کله چې تاسې یو کور کرایه کوئ، مخکې له دې چې ورته کډه شئ نو د کور مالک یا شرکت مدیریت ته باید امنیتي زیرمه (ډیپوزیت) ورکړئ. امنیتي زیرمه هغه پیسې دي چې د اوسېدلو پرمهال کورته د زیان پېښېدو پوښښ لپاره یا د اجارې ماتولو په صورت کې د جریمې په توګه د مخه پرې کوئ.

 

هغه قوانین چې د امنیتي زېرمې اندازه اداره کوي کومې چې د کور خاوند یا د شرکت اداره یې د کرایه دار څخه تر لاسه کوي د ایالتونو (ځینې وخت ښارونو) تر منځ توپیر لري چې ډېر کله د یوې میاشتې کرایې په اندازه وي. کله چې کور څخه وځئ نو د کور مالک یا مدیریت کوونکي شرکت ممکن د لاندې دلایلو له امله د امنیتي زېرمې ټوله یا یوه برخه یې ځان سره وساتي:

 

  • کله چې په کور کې مېشت واست نو کور ته مو داسې زیان رسولی و چې نورمال نه و
  • د وتلو پر مهال مو د کرایي کور په بشپړ نه دی پاک کړی یا مو هغه شیان کور کې پرېښي چې باید له منځه یوړل شي
  • مخکې له دې چې د اجارې موعد پای ته ورسېږي تاسې له کوره کډه کړی یا مو د کور مالک یا اداره کوونکي شرکت ته د وتلو خبر نه دی ورکړی کوم چې د اجارې له شرایطو ګڼل کېږي
  • تاسې د کرایي کور ټولې کیلي ګانې بېرته نه دي ورسپارلي.

 

کله چې تاسې د کرایي کور ته کډه شئ نو ممکن د کور مالک له تاسې څخه د یو سند لاسلیک کولو غوښتنه وکړي. دی سند ته چیک لیست وایي تر څو د کور حالت تصدیق کړي لکه کړکۍ، فرشونه، غالۍ، دېوالونه، کاونټر ټاپونه، د رڼا کولو سامان، او نور وسایل. ډاډ تر لاسه کړئ چې کور ته د کډه کېدو دمخه د کور مالک ته د هر هغه زیان په اړه خبرداری ورکړئ چې په اپارتمان کې لیدل کېږي او د لاسلیک د مخه یې په چیک لیست کې په نښه کړئ، ټول هغه نقصانونه چې یې ګورئ هم په نښه کړئ او د کور خاوند څخه غوښتنه وکړئ تر څو لیست لاسلیک کړي.

 

د اجارې پای ته رسېدو پر مهال که تاسې اپارتمان هغه حالت کې پرېږدئ په کوم حالت کې چې ورکډه شوي یاست نو تاسې حق لرئ چې د کور مالک څخه بشپړه امنیتي زیرمه بېرته واخلئ. کله مو چې د کور سامان راټول کړل نو د کور عکسونه بیا ځلی واخلئ. که شوني وي نو له کور څخه د وتلو د مخه د کور مالک یا د ساختمان منېجر سره موعد وټاکئ تر څو هم د کور کیلي ورکړئ او هم هغوی ته له کوره د کډه کولو پر مهال کور وښایاست او هغه ستونځې ورسره شریکې کړئ چې ستاسې پر امنیتي زیرمه تاثیر غورځوي.

 

د سیمییزو قوانینو پر بنسټ ستاسې د کور مالک یا د ملکیت مدیر معمولأ اړتیا لري چې ستاسې امنیتي زیرمه چې بانک کې یې ساتلې له سود سره یو ځای په څو اونیو کې درته بېرته وسپاري. که د کور خاوند یا د ملکیت اداره تاسې ته یادونه وکړي چې کور ته مو د کرایه کولو پر مهال زیان اړولی یا کور پاک نه و، نو ممکن ستاسې ټوله امنیتي زیرمه یا یې یوه برخه تاسې ته بېرته ونه سپاري. پدې حالت کې تاسې باید د ترمیم یا پاکولو لګښتونو په اړه اظهارنامه ترلاسه کړئ.

 

که چیرې تاسې د کور خاوند ته د موافتنامې مطابق له کوره د وتلو خبر ورکړی وي، کیلیانې مو ورسپارلی وي او له څو اونیو وروسته مو امنیتي زیرمه نه وي تر لاسه کړي – یا د کور مالک لخوا د امنیتي زېرمې څخه د پیسو ګرځولو سره موافق نه یاست نو د کور خاوند ته د (تقاضا لیک) ولېږئ او ورسره ستاسې لخوا د اخیستل شوو انځورونو کاپي، د چیک لیست کاغذ او د اجارې د موافقتانې سند هم ورولېږئ. د غوښتنې لیک د کور مالک یا ادارې ته دا څرګندوي چې تاسې پر قانون پوهیږئ او کیدای شي چې ځینې وختونه همدومره کافي وي تر څو د کور مالک ستاسې د امنیتي زیرمه بېرته در وسپاري. که ستاسې د غوښتنې لیک لېږل نتیجه ورنه کړي نو ممکن مناسبه وي چې د کور مالک محکمې ته یوسئ. ډېری ښارونه یا ښارګوټي د کرایه کوونکو سره د مرستې لپاره وړیا یا د ټیټ لګښت قانوني خدمتونه وړاندې کوي.

 

یادونه: دا مقاله د مهاجرینو د هستوګنې حلونو سره په ملګرتیا جوړه شوی. د مهاجرینو د هستوګنې حلونه د کلیسا نړیوال خدمت یا Church World Service یوه پروژه ده چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت لخوا یې مالي ملاتړ کېږي.