د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۱ نیټې له پیل څخه را پدېخوا ډېری هغه افغانان چې متحده ایالاتو ته د بشردوستانه پارولي په توګه داخلیږي، د مهاجرینو د بیا مېشتېدنې ادارې (ORR)، د فدرال اصلي مالي امکاناتو ګټو یا خدماتو ته به وړ نه وي.

 

دا په دې معنی ده چې هغه افغانان چې د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۳۰ وروسته متحده ایالاتو ته داخلیږي د ډېرو فدرالي او کډوالو ته ورکړل کېدونکي ګټو ته لکه میډیکېډ، د تغذیې اضافي مرستې پروګرام (SNAP/Food Stamps) یا د غریبو لپاره لنډمهاله مرستو (TANF) ته وړ نه دي. افغان بشردوستانه پارولیان چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر له لومړۍ نیټې وروسته راځي، د کډوالو د بیا مېشتېدنې ادارې (ORR) لخوا تمویل شوي پروګرامونو او د همدغې ادارې له لارې چمتو شوي خدمتونو لکه Preferred Communities او د Matching Grant یا مالي مرستو پروګرامونو ته وړ نه دي.

 

ځینی استثناوی شته: لاندې نږدې خپلوان د ORR پروګرامونو او خدماتو ته وړ دي چې په هغې کې عامه مرستې، مالي مرستې، او د بیا مېشتېدنې په ادارو کې د قضیو مدیریت ملاتړ شامل دی.

 

افغان بشردوستانه پرولي 
  • افغان تبع یا تابعیت لرونکی وي
  • متحده ایالاتو ته د ۲۰۲۱ کال د جولای ۳۱ او د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۳۰ تر منځ د پارول سره داخل شوی وي
خپلوان (مېړه/ښځه او کوچنیان)
  • د ORR-وړ افغان پارولي د ۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکي ناواده شوي ماشومان یا میړه/ښځه
  • متحده ایالاتو ته د پارول سره داخل شوی وي
  • متحده ایالاتو ته د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۳۰ څخه وروسته داخلیدای شي او هم کولای شي چې د ORR خدماتو ته لاسرسی ولري.
خپلوان (د بې سرپرسته ماشوم مور او پلار یا قانوني سرپرست)
  • د ۱۸ کالو څخه کم عمر لرونکي بې سرپرسته افغان ماشوم مور او پلار یا قانوني سرپرست
  • متحده ایالاتو ته د پارول سره داخل شوی وي
  • متحده ایالاتو ته د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر ۳۰ څخه وروسته داخلیدای شي او هم کولای شي چې د ORR خدماتو ته لاسرسی ولري

 

هغه افغانان چې د کورنۍ اړیکې پرته د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر له ۳۰ څخه وروسته متحده ایالاتو ته داخلېږي، نشي کولای په دولتي مرستو تکیه وکړي او باید یو قوي مالي ملاتړ کوونکی یا کافي شخصي فنډ/پیسې ولري تر څو چې دنده ومومي.

 

هغه افغانان چې د بیا مشېتېدنې پروګرام ته وړ وی یا کډوالۍ حیثیت ولري یا هم په بل ډول کټګورۍ کې شامل وي لکه کډوال/Reguee وي، ځانګړي مهاجرت ویزه لرونکی (SIV) وي یا اسایلي وي، د ORR کډوالۍ ګټو او خدماتو لپاره وړ دي. دوی اړ نه دي چې په کوم ځانګړي وخت کې متحده ایالاتو ته داخل شي او د دوی د وړتیا موده د دوی د کډوالۍ پر وضعیت یا کټګورۍ اغیزه نه لري.

 

د ایالت په کچه ګټی او نوری سرچینې

 

ټول بشردوستانه پارولیان د مارکیټ پلېس صحي پلانونو یا Marketplace Healthcare Plans ته وړ دي. بشردوستانه پارولیان سبسیډي ته لاسرسی لري، مګر د بیمې لګښت او د سبسیډي اندازه ممکن د ایالت او کورنۍ پر بنسټ توپیر ولري. په ځینو ایالاتو کې بشردوستانه پارولیان د میډیکېد لپاره وړ دي او په ځینو نورو ایالاتو کې بېړنی میډیکېډ ممکن د ځانګړو شرایطو لپاره پوښښ وړاندې کړي.

