هر څوک په خپل ژوند کې سختې شیبې تجربه کوي چې پر مهال یې ملاتړ ته اړتیا لري. د ملاتړ هر هغه ډول چی غوره کار کوي د انفرادي لومړیتوبونو او مشخصو مسلو پورې اړه لري.  ملاتړ لپاره غږ کول ممکن د ملګري سره په تیلیفون د خبرو په توګه وي، خپلوانو ته غېږه ورکول وي، یا هم مسلکي مرسته تر لاسه کول وي. پر دې پوهېدل چې څه وخت ملاتړ ته اړتیا لرئ د سم ډول ملاتړ موندلو په لور لومړئ ګام ګڼل کیږي.

 

هغه نښې نښانې چی په لیدو یی باید ملاتړ تر لاسه کړئ

 

په سختو حالاتو کې عموما ستونځمنه وي چې پوه شئ چې په کوم وخت کې باید د ملاتړ غوښتنه وکړئ په ځانګړي ډول کله مو چې ټول تمرکز په لومړنیو اړتیاوو او خوندیتوب راټول وي. په سختو حالاتو کې شاید په خپل عکس العمل، احساس، او فکر کولو کې ځینې بدلونونه وګورئ. ممکن پوه شئ چې تاسې خو داسې نه یاست، یا مو زړه ته د نږدۍ کس په عکس العمل کې تغیر راغلی.

 

هغه نښې نښانې چې تاسې یا مو د کورنۍ غړي یې لري چې له مخې یې باید ملاتړ تر لاسه شي یو له بله توپیر لري خو عام تغیرات یې په لاندې ډول دي:

  • په خوب کولو کې ستونځې
  • د ستړیا احساس کول
  • د خپګان احساس کول او ژړغونې کېدل
  • په اسانۍ خپه کېدل
  • د ورځنیو کارونو سره بې علاقې کېدل
  • له خلکو ځان لیرې کول
  • ډیر الکول یا مخدره توکې کارول
  • د ځان وژنې په اړه فکر کول

خلک یو له بله توپیر لري، او د هر چا په ژوند کې د تغیر له امله ستونځې ممکن یو له بله توپیر ولري. دا چې څه وخت مرستې ته اړتیا لرئ ستاسې په عکس العمل کې څرګندیږي لکه ستاسې چلند، احساسات، یا فکر کول چې وخت په وخت بدلیږي. د لویانو او کوچنیانو نښې نښانې ممکن یو له بله توپیر ولري.

 

 د مرستو ډولونه

 ستاسې په ژوند کې خلک – یو له لومړیو ځایو څخه چې ترې مرسته تر لاسه کولای شئ ستاسې خپل خلک دي. داسې کسان کېدای شي چې ستاسې هغه ملګري وي چې پرې باور کوئ، یا ستاسې د کور غړی وي چې کولای شئ ستونځه مو ورسره شریکه کړئ. داسې کسان هغو ته وایي چې تاسې خندوي او د خپل ځان په اړه درته ښه احساس درکوي. په ټولنه کې کېدای شي ستاسې د ملاتړ اشخاص وي، لکه ښوونکي، او مذهبي مشران چې په سختو وختونو کې درته لارښوونه کوي.

 

 مسلکي ملاتړ – په متحده ایالاتو کې کله چې تاسې مسلکي ملاتړ ته اړتیا لرئ نو مرسته شتون لري. داسې ملاتړ ممکن د مشاور سره لیدنه، د ملاتړ په ګروپ کې ګډون، یا د ډاکټر څخه درمل تر لاسه کولو په توګه وي. دا ممکن سخته وي چې پوه شئ چې له کومه ځایه پیل وکړئ ځکه چې د ملاتړ ډېر زیات مرکزونه شتون لري. یو انتخاب دا هم دی چې خپل د لومړنۍ پاملرنې له ډاکټر سره وګورئ یا مو په سیمه کې ددغه لینک https://findtreatment.gov په کارولو سره خدمات ولټوئ.

