څنګ دي لکه کوچنیان مو، کورنۍ مو او د ټولنې پر افرادو هم اغیزه کوي.

 

ممکن ستونځمنه وي چې پوه شئ چې له کومه ځایه پیل وکړئ، په ځانګړي توکه، که د رواني روغتیا پاملرنې نظر تاسې ته یا مو کورنۍ ته نوی وي. یو انتخاب دا هم کیدای شي چې د خپلې لومړنۍ پاملرنې خدماتو چمتو کوونکي سره مو په دې اړه خبرې وکړئ. همدارنګه تاسې کولای شئ چې د لاندې لینک له لارې په خپله سیمه کې د رواني روغتیا په اړه ملاتړ ومومئ:

https://findtreatment.gov