 

د خپلې سیمې د عامه ګټو دفتر سره وګورئ تر څو معلومه کړئ چې ستاسې ایالت څه چمتو کوي. لاندې ځینې معلومات درسره وګورئ تر څو پوه شئ چې کوم ایالتونه د مرستې چمتو کولو لپاره کار کوي:

 

ځینې ایالتونه هغه کسانو ته چې د فدرال لخوا ورکړل شوي روغتیایي بیمې ته وړ نه دي د ایالت لخوا تمویل شوی روغتیایي بیمه ورکوي.

ځینې نور ایالتونه لکه واشنګټن او کالیفورنیا د عامه روغتیا پاملرنې اختیارونه لري چې هر څوک ورته لاسرسی لرلای شي حتی که د کډوال حیثیت هم ونه لري.

کلیفورنیا او مینیسوټا هغو کسانو ته چې د فدرال لخوا روغتیایي بیمې ته وړ نه وي ایالتي صحي بیمه چمتو کوي.

د مېرمنو او کوچنیانو لپاره د WIC برنامه: WIC د کډوالۍ وضعیت په پام کې نیولو پرته مېرمنو، کوچنیانو او تر پینځه کلنۍ پورې ماشومانو ته تغذیه یي مرستې وړاندې کوي. تاسې کولای په خپله سیمه کې دلته کې د WIC پروګرام وپلټئ.

 

د آی ار سی د بیا مېشتېدنې مجازي لاین (VRL) به د افغان بشردوستانه بارولیانو لپاره سرچینې او د مراجعینو خدماتو ته دوام ورکوي. که تاسې مرستې ته اړتیا لرئ او د بیا مېشتېدنې ادارې څخه د خدماتو لپاره وړ نه یاست، (VRL) ته په ۳۰۱۰-۵۵۱ (۲۱۲) زنګ ووهئ یا ورته د مرستې لپاره vrl@rescue.org ته ایمېل واستوئ.

په متحده ایالاتو کې ډېری سیمې د خوړو بانکونه یا وړیا خوراک تهیه کولو لپاره مرکزونه لري چې د افرادو او کورنیو سره په اضافي خوراک کې مرسته کوي. د خوړو بانکونه د وړتیا لپاره خپل مقررات لري مثلأ تاسې په اونۍ کې څو ځله خواړه ترلاسه کولای شئ. تاسې کولای شئ دلته د خپلې سیمې د زېپ کوډ په داخلولو سره خواړه ومومئ. تاسې هم کولای شئ په کلیدي کلمو کارولو سره د انټرنیټ په لیکه یې هم وپلټئ: لکه

food distribution, food pantry, food bank تر څو تاسې ته نږدې د خوړو وړیا سرچینو ته لاسرسی ومومئ.

 

برسېره پر دې، د ۲۱۱ تیلیفون شمېره د مرستې لپاره وړیا او محرمه لیکه ده چې د ټول کال په دوران کې ۲۴ ساعته هره ورځ په ۱۸۰ ژبو په ۵۰ ایالاتونو کې ستاسې په چوپړ کې ده. که غواړئ چې د ۲۱۱ شمېرې په اړه نور معلومات تر لاسه کړئ نو کولای شئ چې په لاندې وېب پاڼه کې مو زېپ کوډ یا ښار او ایالت مو ولټوئ او یا هم ۲۱۱ شمېرې ته زنګ ووهئ. که غواړئ چې په بله ژبه چې انګلیسي نه وي خدمت تر لاسه کړئ نو داسې ووایاست: (No English. I Speak Pashto) او بیا انتظار واوسئ. که غواړئ چې د خدماتو په اړه په انلاین بڼه نور زده کړئ نو دغه لینک درسره وګورئ:

https://www.211.org

 

یادونه: د متحده ایالاتو حکومت په قانوني توګه افغانستان لپاره د پخوا په څېر مرستې نه دي رسولي. که چېرې د متحده ایالاتو کانګریس په راتلونکي کې په نوي قانون یا پر بل قانون پلي کولو موافقه وکړي نو کېدای شي چې دا معلومات تغیر ومومي او نور تازه معلومات صادر شی.