 

  • درملنه او مشاوره هغه ته وایي چېری چې یو روزل شوی مسلکي شخص تاسې سره ګوري تر څو په مشخص ډول ستاسې په ستونځو یا مشکلاتو درسره وغږیږي او د ستونځو په اړه ملاتړ درکړي. دا ډول ملاتړ عمومأ تاسې ته په یو فتر او یا هم د ټیلي کانفرنس یا د ریموټ فارمیټ له لارې درکول کیږي. ډېر داسې مسلکي اشخاص شتون لري چې دا ډول ملاتړ چمتو کوي چې په هغې کې ارواه پوهان، جواز لرونکي کلینیکي ټولنیز کار کوونکي، جواز لرونکي کورنۍ او د واده جوړ راتللو متخصصین او جواز لرونکي مسلکي مشاورین شامل دي.
  • د ملاتړ ګروپونه د روزل شویو مسلکیانو لخوا پر مخ وړل کیږي او ډېری وختونه په ځانګړو مسئلو تمرکز کوي لکه غم، خپګان، اندېښنه، د نشیي موادو کارول، یا صدمه. د ملاتړ ګروپ همدارنګه د نورو خلکو څخه چې ورته ستونځې یي لیدلي وي د مقابلې لپاره هم لارښوونې او ملاتړ تر لاسه کوي. تاسې کولای شئ چې د ملاتړ ګروپ څخه مرسته تر لاسه کړئ. آنلاین یې ولټوئ لکه Support Group او Grief.
  • درمل د مسلکي خلکو له خوا د نسخې په ډول ورکول کیږي لکه د رواني ناروغۍ ډاکټران، طبي ډاکټران او نرس پرکټیشنران. درمل ممکن د فشار کمولو، مزاج ښه کولو، خوب بهتره کولو او د نورو علایمو د مدیریت لپاره ناروغ ته توصیه یا ولیکل شي. هغه افراد چې داسې درمل خوري نو عمومأ په میاشت کې یو ځل د هغه چا سره ګوري چې درمل یې ورکړي وي تر څو د پرمختګ نظارت یې وشي. تاسې کولای شئ چې د درملو د مدیریت خدمات په خپل لومړنې پاملرنې کلینیک کې یا یې د رواني ناروغتیا په اړه له ډاکټر څخه وغواړئ.
  •  د تسلیت کرښې یا Warmlines: کله چې تاسې غواړئ چې یو چا سره خبرې وکړئ نو کولای شئ چې د تسلیت کرښې ته په وړیا ډول زنګ ووهئ تر څو ملاتړ تر لاسه کړئ. د تسلیت دا شمارې محرم او وړیا دي. دوی یا همکاران لري یا هم په خپله روزل شوي متخصصین دي. که غواړئ چې په خپل ایالت کی د تسلیت شماره ومومئ نو دغه فهرست درسره وګورئ: https://warmline.org/warmdir.html. تاسې هم کولای شئ چې د انټرنيټ په لیکه د “warmline” لفظ ولیکئ او ورسره د خپلې سیمې نوم ولیکئ. تاسې کولای شئ چې د ژباړې خدمات ورڅخه وغواړئ خو د تسلیت ټول مرکزونه د ژباړې خدمات نه لري.
  • بیړنی ملاتړ د هغه چا لپاره شتون لري چې سمدستي مرستې ته اړتیا لري. د بیلګي په توګه که څوک د ځان وژنې فکر کوي، یا د کورنۍ د غړي په اړه پریشانه وي. په ملي کچه د تیلیفون داسې شمارې شتون لري چې تاسې یې د رواني ناروغتیا د عاجلو مرستو غوښتلو لپاره استعمالولای شئ. د ۹۸۸ تلیفون شمېره وړیا ده او په ټولو ایالتونو کې شتون لري. نو ۹۸۸ شمېرې ته زنګ ووهئ او یا هم ورته پیغام واستوئ. د ۹۸۸ تلیفون شمېره د ژباړې خدمات له۲۴۰ زیاتو ژبو کې لري. دا شمیره چې د بحران مخنیوي شمیره هم ورته وایي متخصصین کارګران لري چې عاجله مرسته استوي لکه د بحران ټیم، او پولیس.

 

 هر څوک په خپل ژوند کې له داسې وختونو تېریږي چې له بل چا څخه ملاتړ ته اړتیا لري. که تاسې د خپل ځان یا د کورنۍ د غړي هوساینې په اړه فکر وړي یاست نو موږ مو هڅوو چې د ملاتړ په اړه ټولنې ته مو شته سرچينې چې پورته ذکر شوي درسره مطالعه کړئ.