پوره او ښه خوب کول د روغتیا او هوساینی لپاره اړین دی. کله چې موږ خوب کوو نو زموږ بدن په مهم کار بوخت وي. مغز مو کار کوي تر څو اړیکې رامنځته کړي، معلومات وساتي، او هغه معلومات لېرې کړي چې ورته اړتیا نه لري. د بدن نورې برخې هم د نسجونو او حجرو د ترمیم لپاره کار کوي، د معافیت سیستم پیاوړی کوي او کوچنیانو او تنکیو ځوانانو په غټولو او وده کې مرسته کوي.

 

کله چې موږ پوره خوب ونه لرو یا مو خوب کم وي نو لاندې ستونځې رامنځته کیږي:

 

  • په پام نیولو او زده کړو کې ستونځې ایجادوي او حافظه مو کمزورې کوي
  • زموږ د معافیت سېستم کمزورې کوي چې د ناروغتیا امکان مو ډېريږي او د ناروغتیا څخه ژر نه جوړیږو
  • زموږ پر احساساتو اغیزه کوي د نورو سره په ناسته پاسته کې ستونځه ایجادوي او هم به نه شو کولای چې د یو چا سره په احساساتو ولاړې اړیکې ولرو.

د اوږدې مودې لپاره د پوره خوب نه درلودل د وینې فشار لوړوي او د شکر ناروغۍ ته وده ورکوي. همدارنګه د سر رګ شکیدل، د زړه حمله، چاغښت، خپګان او د وېری په څېر امراضو ته هم وده ورکوي.

 

کله چې مصروف یاست یا اندېښمن یاست نو پوره او ښه خوب کول ممکن مشکل وي. کله چې انسان د ذهني فشار سره مخ وي نو جسم لپاره آرام کول اړین دي تر څو بیرته روغ شي. لاندې داسې کارونه دي چې تاسې سره مرسته کوي تر څو ډاډ تر لاسه کړئ چې تاسې او کورنۍ مو دشپې لخوا پوره خوب کوئ.

 

  • د خوب لپاره مهالویش وټاکئ: هره شپه په ورته وخت ویده کېدل کولای شي چې ستاسې مغز او جسم داسې تربیه کړي چې د خوب کولو لپاره چمتو شي. سربېره پر دې، هره شپه په یو وخت ویده کېدل او هره ورځ په یو وخت پاڅېدل او نور عادتونه هم جوړ کړئ لکه آرام کالي اغوستل، غاښونه مینځل، او کتاب لوست هم په ویده کولول کې مرسته کوي. په یاد ولرئ چې د خوب کولو وخت مو د شپې د وخته وټاکئ تر څو د اړتیا وړ خوب وکړای شئ.
  • ګروپونه مو مړه کړئ: تیاره مغزو ته لارښوونه کوي چې د میلټونین هورمونونه تولید کړي تر څو ستړي شو. پوره کوښښ وکړئ تر څو مو کوټه تر ټولو ډیره تیاره شي.
  • کفئین څخه ډډه وکړئ: د ماسپښین او ماښام پر مهال دکفئين په څېر څښاک مه کوئ لکه کافي او تور چای نوشابه.
  • سپورت کوئ: د ورځې لږ تر لږه ۳۰ دقیقې سپورت کول په خوب کولو کې مرسته کوي لکه ژر قدم وهل، نڅا کول، بایسیکل ځغلول او یا نور د سپورت فعالیتونه.
  • د مایعاتو مصرف کم کړئ: له ویده کیدو څو ساعته د مخه مایعات کم وڅښئ تر څو د شپې لخوا مو تشناب ته اړتیا کمه وي.
  • له درنو خواړو ډډه وکړئ: د خوب کولو وخت ته نږدې درانه خواړه کولای شي چې خوب مو خراب کړي ځکه چې وجود به مو د هاضمې په برخه کې سخت کار کوي او ځیني داسې هورمونونه خپروي چې خواړه په انرژي بدلوي.
  • د ځینو خواړو څخه ډډه وکړئ: لکه غوړ، پنېر، ځکه چې غوړ او مساله لرونکي خواړه ممکن د بد هضمۍ او تیزاب خپرولو لامل شي چې خوب کول ګرانوي. ډیره بوره لرونکي خواړه هم د وینې په شکر کې تغیر راولي چې پر خوب منفي اثر غورځوي.
  • د الکولي مشروباتو څخه ډډه وکړئ: سره له دې چې الکولي مشروبات خلک ګنګس کوي، ډیری وختونه د الکولو استهلاک کول خلک له خوبه څو ځلې پاڅولو ته مجبوروي. همدارنګه د الکولو څښل د شپې لخوا د خوب اپنیا او د تیزابو عکس العمل ته سرعت ورکوي.
  • د سکرین کارولو وخت مو محدود کړئ: څیړنې ښیي چې د ماښام له خوا د دوه ساعتو څخه ډیر د تلویزون، تیلیفون، ویډیو ګیم، کمپیوټرونو او نورو الیکترونیکي آلاتو استعمال پر خوب کولو منفي اغیزه کوي. متخصصین وایي چې د ماښام لخوا باید د سکرین استعمال کم کړئ او لږ تر لږه د خوب کولو یو ساعت د مخه باید سکرین ته ونه کتل شي.

 

د پورته څو لارښوونو پلي کول کیدای شي چې تاسې سره په ښه خوب کولو کې مرسته وکړي او ستاسې د کورنۍ عمومي روغتیا او فعالیت ته وده ورکړي.